تاند- د هند پولیس وايي چې د دغه هیواد په پلازمېنه نوي دیلي کې پر یوې افغانې کم عمره نجلۍ په خپل کور کې جنسي تېری شوی دی.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، دا پېښه د پنجشنبې په ماښام شوې ده.

ده وویل: پر دې دوه نیم کلنې افغان ماشومې د ماښام په شپږ بجې په خپل کور کې جنسي زیاتی شوی دی. ماشومه روغتون ته وړل شوې او ویل کېږي چې له مرګه ژغورل شوې ده.

د دغه پولیس چارواکي په وینا د مجرم د نیولو لپاره هڅې پیل شوي دي.

تېر کال په هند کې د طب پر یوې درویشت کلنې محصلې ډله ییز جنسي تېري په هندوستان کې په پراخه پیمانه غوسه وپاروله او حکومت مجبوره شو چې د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکو ته په قوانینو کې سزاوې سختې کړي.

4 thoughts on “په ډیلي کې پر یوې افغان ماشومې جنسي تېری شوی”
  1. د هند حکومت باید د ددي پيښي پلټنه وکړي او مجرم ته سخته سزا ورکړي ځکه داسي پیښي کیداي سي نوري هم زیاتي سي او د دي پیښو
    په مقابل کي به د هره طرفه عکس العمل ډير شدید وي
    سردارمحمد(مهربان) د ترکيي د انقري د ښار په میټو پوهنتون کي د انجنیري پوهنځی زده کوونکی

  2. نظر:

    خبر دردونکی و، خو نیمګړی. دلته یوه ډيره مهمه پوښتنه بې ځوابه پاتې شوې او هغه دا چې تیري کوونکي څوک و؟ هندیان و که د نجلۍ کوم خپلوان؟ د دې پر ځای چې دوه ځله یوه خبره وشي ( خپل کور کې پرې جنسي تیری شوی) باید پورته پوښتنه ځواب شوې وای. د خبر په حواله مجرم پیژندل شوی، ځکه د نیولو هڅې یې روانې دي. خو رسوا شوی نه دی، حتی دومره نه دي ویل شوي چې څوک و؟
    دا خبر ژباړل شوی دی، که اصلي خبر کې د تیري کوونکي په اړه څه معلومات نه و، نو باید نورې مراجع پلټل شوې وای. یا لږ تر لږه دومره ویل شوي وای چې د تیري کوونکیو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
    یادښت: دا زما شخصي نظر دی، خوا بدي نشئ

  3. Da hind hokomat bayyad che mujrimin zar tar zara qanon ta rakash aw sakhta zaza warkri tso beyya dasi kakr , dasi wahshi kar wanakri, ka har tsok wi…..aw da afghanistan hokomat bayyad che kphal nazar ham wrande kri…

ځواب ورکول Sardar mohammad mehraban ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *