محمد عارف رسولي

لیکوال: محمد عارف رسولي

سریزه

زموږ په ټولنه کې زیات خلک یا په منفي فکر کولو روږدي شوې او د مثبت فکر کولو خوند یې ندی لیدلی او یا په پیچلو ټولنیزو او ملي مسئلو کې یوازې یوه اړخ ته ګوري، د یو یا څو کمو کسانو نظر ته اهمیت ورکوي او ورباندې بسنه کوي.

روښانه ده چې خلک د راز راز مسئلو په هکله ویشل شوي وي خو د ښو سیاسي مشرانو، غوره لیکوالانو، روڼ اندو دنده ده ترڅو د عامه خلکو افکار له یوه او بل متضاد لوري د منځ خواته راولي. دا مسئله په سیاست کې د مشران او سیاستوالو لپاره ترټولو مهم او هم سخت کار دی ترڅو مختلفې ډلې په یوه ملي اجندا راټول کړي.

په ټولنه کې مثبت فکر ته کار کول او له منفي انګیرنو د خلکو ژغورل موږ ته لاره اواروي ترڅو خلک په یوه ګډه ملي اجندا راټول، ټولنیزې کرکې کمې او تولنیز باور زیات کړو او خپل ملي وحدت چې د زیاتو ټولنیزو ناروغیو دوا ده تینګ کړو.

په دې لیکنه کې موخه داده چې په هیواد کې دخلکو په تیره بیا د ځوانو کدرونو پام په پیچلو ملي مسئلو کې د مثبت فکر کولو ګټو، د منفي فکر کولو زیانونو او د ټولو خواوو و نظریاتو ته د اهمیت ورکولو په لور راواړوم.

مثبت فکر کول او ګټې یې

دا سمه ده چې د ټولو مسئلو مثبت او منفي خواوو ته باید نظر واچوو او بیله کره لاسوندونو په چټکۍ سره د کومې مسئلې په هکله خامه پریکړه ونه کړو. همدارنګه، بریالي انسانان تل د هرې ښکارندې په مثبتو او منفي خواوو په سړه سینه سوچ کوي، له نورو سره سلا مشوره کوي او بیا سمه پریکړه کوي. له پریکړې وروسته هم ارزونه کوي او که کمښت وي او بیا کتنې ته اړتیا وي نو ورباندې لاس پورې کوي.

باید ووایو چې د یوې ښکارندې، مسئلې، پیښې او کوم کار د مثبتو او منفی خواو سم پیژندل تل اسانه کار نه وي. موږ باید داسې معیارونه ولرو چې په ټولو پریکړو کې د مثبت او منفي خواوو د پیژندلو په هکله راسره مرسته وکړي. کله خو په ښکارندو او مسئلو کې د مثبتو او منفي خواوو پیژندنه اسانه وي خو زیات وختونه دا یوه پیچلې مسئله وی او زیات سوچ او پوهې ته اړتیا لري.

له مثبت اړخه مو دلته موخه هغه څه دي چې کیدای شي موږ پکې مالومات ولرو او ورسره بلد وو، زموږ په نظر یې ننګونې کمې او ورسره د ارامۍ او بریاليتوب احساس وکړو. خو منفي هغه خواوې دي چې موږ پکې کم یا هیڅ مالومات نلرو، له ننګونو ډک راته ښکاري، د زیاتو هڅو غوښتونکي یې بولو او د ارامۍ او بریالیتوب احساس نه راکوي. همداررنګه، کیدای شي ځینې څیزونه له موږ څخه په خپل ځان کې د بدلون، زیات زیار او هڅو غوښتنه کوي نو موږ ورنه ویریږو او راته منفي ښکاري.

کیدای شي تر ډېر فکر او تجربې وروسته راته څرګنده شي چې ځینې څیزونه چې موږ مثبت بلل منفي دي او نور چې منفي راته ښکاریدل هغه بیا مثبت دي. د مثال په توګه که ستاسو د کار ساحه او اداره بدلیږي او په نوې اداره او شرایطو کې زیاتو هڅو ته اړتیا لری نو لمړی درته منفی ښکاري او کوم مثبت ټکی پکې نه ګوری. خو که یو وارې ملا وتړی، زیار وباسی، د کار کولو غوره عادتونه خپل کړی، سمه لاسته راوړنه ولری نو بیا به ومنی چې هغه بدلون چې تاسو منفي باله په اصل کې ستاسو لپاره مثبت او ښه وو.

