شهید وحیدي /
د مخابراتو د وزیر په فیس بوک پاڼه کې د نویو تذکرو نمونه ښودل شوې چې افغان کلمه پکې نه ښکاري. وروسته له دې چې بهر کې افغانان خپلې تذکرې کاروې نو هغوی یې نیشنلټي د څه له مخې وټاکي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د اکثرو هیواد د تذکرې د کارت په مخه لیکلي چې فرانسوی، جرمنی، هالندی…یا لږ تر لږه لیکې چې د امیریکن سیتیزن. دا به ټولو افغانانو ته لویه سر دردي جوړه کړي. اولسي جرګه وایې چې په ډاټابیس کې افغان او قوم لیکل کیږي نو افغانان خو نه شي کولای د ډاټابیس هاردسکونه له ځان سره وګرځوي. ډاډابیس خو یواځې وزارتو کې وي.
نو که نور نه وي دوه رقمه تذکرې د جوړې کړي یو د افغان له کلمې سره بل ډول بدون د افغان له کلمې سره.
دغه پورته نجلۍ د افغان نجلۍ په نامه مشهوره ده، وروسته له دې به څه ورته وایو؟
که په دې هم سره جوړ نه شول افغان سیتیزن خو دې ولیکې. دا څه وزارت نه دی چې هر بې سواده مقاومت واله ته وزارت ورکړل شي چې مصلحت وشي. په تذکره کې د افغان کلمه نه ذکر کول ټولو ته لوی مشکل جوړوي.
هیله ده چې ټول افغانان خپل غږ پورته کړي.
که مونږ په عمومی انتخاباتو کی برخه وانه خلو او د یوی څوکی لپاره لس کسان کاندید کړو نو پایله او نتیجه به یی همداسی وی. یو به په قانون کی د افغان کلمه باندی شرمیږی او هغه به له رسمیاتو غوړځوی. یو به مونږ ته یهودی وایی ، بل به را ته تروریست وایی ، بل به بیسواده او جنګجو او خشن وایی، یو به زمونږ د زلمیو د کانکور د آزموینی کاغذونه په ویالو او لښتیو کی غورځوی او بالاخره بل به پاچاهی راباندی کوی.
سیاسی قدرت ته ځان رسول یواځی وسله واله مبارزه نه ده ، بلکی مختلفی لاری شته چی یوه یی په پارلمانی ټولټاکنو او انتخاباتو کی د ټولو هیواد والو برخه اخیستل دی. که تاسو خپل نمایندګان او وکیلان په ولسی جرګه کی ولری او ستاسو له حقوقو نه دفاع وکړی بیا به داسی خاینان هیڅکله هم سر را جګ نه کړی چی پر تاسو ملنډی ووهی.
لیکوونکی وروره ستاسی دلیکنی څخه ډیره مننه ، خیر اوسی خپله افغانی ، ملی اووجدانی دنده دي ترسره کړه.
مونږ دښاغلی امیرزی سنګین څخه دوروری هیله کوو چه دپښتنو په تاریخی اسنادو کی ګوتی مه وهه، مونږ افغانانو ته دغه تذکری تر هغه دمنلو وړ نه دی تر څو چه دافغان کلیمه پکی په واضیحه توګه لیکل شوی نه وی
دافغانستان دټولو ښاغلو چارواکو نه هیله کوو چه زمونږ په پخوانیو تاریخی اسنادو ملنډی او ټوقی ونه وهی…
.
ښاغلی سرلوځ مرادزی صیب هم په نورو ویب پانو کی په دي تاریخی سند لاندینی لیکنه کړیده . کور یی ودان
په درناوی
د تذکرې پر لومړي مخ افغان کلمې څخه، نه تیریږو!
