تاند- د شمال په څو ولایتونو کې د دوړو توپان د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري جریان لري.
شاهدان وايي، په کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د دوړو توپان دومره شدید دی چې په ډېرو برخو کې یې برېښنا پرچاو کړې او خلک له کورونو نه شي راوتلی.
په څو ولایتونو کې په دې خاطر چې د دوړو د توپان له کبله لارې سمې نه معلومېږي، ترافیکي پېښې شوي خو تردې دمه د ترافیکي پېښو او توپان په وجه د احتمالي مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړای شوی.
شاهدان وايي، توپان مالي تاوانونه اړولي خو لا وختي ده چې د تاوان اندازه اټکل کړای شي.
د توپان ځپلیو سیمو اوسېدونکي وايي چې تر دې پخوا یې په خپل ژوند کې داسي دوړې او توپان نه و لیدلی.
د دوی په باور د دوړو توپان د جنوب په لور روان دی. څرګنده نه ده چې له سالنګونو به جنوب لور ته واوړي او که به همالته ایسار شي.
دمظلومانو غفار خدایه!
موږته بښنه وکړی او خپل تندر او طوفان پر هغه ظالمانو ورنازل کړی چه په اسلامی امت او بشریت ظلم کوی
ربنا اغفرلنا ذنوبنا و اسرافنا فی امرنا و ثبت اقدامنا و انصرنا علی القوم الکافرین