په اوسنۍ زمانه کې د نړیوالو ادارو مشران مثبت فکر کولو ته خورا زیات اهمیت ورکوي. هغوی د ګومارلو، لوړو پوستونو ته د ارتقا، د زیاتو صلاحیتونو او ښو امکاناتو د ورکولو په وخت د کار غوښتونکي مثبت فکر ته زیاته پاملرنه کوي. همدارنګه، په ټیم کې کار، د رهبرۍ، مدیریت، زغم لرلواو نورو وړتیاوو ته چې په مثبت فکر لرونکو خلکو کې تر منفی ګرا خلکو په زیاته کچه شتون لري پام کیږي او زیات اهمیت ورته ورکول کیږي.

مثبت فکر لرونکي خلک له ژوند، کار، لاسته راوړنو، له خپلو همکارانو، له خپل مسلک، د خلکو د ژوند د ښه کولو، علم، مسؤلیت منلو او نورو سره مینه لري. هغوي هیڅ کله د ستونزو په وخت نه ناهیلي کیږي، له خپلو ناکامیو او له تیرو تجربو زده کړه کوي. هغوي د راتلونکي لپاره تل پلان جوړوي او په پلي کولو کې یې په رښتینولۍ قدمونه اخلي. په پای کې دا ټول د مثبت فکر کوونکو خلکو د شخصیت په وده کې ستر رول لري.

مثبې انګیرنې او له منفي فکره ځان ژغورل په ټولو ځاني، کورنیو، کلیوالي، قومی، سیمه ایزو او ملي مسئلو کې، د کار په دفتر کې، په مدني ټولنه او قومی شورا کې له موږ سره مرسته کوي چې یو منل شوی او بریالی انسان واوسو او ښې لاسته راوړنې ولرو.

 منفي فکر کول او زیانونه یې

د راز راز رواني او ټولنیزو لاملونو له کبله زیات انسانان چې کله له یوې مسئلې، کوم کس او یا د ژوند د نوو شرایطو سره مخ شی تر مثبتو خواوو یې پر منفي زیات فکر کوي. زیات وختونه داسې وي چې موږ منفی خوا سمولی نشو خو په مثبته خوا، چې کیدای شی راته په اسانۍ لاره پرانیزي، پکې ښه پوهه او لاسته راوړنې ولرو هیڅ سوچ نکوو. په مسئلو کې یوازې په ستونزو تمرکز د مثبتو او ګټورو خواوو له لیدو موږ بې برخې کړي. نو داسې عادتونه موږ له بریالیتوب او غوره لاسته راوړنو بیرته پاته کوي.

کوفي انان د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي، غوره دیپلومات او د نړیوالو اړیکو او دیپلوماسۍ مشهوره څیره چې اوس په نړیواله کچه د خیر غوښتونکو مشرانو په ډله کې دی وایي:

د ده یوه ښه خاطره داده چې د پوهنتون په دوره کې یوه ورځ یوه استاد په ټولګي کې یوه سپینه ورقه چې ډېر کم، واړه، تیت تور داغونه یې درلودل هغوی ته وښودله او ورته یې وویل چې څه وینئ؟ محصلانو چې ورقې ته وکتل نو ویې ویل چې یوازې تور داغونه لري اونور څه نشته. استاد وویل: تاسو دا ټوله سپینه ورقه نه ګوری یوازې پام مو خورو ورو تورو داغونو ته دی. دلته د استاد موخه، او دا چې ولې کوفي انان ته زړه راښکونکي خاطره وه دادي چې خپلو شاګردانو او خلکو ته وښیي چې ډېری خلک د کارونو، خلکو، ښکارندو، ټولنیزو تغیراتو او نورو یوازې منفي ټکو ته ګوري او له ډېرو مثبتو او ګټورو اړخونو یې سترګې پټوي. په بله مانا دلته موږ هڅوي چې د منفي فکر په ستونزه خبر شو.

په رښتیا هم که له موږ نه څوک دکوم کس، کوم فکر، کومې نوې ښکارندې او یا کوم نوي شي په هکله پوښتنه وکړي نو موږ د هغو مثبتو خواوو ته ډېره پاملره نه کوو او یوازې په منفي اړخونو پسې ګورو. پایله داشي چې موږ له دې نوو شیانو وډار شو، هغه ته شا کړو، ګټو ته ځیر نشو خو نور خلک بیا چې د مسئلو ټولو خواوو ته په غور ګوري ورڅخه ګټه واخلي.