سرلوڅ مرادزی 16.01.2014 09:56
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
خوشحال بابا
نن مې د تاجیک میډیا په بریښناپاڼه کې چې د افغانانو ترمنځ د کرکې او بېلتونپالنې په خپراوي کې له څو کلونو راهیسې له بهره دنده لري د یو مشهور سیکټاریست، دریادلي په نوم د « شترهای تان را از شناسنامه های ما بیرون کنید» تر سرلیک لاندې لیکنه کې ولوستل چې « پس از ماه ها گفتگو و کشمکش، نماینده گان شورای ملی متن و شکل و دیگر نکته هایی را که در شناسنامه نمایانده شوند، نهایی ساختند و برای رییس جمهور فرستادند که مهر تایید بر آن بزند. واژه ” افغان ” از شناسنامه برداشته شده است . نام، نام خانواده گی، سن و نشانی و محل تولد و دین در روی شناسنامه به چشم خواهند خورد .
این که کلمه ” افغان ” از شناسنامه زدوده شد، یک پیروزی بسیار بزرگ برای همه کسانی است که به خاطر دور انداختن نام اوغان از شناسنامه های نو، مبارزه کردند و یک ضربه کاری و کشنده است»
همدارنګه د مقالې لیکونکی ملي ارزښتونو او افغانانو ته د یو لړ نورو سپورو ستغو اوکنځلو په ترڅ کې زیاتوي « رستاخیز شانزدهم آذر ( قوس ) سال 1392 در پاک ساختن لکه ننگین نام ” اوغان ” از جبین شناسنامه های نو، نقش بسیار اساسی و تعیین کننده داشت. در آن روز، برای نخستین بار در تاریخ خونین دو صد شصت و چند ساله اوغانستان پنجهزار نفر که بیشتر شان جوانان دلیر تاجیک بودند، به خیابان ها ریختند و فریاد زدند که ” ما افغان نیستیم ! “»
همدارنګه د ژوندون ملي تلویزیون خپرونې هم ددې خبرې پخلی کوي چې د ولسي او مشرانو دواړو جرګو د شخړیزو چارو د حل ګډ پلاوي هم ، د تړلو دروازو ترشا او د غیبي لاسونو په مرسته، د تذکرو پر مخ د افغان کلمې له لیکنې سرغړولی او د افغانانو له دوه غوښتنو یاني د تذکرې پر مخ د افغان او دین د کلمو له لیکنې څخه يي یوازې یوه غوښتنه، د دین په نوم، د تذکرې پر مخ منلې او د توشیح لپاره يي ولسمشر کرزي ته استولې.
لکه څنګه چې ټول خبر یوو، د افغانستان ولسي جرګې د روان میلادي کال د مۍ په ۳۰ مه، په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه چې تذکرو کې دې د قوم پر ځای یوازې د ملت (افغان) کلمه ولیکل شي.
په دې اړه د BBC د هغه مهال په یوه راپور کې لولو « قانون جوړوونکي وايي، په ډېټابېس کې د هر قوم ځانګړنې شته، خو یوازې د تذکرې په کارت کې د افغان ټکی ذکر شوی دی.
د افغانستان د نفوسو د ثبت قانون چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د ولسي جرگې له خوا تصويب شو اوه څپرکي او نهه ديرش مادې لري، چې تر ټولو لانجمنه برخه يې د شپږمې مادې څلورم بند و چې په هغې کې ويل شوي و چې د هر افغان د قام او ټبر پر ځاى دې د افغان ټکى وکارول شي.
د دغه قانون د تصويب پر مهال هم د دغه بند په وړاندې غبرگونونه په ډاګه شول، خو د رايو له کارونې وروسته دغه ماده په بشپړه توگه تصويب شوه.
قانون جوړوونکي وايي، په ډېټابېس کې د هر قوم ځانګړنې شته، خو یوازې د تذکرې په کارت کې د افغان ټکی ذکر شوی دی.»
اوسمهال چې ولسې جرګه کې د نظارشورا د یوې ټاکلې کړۍ په توطیه، ټوله ولسې جرګه یرغمل نیول کیږي او په مشرانو جرګه کې هم داسې کړۍ د ولسې جرګې پخوانۍ پریکړه له منځه وړي او بیا په ګډه د تذکرو پرمخ د افغان کلمې لیکنه غورځول کیږي، دا په حقیقت کې د افغانیت په وړاندې یوه کودتا ګڼل کیږي چې روسته نور ابعاد به يي هم یو په بل پسې ورو ورو راڅرګند شي!
دا د سیکټاریست دریا دلي د څرګندونو خلاف چې وايی « پنجهزار نفر که بیشتر شان جوانان دلیر تاجیک بودند، به خیابان ها ریختند و فریاد زدند که ” ما افغان نیستیم ! “»
د لاریون او افغان ضد نارو پایله نه ده، بلکې په ولسې او مشرانو جرګه کې د نظارشورا د کړۍ، پلان شوې توطیه ده چې سرچینه يي له هیواده بهر پيلیږي. په دې توطیه کې له نظارشورا سربېره، چې ښکاره د دریځ پر سرنڅیږي د ایران او پنجاب لاسونه هم له ورایه څرګند دي.
د افغان او افغانستان نوم په سیمه کې د ایران او پاکستان په زړه تور داغ دی اوغواړي د نظارشورا او په ولسې او مشرانو جرګه کې يي د خپلو نورو لاسپوڅو په مټ د سیمې له نقشې وتوږي.
که په ولسې، مشرانو جرګه او حکومت کې ددغو پردیو دېره تالي څټې نه وي، څنګه کېدای شي د افغانستان د یوې وړې درې لکه پنجشیر یو څو ډاکوان دې د افغانستان په برخلیک لوبې او جوارې وکړي!
که څه هم په ښکاره داسې ښکاري چې د افغانستان په حیثیت ، راتلونکې او تاریخ لوبې چې نظارشورا او په دولتي واک کې نوره شریکه مافیايي مخته وړي د ولسمشر کرزی له پام او سترګو لیري وي، خو ددې سناریو ټولې برخې یو په بل پسې د کرزي د واک په مهال او دده تر چپن لاندې ترسره کیږي، هیڅوک دا نه شي منلای چې کرزی دې ددې لويي توطيي له بېلا بېلو پړاوونو، نه وي خبر!
اوس چې د ولسې جرګې او مشرانو جرګې لوبغاړو د سریال روستۍ برخه ولسمشر کرزي ته استولې، افغان ملت به وګوري چې کرزی د دوی له برخلیک سره څه کوي؟
که کرزی هم له افغان نوم سره ورته جفا وکړي او د نظارشورا په پل قدم واخلي، پریکړه به يي افغانان ونه مني، هسې به په تاریخ کې خورا بد او تور نوم پریږدي او تاریخ به د نورو په سر کې له کرزي، پوښتنه وکړي!
همدا نن که نظارشورا او د هغوی ایراني او پنجابي ملاتړي، د افغان په کلمه راایسار نکړای شي، نورې توطيي هم یو په بل پسې راروانې دي.
چې افغان کلمه حذف شوه، د افغانستان نوم خپله بې دروازې قلا پاتیږي او دوام ته يي اړتیا نه لیدل کیږي.
د افغانستان د پیسو نوم افغانۍ، ملي سرود، ملي اصطلاحات، عسکري نومونه، د افغانستان خپلواکي، تېر تاریخ ، ویاړنې او ملي اتلان ټول تر نقشې لاندې دي!
ناپوه اکثریت او خاین اقلیت، تل د سراښو ګاونډيانو او د افغانستان د بدخواهانو د لاس اله ګرځي!
موږ د تذکرو پر لومړي مخ د افغان کلمي لیکنه غواړو او له دې څخه، نه تیریږو!
نه تیریږو !
نه تیریږو!
پای
الله ج دی هر هغه څوک چی د افغان له کلمی سره مخا لفت کوی او هر هغه څوک یی چی ور سره منی ټول تباه بر باد او هلاک کړی
ملګريه، که چېرته ستونزه را پيدا شوه چې افغان نه يې هلته ډيتابيس شته،او کولی شې چې ستا افغانیت او نه افغانیت معلوم کړي. مننه
اول خو دغه خبره دافغان دخولی نه ده
کله چه زه په خپل ملک کی خپل افغا نیت اونه افغانیت په دیتابییس کی لټوم، هفه هم په ډیرو ستونزو، اورشوت ورکولو سره، ځکه په دیتا بیس کی به راته هم دغه دافغان دکلیمی ضد مامور صیب ناست وی، نو چه کله زه په بهرنی هیواد ته دڅه کار لپاره لاړ شم نوهلته به زه څه وایم چه زما نیشنلیتی ولی په تذکره کی نه ده لیکل شوی؟
وطنوالو مبارک مو سه.
د کارت پر مخ په پښتو او دری او پر شا یې په انګلیسي په غټو ټکو د “افغانستان اسلامي جمهوریت، د تابيعت تذکره” ليکل د تابيعت پوښتنه ښکاره حلوي.
لس کاله وروسته مو قسم په خدای نوی زیږیدلی اولاد ته نوم دایرانه راسي ……. دافغان پرځای دتخلص زياتونه ددې اولس سره ښکاره دښمني ده ……. بیله دافغان دنامه څخه ودې ته پیژندپاڼه ویلای نه سو ځکه دپیژندنی ګډ ملي نوم نسته پکښې ……..ه
د افغان نوم چی د راتلونکی تذکره کی ختموی دیر زیاد مشکل به جور کری .الله پاک دی دا د پشتنو دشمنان و شرموی بل کوم مقصد نشته غواری پشتانه له هری لاری سخه مشکل ورته جور کری.گرانو ورونو راجیگ شی دا کار قبول نکی دا لندغر اوس غواری چی زمونگه دا تاریخی د ملیت نوم ورک کری
د بريال ورور ليکنه کې ټول مطلب پروت اود ټولو د ملاتړ وړ ېې ګڼم
اسلام علیکم ورونو
اول ځل خویی د اسلام نوم هم د تذکری څخه ایستلی وه ویل یی چه داقغانستان اسلامی جمهوریت بس دی
وروسته یی اسلام ور اضاقه کړ د دی لپاره چه مسلمان پاته کیدای شی خو افغا ن نوم دیر خاطرناک دی ځکه یی افغان تری ایستلی دی ، که څوک په خارج کی بندی شی ورته وایی به چه د افغانستان اسلامی جمهوریت د قچاق په جرم بندی دی دا محترم مسلمان هم دی زما خو په د دولت او شورا هیڅ سر نه خلاصیږی ،مونږ برقی یا برښنایی کارت ته هیڅ ضرورت نه لرو هغه پخوانی تذکره ښه دی پرادی جاسو سان هره ورڅ نوی مشکلات جوړوی او حکومت هم د هغوی په لاس کی دی اصیلو افغانانو ویښ شی کنه بیا به ارمان کول فایده نه لری ن
افغان خپل افغانیت نه مني !!!
په نړئ کی داسی قام به مو لیدلای وي چه خپل پیژندګلوی نه منکر وي ؟ داسی زوی به مو لیدلای وي چه خپل پلار نه منکر وي ؟ داسی خلک هم شتون لري چه په یوه هیواد کی اوسي ، د هغه هیواد ټول مالي او ملکي امتیازات تر لاسه کوي ، د هغه هیواد ټول ثمر او میوه خوري ، د هماغه هیواد په پاسپورت او په پیسو ټوله نړۍ کی چکر وهي خو بیا هم د همدی هیواد د نوم نه یی منکر دی ؟؟؟ داسی کس ته به څه نوم ورکوو ؟
د مخابراتو وزیر ښاغلی سنګین خوار افغان ته دا زیری ورکړی چه د افغانستان ولسي غوجل ( پارلمان ) کی ناست څاروو او په څلور پښو روان حیواناتو د افغان کلمه د افغان د پیژندپاڼو ( تذکرو ) څخه حذف کړی ! سوال دا مطرح دی چه د افغان تذکره کی افغان نشي لیکلی نو بیا د افغان شناخت په څه مانا ؟ دا دومره ملیاردونه ډالر مصرف په څه مانا ؟ دا ملیاردونه ډالر مصرف تش په دی باندی کیږي چه د افغان نه د هغه اصلي افغاني هویت لری کړي او یو مجهول هویت پری ور وتپي ؟؟ د اساسي قانون له مخی د افغانستان هر اوسیدونکی ته افغان کلمه کارول شوی نو بیا څنګه د همدی افغان تذکره کی د افغان کلمه لیکل حرام ګڼل کیږي ؟؟؟؟؟ لیونتوب نور څه ته وایي ؟ یا خو اساسي قانون باطل دی او یا دوی شنه خره دي !
مهم ټکی دا دی چه که ملیت نه ذکر کیږي نو بیا د تذکری هدف باطل دی ځکه چه تذکره د یو کس ملي پیژندګلوی ته ویل کیږي . چه ملیت ځنی لری کړی نو بیا تذکره د څه شی ؟؟؟ بیا خو هویت پخپله مجهول شو !
کرزی ، د هغه غوجل پارلمان او بی سواده سقاوي وزیران دی افغان ته ځواب ووايي !!!
په مثال کی ما د المان هیواد د تذکری نمونه وړاندی کړی چه هلته ملیت المانوي (Deutsch)
ښکاره لیکل شوی نو بیا افغان ولی نه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د اوسنی تذکری تر شا دسیسه څه د ه؟؟؟
د اوسنۍ تذکری جنجال د ایراني اخوندانو او د هغوی تنخواه خورو مزدورانو لخوا په ولسي جرګه کی مطرح شوی او د ملیونونو ډالرو په مټ یی د ولسي ( پارلمان ) بی ایمانه او بی ضمیره وکیلان د کچالو په بیه اخستي !! دوی په لوی لاس هڅه کوي چه افغان او افغانستان متنازعه کړي . د افغانستان د تجزیی او د تخریب پروسي په لړ کی دا دوی یو مهم ګام دی . دا ډیر د خندا وړ خبره ده چه د یوه هیواد د تابعیت په تذکری کی د هماغه هیواد د ملیت نه انکار وشي !!! چه د ملیت نه انکار کوی نو بیا تابعیت د څه شي اخلی ؟ ایا په المان کی به څوک دا سوال مطرح کړي چه د الما ن د تابعیت په تذکری کی المانوی ولیکل شي او کنه ؟ فرانسه به د فرانسوي نه انکار وکړي ، امریکا به د امریکایی نه انکار وکړي ، بریطانیه به د بریطانوي نه انکار وکړي ؟ دوی به دا راز خلک د لیونیانو ځانګړي روغتون نه ولیږي ! خو موږ دا راز لیوني سپیان نه یواځي آزاده پریښودلی چه زموږ د ولس د برخلیک سره لوبی وکړي بلکه پارلمان ، وزارت او ولایت ته مو هم رسولي !!!!!!!
د افغان کلمه خو پرونی نده ، دا خو د پیړیو تاریخ لري او بیا په اساسي قانون کی په ښکاره ذکر شوی چه په افغانستان کی میشت ټول ولسونه ( پښتون ، تاجک ، ازبک ، ترکمن او نور ) د افغان په نوم او ملیت یادیږي . دا خو د افغان ملت او افغانستان د وجود هسته ده . دوی غواړي چه په همدی هستی باندی مرګونی ګوزار وکړي ! کله چه طالب اساسي قانون نه مني نو موږ جنګ ته ملا تړو خو کله چه یو اخوندي لاسپوڅی همدا اساسي قانون په لغته وهي او پارلمان په ایراني تومانو پلوري ، هلته بیا قانون او د قانون ساتونکی ولی چوپه خوله ناست دي ؟؟؟؟؟؟
هههههههههها! ډیره د خندا خبره ده چه د یو قام ملیت دومره سپک شو چه هغه دی په ډيټابیس کی پټ وساتل شي !! ولی افغان کیدل څه ښکنځل خو ندي چه پټ دی وساتل شي ؟؟ د ټولی نړۍ په تذکرو کی ملیت تر ټولو د مخه ذکر شوی وي او د پیژندپاڼه یو اساسي جز دی نو بیا ولی د افغان په تذکره داسی ملنډی وهل کیږي ؟؟ ډیر د شرم او فکر ځای دی چه موږ کومی لور روان یوو !!! ډیر افسوس
په افغانستان کی سیاسي جهالت خپل اوج ته رسیدلی . د یو انسان د تذکری یا پیژندپاڼی دری بنسټونه لري
لومړی د سړی نوم او شخصي ځانګړی مشخصات لکه عمر ، قد ، رنګ او داسی نور
دووم د هغه ملیت یانی څه ؟ لکه فرانسوی ، المانوی ، روسی ، افغان او داسی نور
دریم د هغه ځانګړی جغرافیه چه دی پوری اړه لری یانی هیواد
دا هغه دری بنیادی ټکی دي چه د هر اروپايي هیواد په تذکره کی تر سترګو کیږي نو بیا د افغان په تذکره کی دا جنجال ولی جوړ شوی ؟؟
گرانو ورونو زما سلامونه او نیکی هیلی ومنی :
زه پردی خبری ډیر خواشینی یم چی د هویت په تذکرو د افغان کلمه نه لیکل کیږی ، یو څو لاسپوڅه ، بی غیرته د ایران نماینده گان پر خپل هویت شرمیږی او د ایران هیواد فرمایشات پر موږ باندی عملی کوی ، ورونو پردی انترنتی بحثونو څه نه کیږی ، الله ( ج ) دی پدی پښتنو کښی یو ریښتینی خدمتگار پیدا کړی چی لاس په لاس عملی گام پورته کړو. انشاالله
Salam
Razi chi toll sara ratoll show aw da Afghanistan Afghanistan kro da dal bazi aw chapaol awrak kro toll hagha. La khapali khawri awrak kro chi sok afghan awrakawe aw ya pa afghaniat sharmizi.
Hayatullah. Ghazni Afghanistan
زمونژاستازي چي په اولسي اويامشرانوجرگه كي دي متاسفانه درست استازي توب نشي كولي اوزمونژراتلونكي ته خندجوروي حتي ديو چوعادي اشخاصو نظرونه ته هم غوژنيسي پس بله ورج به دافغانستان كلمي ته هم بهاني جوروي
دافغان کلمی نه ذکر کول دا معنا لری چی موږ افغانان به له ځان سره دتذکری تر څنګ یو بل داسی سند هم ګرزوو چی هغه زموږ ملی هویت ثابت کړي، ځکه دا کارت خو نه شی کولی موږ د افغان په نامه دنیا ته ور وپیژني، نودداسی یو ناقص سند ګرځول له ځانه سره کومه ګټه نه لری، هیله مند یم چی په دی هکله دقیق فکر وشی او تر دوباره غور وروسته یو درست سند افغانانو ته ورکو ل شی.
په دی باره کی وطن اوفغانیت دواړه داسی وایی:
نه می چانه توقع شی نه په چا باندی ډاډه یم
زه می خپلوغــدارانو له دنیا نه ګریزان کړم