بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله  رب العالمین ، والعاقبة  للمتقین  ولا عدوان  الا علی  الظالمین ، وصل وسلم  وبارک علی نبینا نبی الرحمة  محمد صلی الله علیه  وسلم  وعلی اله  وصحبه  اجمعین . وبعد :

یقول الله  عزوجل في  محکم  کتابه  و هو اصدق القائلین .

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾(سورهٔ حجرات-آیهٔ ۱۰)

د افغانستان  مظلوم او رنځیدلی اولسه !

د خوښۍ ځای دی چې  له  ډیرو  کړاوونو او مشکلاتو وروسته   په خپل هیواد کې  د سولې د ټینګښت او جګړو او شخړو  د پایته رسیدو  لپاره د  افغانستان د قضیې د ښکیلو اړخونو ، ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې لخوا  د  سوله ایزو  هڅو او هلو ځلو شاهدان یو

له خدای  جلا له څخه غواړم  چې  دا هلې  ځلې  زموږ  د هیواد  او ولس  په ګټه  تمامي شي او زموږ د ملي  او اسلامي مصالحو او ارزښتونو سره  په تطابق او برابري کې سرته  ورسيږي  او نور مو  له هیواد څخه  د شخړو  ، مخالفتونو او جګړو  لمنه  د تل لپاره ټوله  شي .

په  هیواد  کې د سراسري سولې د ټینګښت  لپاره چې کومې هڅې پیل شوې  دا موږ  یو ښه  اقدام  ګڼو او که   په صادقانه او مخلصانه ډول پر مخ  یوړل شي ډير امید سته  چې ښې  پایلې به ولري .

د دغو هلو ځلو له جملې څخه  چې دوې اوونۍ  وړاندې  په اسلام اباد کې  څلور اړخیزه  غونډه  جوړه شوې وه او د هغه په تعقیب  بیا  په کابل کې جوړه  شوه   د صلحې  د متوقف  مسیر  د جاري کولو لپاره  یوه مثبته کړنه  بللای شو .   

په یاده غونډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو پر مرستیالانو سر بیره د چین او امریکا ځانګړو استازو هم  برخه لرله او دا هغه څه دي چې  د یادې غونډې د موثریت او موفقیت چانس یې تر نورو غونډو ډیر زیات کړی دی .

داسي ښکاري چې نړیواله ټولنه اوس مصممه ده او اراده لري چې نور باید په افغانستان کې شخړو او جګړو ته د پای ټکی کښېښودل شي او ټول افغانان خپلې ستونزې د تاوتریخوالې پر ځای د ډيالوګ او خبرو له لارې حل کړي .

د سولې په تړاو په کابل او اسلام آباد کې څلور اړخیزې غونډې او په هغو کې د چین او امریکا مشارکت  دا امیدواري زیاتوي چې نړیواله ټولنه  افغانستان ته په ډيراهمیت ګوري او غواړي  چې افغاني لانجې ته  نورد پاي ټکی کښیږدي .

که څه هم چې تر اوسه پوري د اسلام اباد او کابل د غونډو جزئیات نه دي را څرګند شوي ، خو په مجموع کې موږ ويلای شو چې د دروانو غونډو اساسي موضوع او اجنډا په افغانستان کې د دائمي سولې د ټینګښت او له طالبانو سره د مخامخ خبرو په څرنګوالي متمرکیزه ده .

ګرانو اوعزتمنو هيوادوالو ! 

سوله زموږ د بشري ژوند لپاره یو حیاتي ضرورت دی ، د دې ضرورت د پوره کولو لپاره هر ډول هلوځلو او خود ګذري، تحمل، صبر او تسامح ته ضرورت دی

که موږ او تاسو د بشري تاریخ تیرو ادوارو او وختونوته نظر وکړو په نړۍ کې اکثریت جګړې او لانجې ټولي د خبرو له لارې حل وفصل شوې او په کوم ځای کې چې د جګړې ښکیل لوري  د خبرو او تفاهم پرځای زور زياتي، تشدد اوجګړې ته ترجیح ورکوي هغه له لسګونو کلونو راهیسې هم  همداسې لاینحله او په مشکلاتو کي پاتې دی او نور به هم پاته سي .  

د اوسنۍ نړۍ  د دغو لاینحلو  او مشکلو لانجو له جملې څخه یوه هم  زموږ د هیواد موجوده لانجه ده چې  تقریبا له تیرو څلورو لسیزو راهیسې زموږ بيچاره اولس ترې درديږي، کړيږي او زوريږي او کشاله ورځ تر بلې پيچيده اوستونزمنه کیږي .

درنو او قدرمنو وروڼو !

 پکار ده چې دسولي او مذاکراتو په بهير کښي يو ښکاره او څرګند حقيقت په پام کې ونیول شي او هغه دا چې جګړې او شخړې د انساني عمل ثانوي غبرګون دی ، انسانان  له اصله یوله بل سره د اُنس او محبت لپاره پیداشوي دي نه دجګړو، شخړو او لانجو لپاره ، نو کله چې د انسانانو ترمنځ جګړې، مشکلات او لانجې پيدا کیږي هغه به حتما خپل مسببیات او لاملونه لري .

د نړیوالې ټولنې په نوښت چې اوس د افغاني لانجې د حل په اړه کومې هلې ځلې پیل شوی که په دغه کوښښونو کې اساسي غور د جګړې پر وجوهاتو او لاملونو باندې وشي او د هغو د له منځه وړلو لپاره لازم اجراآت او کړني تر سره شي ، نو باور لرم چې  د دغه سوله ییزبهير او تسلسل د بر یالیتوب لپاره به تر ټولو اغیزمن ګام  وي .

د افغانستان د لانجې ټول اړخونه او اطراف  باید  د نړیوالو له  لورې دغه  سوله ییزې هڅې او کوښښونه د خپل ځان، اولس او هيواد له پاره  یو ښه چانس او فرصت وګڼي  او ور څخه  پرخپل وخت ډيره اومثبته استفاده وکړي .

که د افغان لانجې اړوند او ښکيل لوري  دا چانسونه او فرصتونه بیاهم غیر مُعتنی به او غیرمهم   و بولي او د تیروختونو په څیر یې هسي تير او ضائع کړي بیا به مو خدای مکړه  په هیواد کې کورنۍ  جګړي پیل او د تیرو کلونو په څیر به په هر ولایت او سیمه کې  زور واکان او جګړه ماران مسلط  وي، او لکه حالاٌ چې يې موږ ډیري بیلګې او مثالونه په خپل هيواد کي وينو او همدارنګه يې  د نړۍ په نورو هيوادونو په تيره بیا په اسلامي هيوادونو کښي ډير وينو لکه عراق، سوریه، يمن او ليبيا چې روانو شخړو او بلو اورونو ته يې اوس نه خپل وګړي او اولسونه د حل لارې چارې پيداکولای شي او نه نړيواله ټولنه قادره ده چې هلته بل شوي اورونه مړه کړي، چې نقصانونه اوضررونه يې ورځ تر بلي اضافه کيږي.

 زما په آند چې بیا به هیڅکله هم هغه اولسونه ونه توانيږي چې دروانو جګړو څخه د ورپيښو زيانونو او تاوانونو تلافي او جبيره دي وکړلای شي، همداشاني په عين شکل او مثال زموږ اولس او هيواد دی  اوخدای پاک لره دي شکر وي  زموږ لپاره اوس لا هم  نسبتاٌ وخت د چارې دی، نو بناء پر دغو ښکاره او مشاهده دلائلو بايد د افغانستان دروان کړکيچ متقابل او ښکيل لوري نور ډير فکر او پام وکړي او په جاري مذاکراتو کې په ډير احتياط سره خپل ګامونه د هيواد او اولس دعمومي ګټو او ملي منافعو پر اساس اوچت کړي، زه فکر کوم نور زیات د هر لوري د جانبه د افغان قضيی سره بې پروايې کول داسي مثال لري لکه خپل ځان او خپل اولس چې د هلاکت او تباهي کندې او کوهي ته ور غورځوي .   

محترمو او وياړمنو افغانانو !

جرګې او مرکې  خپله  د اصیلو افغانو خاصیت او خوئ دی ، افغانانو تل خپلې شخړي او کشالې د خپل منځي جرګو او مرکو په وسیله حل کړې دي، اوس چې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته عزم او اراده کړي ده او د سوله ییزو غونډو دائرولو لړۍ یې پیل کړې ده، نو افغانان باید دا کار د خپل ځان لپاره یو ښه چانس او مناسب فرصت وبولي او د قضیې ټول اطراف تري مناسبه او زياته استفاده وکړي .

په پای کې له  قادر  او متعال خدای جل جلاله  څخه  غواړو  چې   هیواد  او هیواد وال مو  نور  د جنګ ، ویراني  ، او اختلافاتو  له شره  وژغوري، او ټول  افغانان   د صلحي  ورورولۍ، ثبات ، آزادۍ او  ملي وحدت  په فضاء کې  سره  راټول کړي او  د سوکاله  او خوشاله افغانستان  د ترقي او ودانۍ  لپاره کار  وکړي .

والسلام عليکم ورحمةالله وبر……….

ملا اغاجان معتصم د طالبانو داسلامي تحريک د سیاسي شورای  پخوانی مشر ورور مو

۱۴۳۷/۴/۱۰هـ ق

۱۳۹۴/۱۰/۳۰هـ ق

 2016/01/20م

203 thoughts on “په کابل او اسلام اباد کي د سولې د مذاکراتي غونډو په هکله د ملا معتصم اغاجان پیغام‎”
  1. یره معتصم صاحب نه مو ورور یې او نه هم خپلوان
    هیله ده چې د خپلې مقالې په پام کې د (ورور) کلمه ونه کاروی
    د سر په سترګو ورته ګوري چې پاکستان د طالب په نامه زموږ وطن در په در او خاوري پر سر کړ او تا ته یوه ورځ د افغان ماشوم او افغانی ښځې درد سترګو ته و نه درېد
    لږ له الله ویره وکړه او لږ د خپلو اولادو درد او تکلیف احساس کړه
    تا ته خو ټول حقیقتونه معلوم دی او ښه پوهېږي چې ای اس آی زموږ په ګران افغانستان کې څه غوبل جوړ کړی دی

    الله پاک دې د هغو مور غم در ووینی چې زوی یې سهار د دری دانو وچو ډوډیو په تمه له کوره ورتلی او بیګا یې مور ته شهید را وړی

    اخ اخ طالبانو!!!

  2. اغاصاحب اسلام علیکم …وروره هغه خلک چي دټوپک درځ او دمرمۍ سپېلکی یی نه وې اورېدلی هغه څه پوهیږي چی درد څه دی چاچي دماشومان ژړا دڅرخکو په ترپا کې نه وی لیدلی اوحس کړي هغه څه پوهیږي وروره دخدای لپاره اوددې ملت لپاره دسولی کوښش او داسلامی امت دیولی اوساتنی کوښش وکړي له څیري دې ډیر متاثیرشوم چي زوړ امارت رایاد شو .الله پاک مو وساته .
    امین الله میوندوال

  3. وروره تاسو طالبان توپک کښیږدی بس داخپله سوله ده ستاسو څه مری پردې بچان مو په ورخوشی کړي مری هم دبل زوی اوستړی هم دبل زوی ستاسو څخه بس همدا هیله

  4. الله پاک دی خیر درکړی بس داهم ښه خبردی موږ سره په دې اړه ډیره زوره اندېښنه داوه چي یاالله یو لوری خوپه طالبانو کې داسی پیدا کړي چي سیاسی بصیر او پوهه ولری ترڅو نورله جګړو خلاص شوخوتاسو مهربانی کړي چي یو ښه پرځای قدم دي اوباید افغانان دهمدې ښکېلو اړخونو له مداخلی څخه استفاده وکړي اوس نو ته په دې اهمه خبره توپک وال وروڼه پوی کوه خو کیدای سی پوی شی .

  5. اوس به نو طالبان خپله مینځنی سوله کوی اوکه خارجی او که دولتی ؟
    تاسو اوس له ځانه څه جوړ کړو چي داسی څوک نشته چي ستاسو ګیروان ته یی لاس نه وی دراچولی اویایی ستاسو په ګیروان کې لاس نه وی بند تاسو په خپل صف کې وګوره ستاسو ورکه شوی خوتاسو پرې نه پوهیږي

  6. وی بې عقل په بل دونی نه کوی لکه په ځان (دریځ صیب ) رښتیاهم دې خبرې ته مې ایله اوس ورپام شو داسی سیاسی ډله نشته نه په مذهبیانو کې او نه په نوروسیاسیون کي چي دطالب سره ټکر نه لری دوی له چاسره سوله کوی موږ پرې نه یو خبر؟

  7. اسلام به بری راوړي دچا دښمنی او دوستی ته ضرورت نه لری ستاسو حکومتونه مو هم لیدلی چي په لس کاله کې شل پاچان سره تیروبیر شول

  8. چاچی دخوږو خوند نه وی کتلی هغه پرې څه پوهیږي ماپه ډیر غور ددې لیکنی هره فقره را وکتله خودایو څو جملی مې دځان اوګړیدلی ملت لپاره دمرهم اوپټۍ په څیر انتخاب کړی لکه چي وایی :
    پکار ده چې دسولي او مذاکراتو په بهير کښي يو ښکاره او څرګند حقيقت په پام کې ونیول شي او هغه دا چې جګړې او شخړې د انساني عمل ثانوي غبرګون دی ، انسانان له اصله یوله بل سره د اُنس او محبت لپاره پیداشوي دي نه دجګړو، شخړو او لانجو لپاره ، نو کله چې د انسانانو ترمنځ جګړې، مشکلات او لانجې پيدا کیږي هغه به حتما خپل مسببیات او لاملونه لري .
    دچاجی پیشه جنګ وی هغه دسولی له کرامته څه خبر دي اوس یی دجګړماور اومجاهدینو په غوږنو کې داورکړي چي دوی سوله غواړی سوله څه ده نبی صلی الله علیه وسلم هم په داسی سوله کړی اوس نوکه دنبی صی لله علیه وسلم له سولی په دقیق انداز خبرشی دجنګ نوم به نه واخی .

  9. اسلام لا اوس دومره کوڼ او ړوند نه دی راځي چي ددې قرانی حکم اصل وڅیړو مفسیرین شته اوتفسیرونه شته
    ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾(سورهٔ حجرات-آیهٔ ۱۰)

  10. جهاد دشخصیتونو له نظر یو ډول ارزیابی کیږي چي هغه اصل اوتعبیر ډیر کشش لرونکی وی مخاطب په ایمان اووجدان وډاره وی ،خوداشخاصو مینه له جهادسره دیوڅه اهدافو اوشخصی سپمولامله وی مګردوی نه شی کولای چي داسی تعذیبونوته سر ټیټ کړی خو مادې ته اړباسی البته اوس هرڅوک پوی شوی چي جهاد فرض دی مګرچرته دچا په لاس ترکومه برید له چاسره خوښه نتیجه به یی ځکه سوله وی چي هسی بیرته به دمجاهدینو خط سیرته ورګرزونو چابیا اولی اوس نه .

  11. خیرما هم دایوه فقره په کې خوښه کړه چی رښتیاهم دهرجنګ وروستی حالت سوله ده که چرته دوه لوری ښه سره وخرپوی بیاهم به سوله کوی ترهربریده که دغچ اوانتقام سلسله جاری وساتی خوپای یی سوله ده نوالله دی وکړي چی طالبان رښتیا دی سولی ته حاضرشی اواشرف غنی هم لږ په خپل ګیروان کې وګوری .
    ددې اعلامی یوه فقره چي زما خوښه شوه هغه داده :
    که موږ او تاسو د بشري تاریخ تیرو ادوارو او وختونوته نظر وکړو په نړۍ کې اکثریت جګړې او لانجې ټولي د خبرو له لارې حل وفصل شوې او په کوم ځای کې چې د جګړې ښکیل لوري د خبرو او تفاهم پرځای زور زياتي، تشدد اوجګړې ته ترجیح ورکوي هغه له لسګونو کلونو راهیسې هم همداسې لاینحله او په مشکلاتو کي پاتې دی او نور به هم پاته سي .

  12. طالب اوسوله
    اور او اوبه
    دمسعود بې چاره نفس ووتی چی ویل باما سوله بکن… حکمتیار خو بی چاره په سوله کی تنظم ټول ختم شو چی په همدې هیلې سره یی له طالب سره دیوې نه تمامیدونکی جګړې اعلان دشمالی کوټوالیانو همږغی کړی چي طالب هیج کدام وخت نه مې خواهد .نواوس چرته یاره زړه ته خومې نه ولیږیي خطاباسی به مونه .

  13. لاس راکوه دمینی یاره
    څو ورځی مخکې هم یوه لیکنی دتاند په پاڼه مې ولیده خوراه ډیره بدرګه شوی وه کله چي مې په تصویر کې سترګی په ضعیف صیب ،متوکل صیب اواکبراغاولګیدلی نوبس دامصری رایاده شوه چي معتصم اغا هم یاره سره لیکه کړو کیدای سی دنوی انقلاب زمزمه یی په نیولی وی
    مګردسولی په خبره خوشحاله شوم اوزړه ته مې ځکه ولویده چي یادکسان هم اکثریت لری اوه فکری استعداد کیدای سی .

  14. وروره که طالب نه وای نن به دې انا فارسی ویله خواس یی دانګریزی احتمال شته

  15. امارتی ولی له لیکی ووتلی دمجاهدینو سره بېباکی نه ده ښه کار دنظرتبادله وه خواوس به دې داسی خبرې درته وکړی چی ټول مشران به په بی عزته کړی اوداشرعی خبره ده چي چاته سپکی سپوری مه کوی بیایی دوی تاسو یاستاسو مشرانوته کوی .سوله هم دبل په لاس کی ده اوجنګ هم خوترمابین موږ اوتاسو سره خورو.

  16. یاره له موږ سره یی هم ولچ که چندانی غم وی خو شوروا ته مو شوکیږي چی په کومه خواکې به هو چي غم مم په کې نه وی .