منفي فکر موږ له خلکو، له همکارانو، له غوره لاسته راوړنو، د انسانانو او ټولنې لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو څخه بیرته پاته کوي. په پای کې په موږ کې یو ډول د ځان کمښت، عقده او ګوښه والی راپیدا کوي.

د پیچلو ښکارندو روښانتیا

باید پوه شو چې په پیچلو ښکارندو د سم قضاوت او پریکړې لپاره یوازې د هغو یوه اړخ ته کتل، د یوه او یاکمو کسانو په نظریاتو او تجربه باندې تکیه کول اړینه او ښه پایله نلري. ځکه دیوې پیچلې مسئلې یو اړخ ته کتل او څیړل یې او د یوه او یا کمو خلکو په نظر او تجربوباندې بسنه کول به موږ ته هرڅه روښانه نکړي. اړینه ده چې د مسئلو ټولو اړینو خواوو، د ډېرو اهل نظر کسانو تجربو او نظریاتو ته پاملرنه وکړو ترڅو غوره پایلې په لاس راوړو.

مولانا جلال الدین بلخي وایي چې څو کسان چې یوه یې هم پیل نه لیدلی و او نه یې په هکله مالومات درلودل په یوه تیاره کوټه کې د پیل کتو ته ور وستل شول. هغوی د لاس په لمس کولو باندې هڅه کوله چې د پیل څرنګوالی وپیژني. ځینو د پیل په خلتوم، ځینو د پیل په پښه، ځینو د پيل په ګيډه، ځینو یې په غاړه او یا د پیل د بدن په کوم بل ځای لاسونه کیښودل او د پیل همغه غړي ته یې د ټول پيل خیال وکړ. مولانا د دې مثال په مرسته غواړي موږ ته وښیي چې ډول ډول خلک هم یوې ښکارندې، مسئلې او قضیې ته ګوري او د خپلو تیرو مالوماتو، تجربو او ټولنیز حالت له مخې ورباندې قضاوت کوي او په خپل ذهن کې له هغه څخه یو تصویر جوړوي. طبیعي خبره ده چې له هماغه یوه شي، ښکارندې او مسئلې به د خلکو تصویرونه له یو بل سره توپیر ولري.

نن سبا په ټریننګونو کې یو تصویر او یا کوم شکل چې کیدای شی له مختلفو زاویو ډول ډول ښکاره شي نندارې ته ایښودل کیږي. دا تصویریا شکل که ښه په ځیر وکتل شي څو ډوله شیان پکې مالومیږي خو د لمړي ځل لپاره هر سړی هرڅه نه ویني. یوځل چې یو کس د هغه یو ډول ووینې نو فکر یې همغه خواته لاړ شي او د بل ډول لیدو چانس یې کم شي. که بیا بیا او د شک په سترګه ورته وګوري او یا بل څوک څه نقل ورکړي نو کیدای شي هغه سړی یې کومه بله بڼه هم وویني.

د دې مانا داده چې له ټولو خلکو دا تمه کول چې هرې ښکارندې او مسئلې ته د زما او یا زما د هم نظرو خلکو په عینکو وګوري سم کار نه دی او عملي بڼه نلري. باید ومنو چې خلک د خپل تیر ژوند، مسلک، زده کړو، تجربو، کلتور او مفکورې په اساس څیزونه او پدیدې ګوري او قضاوت کوي. که موږ غواړو چې خلک د له موږ سره هم نظره شی نو باید داسې شرایط ورته برابر کړو ترڅو زموږ په ارمان او په ګټو یې ښه پوه شي او د ځان په ګټه یې هم وبولي.

په ټیم کې د هر چا نظر مهم دی

د نړیوال بانک په یو ټریننګ کې چې د رهبرۍ په هکله و او د نړۍ له هرې قارې او کلچر خلک پکې وو بحث په دې وو چې څنګه رهبر د تیم د هر غړي له ځانګړي خاصییت څخه کار واخلي. ټرینر به یوه مسئله رامنځته کړه او نظر به یې ورباندې وغوښت. لمړی به د هغو کلتورونوخلکو بحث شروع کړ چې هغوي په اسانۍ سره نظر ورکوي. د شرقي اسیا خلکو لکه د اندنیزیا، جاپان، مالیزیا او نورو چې تل لمړی خبرې نه کوي وروسته نظر ورکاوه.

د زر نظر ورکوونکو ښه والی داو چې بحث به زر پیل کیده او د مسئلې به زر یو څو اړخونه روښانه شول او د لانور غوره بحث لاره به یې اواره کړه. خو د هغو خلکو د نظر اهمیت چې تل تر ډیر سوچ وروسته خبرې کوي په دې کې و چې هغوی د پریکړو، د نورو د نظرونو او څرګندونو کمښتونه، ستونزې او خطرونه رابرسیره کول. پایله دا وه چې د ټیم هر غړي او نظر یې خپل اهمیت لري، باید په درنه سترګه ورته وکتل شي او د مشرتابه دنده ده چې ټولو غړو ته موکه ورکړي او ورڅخه سم کار واخیستل شي.

د ټیم د ټولو غړو له نظرونو هلته سمه ګټه پورته کیدلای شي چې په غونډو او مجلسونو کې ټاکلي اجندا موجوده وي، ټول په نوبت لنډې خبرې وکړي، له تکراري خبرو ډډه وشي، د خلکو په شخصیت نیوکه نه د هغوی په نظریاتو بحث وشي او د هر چا نظر ته پاملرنه وشي.

دا خبره په تولنیز اوملي ژوند کې هم خورا مهمه ده. ملي مشران د ټولو خلکو رایې او نظر ته په ملي مسئلو کې پوره پام وکړي او داسې و انګیري چې د ټولو پرګنو نظرونه له موږ سره د تیروتنو په موندلو کې مرستندوی او ګټور دي. همدارنګه، که دولت، سیاسي، ګوندنه او ډلې دا کار وکړي خلک به ملي پروسې خپلې بولي او ننګه به ورنه کوي.

د پورته مثالونو څخه کار اخیستنه

له پورته مثالونو موږ ته څرګندیږي چې انسانان د خپل چاپیریال، سابقې، تیرو تجربو، تعلیم، مسلک او نورو له مخې له یوې مسئلې، ښکارندې، او قضیې سره ډول ډول چلن کوي او ورته ګوري. نو رهبرانو، مدیرانو، ترینرانو، استادانو او نورو ته اړینه ده چې د هغو خلکو سره چې کار کوي، مدیریت او یا یې رهبري کوي د هغوي دا ځانګړنې د په نظر کې وساتي.

دا مثالونه له موږ سره مرسته کوي چې د مختلفو مسلکونو، تجربو او سابقو خلک و ګډ کار ته وهڅوو او ټول یو شان موخې ولري نو پریکړې او لاسته راوړنې به مو له هرې خوا ارزول شوي وي او له ډېرو کمښتونو به خلاصې وي.

په پرمختیايي پروګرامونو کې د مختلفو مسلکونو خلک لکه پالیسي جوړوونکي، انجنیران، ډاکټران، د ټولنیزو او چاپیریال ساتنې کارپوهان، د کرنې کارپوهان، د مالي او تدارکاتو متخصصین او نورو ته اړینه ده چې یو ځای کار وکړي، پروژې او پروګرامونه جوړاو پلي کړې. دوی باید همدارنګه، له ګټه اخیستونکو، کلیوالو او بزګرانو سره کار وکړي او په ګډه پروګرامونه او پروژې بریالۍ کړي. باید پوه شو چې دا کار زیاتې ننګونې هم لري، ډیرو هڅو، او ښو ازمویل شوو کدرونو ته اړتیا لري تر څو پورته خلک له یویل سره ګډ موثر کار ته و روزي او تیار یې کړي.

همدارنګه، دا پورته مثالونه، تجربې او ښودنې د هغو منځګړو سره مرسته کوي چې د مخالفو او په شخړو کې اخته خواوو د نژدې کولو په مذاکراتو بوخت وي ترڅو د یوه ګډ تصور او تفاهم په موندلو او سولې ته په رسیدو بریالي شي. دا مثالونه او ورڅخه زده کړې د راز راز مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د تسهیل کوونکو او منځګړو لخوا که په ښه مهارت وکارول شي ښې پایلې لرلای شي.

د رهبرانو، سیاستوالو، مدني فعالانو او هغو خلکو لپاره چې غواړي له خلکو سره کار وکړي مهمه ده چې پورته ټکو ته پام وکړي. خلک د راز راز لاملونو له کبله ویشل شوي وي. ځینې منځنی دریځ لري او نور بیا له یو بل څخه بیخي لیرې وي. مشرانو ته پکار وي چې په خلکوکې ګډ نظر راپیدا کړي او دا کار د شخړو وهلو ټولنو په بیا رغونه کې خورا مهم او اړین کار دی. دلته مشران باید پوه وي چې تر ډېره خلک د خپلې خوښې په اساس نه بلکه د حالاتو او شرایطو له کبله چې ورباندې تپل شوی وي او دهغوی په کنترول کې نه وي داسې متضاد فکرونه کوي. دوی باید محکوم نشي بلکه موکه ورکړه شي چې ګډ عامه نظر ته رانژدي شي. باید ووایو چې د بشري جرمونو او ملي خیانتونو خبره بیا بیله ده او قانون باید پلی شي.

زموږ د هیواد یوه ستونزه داده چې سیاسي فعالان، لیکولاان او شنونکي مو د ستونزو د سمې ارزونې په ځای په تیر وخت او عقدو کې لګیا دي، یو بل ملامتوي او په دې فکر نه کوي چې تیرې تیروتنې ولې وشوې، ټولنېزې ریښې او لاملونه ېې څه و او څنګه یې سمولای شو. که تاسې وګوری زموږ ډېری لیکوالان د حقیقتونو د راسپړلو او ویلو په ځای په شعارونو لګیا دي. که د دوی د همفکرانو له خوا یو بشري ناورین او جنایت هم ترسره شوی وي او یا اوس ترسره کیږي نو په بې شرمۍ سره یې توجیه کوي، پوله ورته جوړوي او یا بل شرمناک دریځ چې پټه خوله ده غوره کوي. هغوی داسې انګیري چې د چا ورته فکر نه دي خونه هغوی نه پوهیږي.

——————————-

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د تاریخ سبقونه ، د خپلواکۍ مفهوم، ګټل….. ، مدني فعالیتونه او څرنګوالی یې، د ځمکې ورځ، ځوانان او ټولنیز فعالیتونه، خپل ملي هویت څنګه پیاوړی کړو؟ ، ازادي لاس ته راوړل او ساتل یې، د کتاب لوستلو درې موثر قدمونه، د کابل سیند بیارغونه، ځوانان او ټولنیز فعالیتونه، د ټولنیزو رسنیو سمه کارونه،

One thought on “په ځاني او ملي مسئلو کې سم قضاوت او پریکړه کول”
  1. عزتمند لیکوال اودرنو لوستونکو : دښاغلی لیکوال محمد عارف رسولی صاحب اکثره لیکنی خاصتا دغه لیکنه دهرچا خاصتا ځوانانواوهغو کسانودپاره چی داحساساتو تر تاثیر لاندی ژرتصمیم نیسی اوقضاوت کوی دلوستلو او زده کړی وړدی ځکه هره پیښه یا موضوع هراړخیزه څیړنی ته ضرورت لری تر څو حقایق تثبیت شی او بیا پری قضاوت وشی دمثال په ډول : یوی جنایی پیښی کی دمظنون دباره دبرات او مسولیت دواړه اړخونو دلایل باید مستنطق او څارنوال او قاضی په نظرکی ونیسی او بیا قضاوت وکړی اویا دیوکار دانجام دپاره امکانات و فرصتونه ، ستونځی او موانع ټول په نظر کی ونیول شی او بیا پلان او اجرات پری وشی اوپه نورو ټولنیزو اوملی مسایلو اودافرادو په اړوند هم باید په هرصورت کی مثبت او منفی خواوی دوااړو په نظر کی نیولوسره ګټور تصمیم ونیول شی اوهم په ګروپیک کارکی دټولو غړو دنظری اوریدلو اوتحلیل کیدلو او نظرکی نیولوسره ضروری تصمیم نیول دبریا او موخو ته رسیدلو دپاره لکه څنګه چی رسولی صاحب لیکلی او راته ښودلی دی غوره اوښه لاروی ځکه بیله هر اړخیز څیړنی او عجولانه تصمیم نیول دخطا سره مخامخ کیدل اوکندی ته لویدل دځان سره لری او منځ ته یی راوړی . . . .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *