خبریال: ساحل منګل – د پکتيا د ځاځي اريوب ولسونو له وسلوالو طالبانو سره د سولې په تړاو د خبرو لپاره له مېشتو قومونو څخه یو کميسيون وټاکه، چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي.
د قومونو استازي وايي، هر ځای چې وسلوال و غواړي ورځي او د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ به روغه جوړه کوي.
د يادې ولسوالۍ قومي مشر محمد انور صديقی وايي، د ځاځي اريوب ولسوالۍ مېشتو قومونو له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له بېلابېلو سيمو څخه ۱۲۰کسيز کميسيون ګمارلی چې له وسلوالو طالبانو سره ه مخامخ خبرې وکړي.
دی وايي وسلوالو طالبانو د اختر په درې ورځني اوربند کې له دوی څخه غوښتنه کړې وه، چې له افغان حکومت سره د سولې او خبرو منځګړيتوب وکړي.
د قومونو استازي وايي که طالبان هر ځای وغواړي دوی ورځي او د جګړې د دواړو خواوو منځګړيتوب کوي او تر هغو به خپلې هڅې جاري ساتي چې مطلوبه پايله یې نه وي ترلاسه کړې.
د اريو ځاځيو يو بل قومي مشر حاجي اکبر خان وايي: نور نو ولسونه له جګړې ستړي دي او ټول زيان ېې يوازې افغانانو ته اوړي نو په کار ده، چې دې جګړي ته نور د پای ټکی کېښودل شي.
دی وايي دولت او طالبان دواړه د ولس اراده او غوښتنې په نظر کې ونيسي تر څو سولې ته لاره هواره شي.
د کوچني اختر په دريو شپو ورځو کې په ډيری ولايتونو کې وسلوالو خپل نرمښت وښوده او د معمول خلاف یې له امنيتي ځواکونو سره په ګډه اختر ولمانځه.
له دې اوربند څخه وروسته مدني ټولنې او قومي مشران نور هم د سولې په خبرو کې دخيل شول او د پکتيا په بېلابېلو ولسواليو کې د قومي مشرانو او وسلوالو ترمنځ د سولې خبرې ګرمې شوې او لاهم روانې دي.
د هغو طالبانو د پاره چه نه غواړی دا ناروا جګړی ته دوام ورکړی ، د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت او ملت د صلحی اووروری غیږخلاصه ده ، ملت او دولت په ګډه د هغو سره د تفاهم لار مخکی بوزی ، د حکومت، د منطقی د ولسونود مشرانو ، او علماؤ ګډ مسؤلیت دی چه د داسی طالبانو سره د صلحی د تفاهم د پاره سهولتونه میسر کړی او طالبان ددی ناروا جګړی نه راوګرزوی ، مګر په عین زمان کښی هغه طالبان چه د خپل مؤمن ملت اودولت سره د ناروا او غیر شرعی جګړی نه لاس نه اخلی هغوی طالبان نه دی تروریستان ، رهزنان ، قطاع الطریق او قاتلان دی ، باید هیڅ رحم ورباندی ونشی ، لکه پرون روځ چه دی رهزنانو په قندهار کی دیوه سرک د جوړولو ساختمانی شرکت انجینران تښتولی دی ، دداسی طالب تروریستانو په مقابل کی باید دافغانستان مسلح قوتونه او ملت په ګډه قاطع تصفیوی عملیات مخکی بوزی . دمنطقی د امنیت ، او د صلحی راوستلو په مورد کی د ځاځیو ولسونو مشرانو ابتکارات د افغانستان نورو ولسونو ته د قدر وړ دی، او په دی حکله پیشتاز دی .