  17. زموږ خانه غرقه سوه اومعتصم اغا لا روجنل ځوان دي عیشق یی وکی په خالق تعالی وروره موږ ستاسو له خوا په هغه قران کی درماته کړو ګرسره نامیان یاست نه انګریزی درسره کچلای شی نه شمالیان وم پوهیږم چي ماتی مو ورکړی کنی دسولی والاهم نه دی .خوکه له تاسی راختاسوه نوپوسه چی بیا یی دجوړیدو والا نه رامعلومیږي اغاصیب شناخته یم خووبه مې نه پیژنی وخت تیرسوی دي .بس وروره سوله سوله راوله دادی هرڅه دی طالبانو خو دادی اوس په خپلو کې سره مړه کړه

  18. یوځو دپام وړ خبری
    سوله حطمی ده هغه کړي چی دجنګ لوری تعقبه وی کیدای سی وروسته پښمان شی ځکه چي داجګړه نړیواله ده روسان هم ددې جګړې له عواقبو اوپټو اهدافو ویریږي اوچین هم داچی نن په ټوله اسیاکی اقتصادی ناورین پیښ دی داټول ورانی دچین نه زغمیدونکی اقتصادی ته دي اوس چین په دې مجبوره شوی بله پلو روسان د داعیش نا څرګند هدف چي مخه یی کیدای سی روسیه وی ډیرپه خطرکې ده له سوریی یی کارراپیل کړي یوه یوه ورځ دپاکستان باډر وتړل شی په هیواد کې ارامی راځي نوری خبری پای ته رسیدلی سوله هسی یو نمایشی نوم دي صرف اوس خبرپرډیورنډ روانه ده چي کوم لوری ته اوترکومې اندازی او وخته .

  19. سوله ځنګ وشی
    حکمتیارصیب بیا دسی وایی:
    بهرني ځواكونه د جگړي د پيل او ادامې باعث دي؛ نه د جگړي د پاى ته رسېدو او امنيت راوستو عامل، پر پرديو ځواكونو متكي ډلي د خپل ولس او هېواد دښمنان دي نه خواخوږي او دوستان.

  20. راشی فسبوکیانو ټول وخت مو تاداسی وکو ماداسی وکو
    له مشرانو شکایات کوو غندوو یي بد رد ورته وایو؛ چي هغوي د انګریزانو په لمسون یو له بله سره خوري خو خپله د دې په ځاي چي د انګریزانو له شبکې ځانونه خلاص کړو د خپلو اړیکو لپاره مستقله شبکه ایجاد کړو هغه د انکریز په شبکه کي نه سره پریږدو، نر مو هغه وي
    چي ښې ای ډیاني بندولاي شي.
    مادا سی خپرونی نشرولی اخیریی ایډی رابنده کړه غرق شی چي په دې بوی شی چي څوک حقیقی کار کوي زیاته یی له صحنی لیری کوی
    موږ په فیسبوک نه سره جوړیږي تاسو به په هیواد سنګه سره جوړ شی .

  21. دامریکا پریکړه او جګړه همېشه له ستخت ظلم وروسته وی لکه په ویټنام کې
    تاسی فکروکړئ په ۱۹۶۱ع. کال امريکا بې له کوم لامله يوازي د خپل زور ښوولو او ازمایلو او د کمونیزم د مخنيوي به پلمه د ويټنام جګړې ته ورودانګل او تر ۱۹۷۵ع. کال پوري يې د پنځو لکو پوځيانو په ذریعه بې خرته بمبارۍ پر وکړې او اویا لکه ټنه بمونه يې پر واورول. چي له دغو باروتو څخه هرتن ته په اوسطه توګه پنځه سوه پونډه رسيږي. د دغو ړندو بمباريو په پایله کي د ويټنام پر ځمکه شل ملیونه کندي رامنځ ته سوې، په مليونونه هکټاره ځنګلونه يې وسوځېدل او له منځه ولاړل. د دې بمباريو له امله چي په لکونو انسانان پکښي
    نو اوس دسولی چانس سته ویټنام جوړ دی دوی نورنه شی کولای چي پاته شی مګرکه موږ نه راوګرزول .

  22. ترڅو دغولونکی سیاسی اصطلاحاتو تررنګین اوجالبونکی زړه ښکونکو شعارو په ویلو سره موږ خطاورزو
    په اوسمهالي نوي تمدن کي د دماګوژۍ ( Demagogue) یعني عوام غولوني سياست کوم چي د خلکو دښمنان او زياتره د پردو له خوا
    واک ته رسېدلي واکمنان يې خلکو ته د درواغو د وعدو ورکولو او درواغجنو شعارونو او د حقايقو د سرچپه ښوولو او داسي نورو اوتوبوتو له لاري په کار اچوي او تر څنګ يې دموکراسي، آزادي، د بشر حقوق، د خلکو خدمت، سياست، حقیقت خوښونه او ټولنيز عدالت او داسي ډېر نور غولوونکي الفاظ د مهال د رایجي سکې غوندي ګرځېدلي دي.
    په دې نومونو ډېر ناوړه ظلمونه، د انساني حقونو ترپښو لاندي کېده، تېري او تجاوزونه، د غليمانو چوپړ، جاسوسۍ، حق تلفۍ، په يوه کار کي د نه وړتيا او ناکامۍ سره سره ځان وړ او مستحق ګڼل، درواغ او ټګماري او چل او فريب او ډول ډول بې عدالتۍ او د شرم وړ خبري او کړني ترسره کول سم، روا او حلال کارونه بلل کيږي او پر دې سربېره دې ناوړو چارو ته د سیاست او سياست کولو نوم لاهم ورکول کيږي. له بده مرغه اوس د دې نادودو او کرغېړنو کړنو عملي ښکارندي د نړۍ په ډېرو ګوټونو کي، په تېره په امريکا او لوېدیزو هيوادونو کي په څرګنده توګه ليدل کيږي. دغه چل باز او دوکه مار مادي عناصر د دموکراسۍ او انساني حقونو تر نومونو لاندي د خپلو ګتو لپاره هر اصل چي وي له پامه غورځوي او بیا پرخپلو ځانونو او دغسي کرغېړنوعملونو باندي د ملي وحدت، اسلامي جمهوريت، دموکراتانو ګوند، جمهوري غوښتونکو ګوند، دموکراسۍ، د خلکو خدمت، مدني فعاليت او داسي نور نومونه ږدی
    موږ له دې طالبانو چي دعمرډیره برخه یی دجهاد اومبارزی په درشل کې تیره کړی درخواست کوو چي نورکه نه پوهیږي تاسو خو اوس ماشاءالله دنړیوال سیاست په هرژبه پوی یاست پاته خلک اوجنګلوری پوی کړي

  23. زماپه نظر سوله اوس یوهسی خبره ده هغه کړی چي دسولی پروسه پرمخ بیایی دولتی تنخواګانی خوری هغه نه غواړی چی سوله راشی ځکه چي د وی کار ختمیږي بیابه دوی څه خوری .

  24. د ستر غازی قائد المجاهدین حکمتیار وینا
    موږ په بین الافغاني مزاکراتو باور لرو
    سوله هغه محال رامنځ ته کیدلاې شي چي بهرني اشغالګران په بشپړه توګه زموږ له ګران هیواد نه ووځي
    د سولۍ لپاره چا ته سوال نه کوو د سفارتونو دروازي نه ټکوو په هیواد کي مو سوله ،امینت ،ثبات ،ترقي ،خپلواکي د اسلامي نظام په راوستو کي نغښتي
    هغوي چي اشغالګرانو سره سوله او افغان دولت سره د جګړي لار غوره کوي په هیواد کي د روان ناورین له دوامه بل هیڅ هدف نلري
    ********************************************************************************************************
    د طالبانو په یوه تازه غوښتنه کي راغلي چي موږ باید له امریکا سره سوله وکوو یواځي امریکا یان دي چي
    د سولۍ په مقابل کي یو څه ورکولاې شي
    د طالبانو نوي او تازه غوښتنه د هلمند ولایت په لاس ورکول دي چي دوي تري د خپل مرکز په توګه استفاده وکوي
    نور نو قضاوت ستاسو

  25. از غلطی که طالبان کرده ومیکند بجز ار اینکه شعار جنگ از نزدشان گرفته شود دیگر انتظار نیست (ازایجادشان ،تاعملکردشان درزمان حاکمیتشان، تا ازدست دادن ومتفرق ساختن ملت بمبارزه ومقاومت ملی در 2009)
    ولی حزب اسلامی که دقیق میفرماید که صلح فقط صلح بین الافغانیست که ازآن موفقیت انظارداشت ،بنظردقیق ميرسد .
    ولی برای این صلح بین الافغانی که بعوض دروازه های سفارتخانه ها تک تک شود با چی ازخودگذری ،انعطاف وزاری آماده هستید به دروازه های افغانهابروید ؟ بفرمایید وواضح بسازید.؟ ؟ ؟
    حرکتهای صلح که دادمیزند از صلح وبه سطح ملت به جلسات بین الافغاملت که ملت مبتکر ان باشد نه دولت کس ازخودگذری را درعمل ثابت ساخت؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  26. ډیر دروندپیغام دی ، که څوک لږڅه سیاسي بصیرت ولري نوله فرصت نه په استفادې سره د دي اوږدې شخړې دحل لپاره به ګام پورته کړي، خو اغاجان ته هم پکار دي چی عملا پکار لاس واچوي له بیان بازیو خبره تیره ده بیا به یئ دګنډلو وخت تیر وي.

  27. که وخت یاري وکړي داغاصاب پر لاس به دافغانستان شخړه انشآء الله حل کیږي ځکه چی دتصمیم غر دی الله دی په خپله مهرباني سره وساتي ، هیله ده اغاجان معتصم به هم دا درک کړي وي چی دکار لپاره ضروري ده چی عملي اقدامات وشي

  28. ډیر موزون مضمون او له درانه مفهوم څخه ډک پیغام دی :اما لږڅه دمسیر تغییر ته هم اړتیاده /یانی: معتصم صاب یئ پر بیانیو،اعلامیو، اوپیغامونو را څرخوي، طالبان یئ پر جګړه لرګی ږدي او دکابل اداره یئ پر شپینیو عملیاتو چاپونیونوزورونواو ټکولو وهلو باندي معتصم صاحب دي دقضیې عمق ته متوجه شي درې اړخونو ته قناعت ورکول، طالبان امریکایان دکابل اداره داډیره سخت ترینه لانجه ده حل کول یئ په خواشینوونکو اقداماتو باندی نه شي کیدای

  29. شایدداوڑی شڑی نشی
    شاغلی آغا صاحب !!! داچه پہ هیواد کی سوله راشی شه خبره ده ورته خوش بین او خوشحاله یو
    تہ خوهوشیار سڑی یی دهر شی اوهرکار خپلہ طریقه وی
    زه دیتہ ڈیراوهک حیران یم چه دکابل بی واکہ او کاواکہ اداره دیوی خوا دسولی خبری کوی او دبلی خوا ددی اداری ناخبرہ او دغرب پہ غیگه اوکیسٹ هوسوونووو کی پیاداشوی او هلتہ پہ پارکونو کی لوی شوی ناخبره او بی تجربی واکداران د سولی او طالبونو پہ هکلہ ڈیره تونده لهجہ استعمالہ وی چه پہ دی سره شاید طالبان سولی تہ تیار نشی او دنڑی والی ٹولنی داوڑی شڑی نشی

  30. مولوی مرتضی
    January 20, 2016 at 1:25 pm

    یقینی ده چه پہ واقعی او رشتینی صلحہ ڈیر هغه سه کیدلای شی پہ بله لاره یی کیدل او کول ناشونی دی نو پکاره دہ چه اڑوندلوری پہ ده هکلہ پہ اخلاص قدمونه اوچت کڑی

  31. معلم خدادوست
    January 20, 2016 at 4:18 pm

    سلام واحترامات خویش بہ حضورجناب اغاصاحب وسائراشتراک کنندگان محترم برنامہ تقدیم میداریم
    و بعدا پرامون موضوع نظرخویش را ابرازمینمائیم
    چہ طور کہ بہ هرکس معلوم است کہ صلح یک راه مناسب ومستیم حل درهرزامان ودر هرموضوع است
    وخت پرا رسیده ااست کہ ملت مظلوم دربدراما غیور وجسور افغانستان درمیان خود درگیری ها وبد بینی های خویش را ازاره صلح واشتی حل نماید

  32. معتصم صاب یواځی یوه اړخیزه پالیسي نه ده خپله کړي بلکه پر ټولوجهتونو باندی یئ ږغ کړی چی خبرې اترې دحل لاره ده، خو دی ته دي پام وي چی طالب شوخ قوم راضی کول په داسی ټکیو لکه دولت چی یئ کاروي نه معقول کار دی او نه یئ تر اوسه ګټه کړي ده پر طالب جنګ پیل شوی دی اوهغه هم له ځانه دفاع کړي ده خپله معتصم هم د دي جنګ برخه وه نو اوس یئ داسي تش په تشه پریښودل کومه ایدیالوژي ده آخر دڅه لپاره دادومره دربدرۍ، او مرګونه وو؟ حقائق په پام کي نیول پکار دی طالب په هر څه که راضي کیدو هغه ته پام وکړئ چی ورسره کولای یئ شئ که نه؟

  33. خپلی نیکی هیلی اوسلامونه وشاغلی اغا صاحب او دتاند کارکوونکو او پہ هیواد کی دصلحی لپاره کوشش کوونکو ته وڑاندی کوم
    پہ گران ٹاٹوبی کشی دصلحی او روغی جوڑی پہ راوستلولی د هرو پرژی او هلوزلو تاییداوملا تڑکووو

  34. سولہ دهر چا او مسلمان خوشہ زکہ صلحہ دالله تعالی حکم اودرسولالله طریقہ ده او پہ هم دی اساس یی پہ ملک او وگڑو کی ڈیر شه او مثبت اثرات وی
    باید چه پہ سولہ راوستلو کی اڑوند او درگیرئ خواوی پہ اخلاص رشتینی گامونه اوچت کڑی تر سو دسولہ خوشو ارمانونه پوره اوترسره شی

  35. بامید پیشبرد چنین برنامهء پیچیده / اگرچه تاهنوز کدام طرح مناسب برای آغاز مذاکرات پیش نه شده ، متفکرین مثل معتصم به اهمیت موضوع متوجه باشند وبه شکلي شروع به مذاکرات شود که دست آورد های پانزده ساله متضرر نه شده باشد

  36. توصیه بر جا ومناسب است اگر اغاصاحب سران محوری امارت را در اعتماد خود بگیرد وآنها را میتقن سازد که خواستهاي جائز ومناسب شان پذیرفته میشود امیداست که راه حل بدست بیاید.

  37. ملا صاحب له نزر څخه مو مننه دا نزر د افغانستان د قضیه د حل لپاره ډیر ښه نزر دی که نور طالب چارواکی هم په دی نزر شی چی له هغو سره هم ستاسو په شان د وطن او ملت غم ورسره پیدا شی او د نورو د غلامی څخه خلاس شی کیداشی چی بیا هغه هم سولی ته حاضر شی او که د نورو په غیږ کی شپی او ورځی تیروی ، په ښو ښو موټرو کی ګرځی ، ماشومان یه په انګریزی مکتبونو کی ډیر په لوړه سویه تعلیم کوی ، په ښو ښو قصرونو او ماڼیو کی اوسیږی نور نو له هغوی سره د ملت او ولس غم له کومه وه د دوی خپل ګټی او امتیازات په جنګو کی وینی .
    نور بس کړی دا جنګونه جنګ دربدری ده جنګ تباهی ده . د افغانستان د ودانی او د ملت د هوسایه ، ارامی او سولی لپاره کار وکړي .

  38. به فکرما اول اینکہ درباره ئ صلح سائر مسلمانان جهان وخصوصا ملت رنجیده افغان امیدوار ومعتقد نتیجه مثبت میباشد و دوم اینکہ در راه حل معضلہ ومسئلہ کشور کدام اپشن دیگر نمانده است
    ماازسائر جهت های زیدخل خواهش میکنیم کہ بیایید بشنید ودراین نوبت اپشن صلح هم باید تجربه شود بدون ازاین هم کشور عزیزما یک تجربہ گاه قوت های جهانی هستند

  39. رختیا ده چه صلح شہ ده او ولی به شه نوی چه الله تعالی ورتہ شہ ویلی دی
    خو زه دملا اغاجان صاحب سخه پہ درناوی داپوشتنہ کوم : چه جنابه !!! داصلحه اوس خه شوه او اوس دریاده شوه اوداخه شئ تاسو تہ پہ گران هیواد کی دواک پہ وخت کی ولی نه دریادیدلو او ولی مو صلح نه خوشہ ولہ ولی دخپلو کمورومخالفینو سره دروغی جوڑی دمیزتر شا نہ کشیناستلی ؟؟؟ که دا کار مو پخپل وخت کڑی وی نو اوس به تاسو او اولس دڈیروکڑاوونو سخه خلاص وای
    فالی الله المشتکی

  40. دسولی پہ شه والی کی سه شک نشتہ دی
    البته چه خه لوی اوقوی شک افغانانو تہ شتہ دی هغہ پہ دی خبرہ کی دی چه دکابل د اداری دچارواکو پہ نیت کی دی دسولی پہ هکلہ مونگہ ددی کردار او گفتار ته دشک پہ سترگوگورو اوداسی بریشی چه دسولہ پہ لاره کی دویی مخلص ندی
    الله تبارک وتعالی دی خیرکڑی

  41. مردم غیوروجسورافغانستان ازجنگ خستہ شدند چہ طالب هستند وچہ جهت های دیگردرگیر شاید صلح وپیام صلح راقبول نمایید
    اما متاسفانہ ازاظهرات زمام داران دولت افغانستان معلوم میشود کہ انها طالب ها را تسلیم میکند
    باید این نقطہ رادرذهن گرفتہ شود کی طالب ها یک گروهی غیرتی وجذباتی هستند ازاخطار های دشمنان نمی ترسد بہ این چنین اظهارات وخطارات ازصلح دور خواهد شود

  42. ىاره غړک هم ښه وه او شړومبې هم بوىنى نه وى
    ىانى لىکنه اوکمېنتونه خه وو موضوع هم تائدوم ىې

  43. شپیلی هم وهی اوستوان هم خوری ؛؛؛؛
    دسولی دمو ضوع پہ هکلہ دیو تن مبصر شاغلی عبدلاحد تیار صیب دتبصری پہ کتلو سره ماته دپشتنو دا متل ارا یاد شو چہ وایی : شپیلی هم وهی او ستوان هم خوری یعنی دواڑہ سره نه کیگی یو کولیشی

    چه گورو او اورودکابل واکدااران وایی چه : کہ کوم طالبان سولہ نکوی هغہ به پہ نخشہ کیگی او وژل کیگی
    ای دوپڑو او دروغجنو تاسو اوس دطالبانو پہ وژلو کی کومہ سرپہ او ناراستی کڑی ده
    ددوی داسی خبرو پہ کولو سرہ یو زل بیا غواڑی چہ دسولی پروسه دنا کامی سره مخ کڑی زکہ چہ دا اکثر پخوانی جنگ سالااران او ٹوپک سالااران دی ددوی پہ جنگ کی شخصی گٹی دی کہ مڑه کیگی نو دعاموافغاانانو بچی بہ مڑه کیگی ددوئ یی سه
    دسولی لپاره ضروری ده چه باید دغه قسم خلک د واک سخہ لری کڑل شی دابه دسولی پہ لاره کہ لمڑی قدم او دخه نیت اظهار وی

  44. دملاصاحب معتصم شکلی نظر دی مونگه یی ملاتڑاو تایید کوو او یقین لرم چہ ٹول افغانان به یی هم تاییکوی
    نومونگہ پہ شکیلو خواوو ژغ کوو چه داسلام د دین او وطن او مظلومو زوریدلو افغانانو مفادو پہ نظر کی ونیسی او نور پہ یو دائمی او سرتاسری روغہ جوڑه سره متفق شی

  45. موږ افغانان نور له جنګ څخه ستړی او ستومانه سوی یو سولی ته اړتیا لرو نور نو باید ټول افغانان د ترقی آبادی کاروته موتوجه شی او نور له جنګه لاس واخلی او د پر دیو په ریموټو نه وچلیږی او خپل وطن ته خدمت وکړی .
    د معتصم اغا جان له نزر څخه مننه کوم

  46. تاسو خوبه دسولی هڅې وکړ مګر کیدل یی ناشونی دي ځکه چي پاکستان او یوشمېر کړۍ نه غواړی چي سوله راشي ځکه یی په پښورکې دپښتنو په غونډه حمله وکړه اوبل لوری ته طالبان هم دسولی دکولو واک نه لری په همداسی مراحلو کې په یومطبوعاتی رسنۍ برید دخلکو دتوجه اړولو سبب شوی چي دسولی خبرې یی ناشونی کړي مګر کیدای سی دنړالودزغم کاسه دملت لپاره په ګټه تمامه شی

  47. دروند او قدرمن آغا جان صاحب، تر هرڅه وړاندې! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    او بیا له الله جل جلاله څخه ستاسو او ستاسو پتمنې کورنې او ددې لار لارویانو ته سالم صحت، بریا او د دارینو خیر غواړم، قدرمن مشره! که د اسلامي اصولو په رڼا کې دې موضوع ته نظر وکړو نو یقینا چې ستاسو نظر ډېر سالم او د افغانستان د څلورو لسیزو د معضلې یوازنۍ د حل لاره، په همدې کې ده، سوله هغه څه دي چې الله جل جلاله ورته خیر ویل دي:((والصلح خیر….)) او هیڅکله هم جنګ ته خیر ندي ویل شي جنګ تباهي را منځ ته کوي جنګ نفرت را منځ ته کوي، جنګ نا خوالې را منځ ته کوي، جنګ هغه ّڅه دي چې بلقیس یې ښه تشخیص کړی وو او خپلو قوماندانانو ته چې د جنګ هواداران وو داسې وايي: ((ان الملوک اذا دخلوا قریةً أفسدوها وجعلوا أعزة أهلها أذلة وکذلک یفعلون)) نو پر همدغه بنسټ جنګ أفغانستان له ډېرو ناوړو حالاتو سره مخ کړی دی، ټول أفغان ولس که هغه په داخل کې یا په خارج کې له لوی ذلت سره مخ دي، هغه ناخوالې چې په سوله سره له منځه ځي هیڅکله یې جنګ نشي حلولی، اوس چې بهرني اړخونه هم دې خبرې ته ژمن شول او هغوی هم پوه شول چې د جنګ له لارې هیڅ نشي کولی نو موږ ته پکار ده چې له دې لاس ته راوړنې څخه سالمه ګټه پورته کړو او د خپل هیواد او ولس په ګټه ورڅخه استفاده وکړو، کله چې مسایل د جنګ له لارې یې حلول ناشوني شي نو مسلمانانو ته پکار دي چې سولې ته مخه کړي، او خپلو مسلمانانو وروڼو ته لاس ورکړي ترڅو د ټولو بهرنیو پر وړاندې یو موټی یو قوت او یوه اراده شي او خپل هیواد آزاد آباد او د ترقۍ په لور روان کړو، ستاسو له علمي او معقولو نظریاتو او ارشاداتو څخه یوه نړۍ مننه تل مو بریا په نصیب شه، ستاسو مخلص/ مفتي رحیم الله حنفي.

  48. پرون دکابل فیدایی مې ډیرځکه ارمان شو چي دافاحشه نشراتی ډله اوداپاک فیدایی داخو نورې لاری هم کیدی شوی یووخت یو ملګری راته وویل چي دفیدایان به اخرخلک دخپل هدف لپاره شخصی استعمالوی نن مې ولیدل هسی زرجوړه کوی کنی لیری نه ده چي تاسوبه هم یو دبل دمرګ لپاره فیدیانو استعمال کړی.

  49. پہ هره ٹولنہ کی اوپہ هرہ ڈلہ او حتی وطنونو او وگڑو کی دمجتلفو افکارو درلودونکی اوسشتنان وی
    نو دسولی او آشتی خلک هم خاص خاص وی شاغلی ملا صیب اغاخان هم دطالبانو پہ ڈلہ کی دصلحہ امیزفکر درلودونکی او دوسیع سوچ لرونکی روشن فکرسیاست مدار دی ٹول افغانان پری فخرکوی او د دی هسو او هاندو یی تایی اوملاتڑکوق

  50. دهرمسلمان لپاره دزند گی پہ ٹولو برخو کہ دالله تعالی احکامات او نبوی ارشادات ڈیر بنسٹیزاهمیت لری
    نو هرقسم شخڑو او لا نجو دحل او فصل لپاره
    داللہ تعلی شکاره او واضح حکم دی چه فرمایی : وان تنازعتم فی شیئ فردوه الی والرسول … الایه
    نو دصلحی متعلق الله تعالی فرما یی : والصلح خیر مطلب داچه داصلحه دلانجو دحل آوفصل شه لاره ده
    او شاید چه پہ همدی اساس راول الله (صلیالله علیه وسلم) هم پخپلہ عملی زندگی کی دخپلو سیاسی او مذهبی مخالفینو سره صلحی کڑی دی او بیا ددغہ صلحو سخه هرقسم گٹه پہ زیاته پیمانه ورزنی هم دوی مبارکانو پورتہ کڑی ده
    پہ دی ساس زمونگه پہ گران هیواد کی روان مشکلات هم باید پہ دغه خکلی لاره او طریقه حل کڑل شی البته ددی لپاره دشکیلو لو رو لخوا صداقت او یو دبل رایو ته احترام ضرور دی

  51. دسولی پروسه نه کوم اهمېت لری اونه کیدای شی ځکه چي ناستو طالبانو ته په کې جدی پاملرنه نه ده شوی وی دګونګی په ژبه مور ښه پوهیږي دطالب په ژبه طالب پوهیږي .

  52. ((خبری ڈیری اوسریی یو))
    نن صبا داسی دور دی چه دیوی خوا هیس سو ک هم لہ بل چا سخه کم ندی او بله داچه هرسوک پورہ دی او بلہ داچہ هرسوک خپلی رایی ته ڈیر غره دی
    نو پہ دی شرائطو او حالاتو کی سولہ کول سه اسانه کارهم ندی نو دیوی خوا سولہ خورا ڈیر سخت کار دی او دبلی خوا ڈیر مفید کار دی او دهیود او هیواد والو لپاره دتاریخ پہ دی نازک پڑاو او حساسو شیبوکی ڈیر ضروری او دخیر سخه ڈکہ پروسہ ده باید فایده تر واخستل شی

  53. موږ خونور له طالب سیاست ترپوزی راغلی یو که چرته تاسو دکنترول واګی په لاس کې واخیستی ډیربه ښه وی ګنې له دوي څخه نو هم ورځ ناپړیتی کیږي یوه طالب سره مې بحث شو ماول داکتاب وګوره دانبی سیرت دي داسلامي غزاګانو تاریخ دي ول موږ څه ضرورت ورته لرو داخونو تاسو ګوري ماول خونه مودی زده هسی مو اوریدلی چي غزا وشه ټانګ اور واخیست بیا دا ځای ورښکاره کړ چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ټوله مبارزه کی تر ۱۱۰۰زیا ت قتل نه دی شوی تاسو دیوې پوستي په سره دومره شمېره شهیدان ورکوي سره له دې خبری چي څو ورځي بعدیی بیرته خوش کوي نوداوو طالب سیاست .اوس خویه دسولی خوند نشته

  54. دمدصلحی تایید به اغا صاحب خپل نظر دی پہ اوسنی دخودغرضی او مفاد پرستی پہ دور دوره کی شاید دصلحی دا کار به ڈیر کامیاب نوی
    او ددئ دلیل یاوجه دابولم چه یولوری هم دیتہ اماده نه خکاریگی پہ سر کی امریکا دوه مخی منافقانہ دریز لری او کابل دولت واک نلری او طالبان هم زی ی مجبوریتو ه لری

  55. ((پہ دنیا د ننگیا لو دی دادوه کاره))
    ((یابہ وخوری ککری یابہ کامران شی))
    دا ا مریکا او ددی مزدوراان چه کلہ وار خطا شی نو بیا یوه دسیسہ جوڑہ کڑی د خپلو مخالفینو د دوکه کولو اود عوامو پی سترگو کی دخاورو اچولو لپاره
    او س دخرف ور کولو وخت دی باید چه مبارزی او مقابلی تہ زورر او دوام ور کڑ ل شی او ددی یرغلگرو سره دٹوپک او راکٹ پہ خولہ خبری کول پکار دی

  56. سوله كه ملت غولول :
    په پشتو كى يو متل ده چى واى : حًوك يي په كلى كى نه پرژدى دى واى اسپ مى دملك په اخور وتره .دافغانستان حكومت اوجمهور يس دى ته ورته موقف نيول دى . په جلال اباد كى په يوى غونده كى غنى صاحب اعلان وكر چى موژ دسولى لپاره چاته زارى نه كوو. طالبان دى خپله سلاح او توپكونه په حًمكه كيژدى ، اساسى قانون دقبول او حكومت دومنى . ريس صاحب جمهورطالبان چى افغانان دى اودتاسوپه انتخاباتو كى ستاسو پلويانو ته اجازه وركره چى زى خپل وتونه وركرى ( او عبدالله عبدالله وويل گوسفندها راى ميدهد)او ته يي بد بختانه ريس جمهور كرى هغوى ته زارى نه كوى مگر پنجالبانو ته خپله غيژه خلاصه كرى لكه سكه ورور دى چى وى .او زارى حًه چى تولى تجارتى اوترانزيتى برترى دوركرى .اوداوبووركولو او دامنيت گده همكارى ورسره لاس ليك كوى. تاسو كله وايي له طالبانو سره پرته له پاكستانه خبرى كوم بيا چى پنجابيان در باندى لاس كش كرى او دم دكرى بيا وايي له پاكستان سره دسولى خبرى موثرى دى نه طالبان. ضداونقيض موقف لرى چى يو جمهورريس ته ورته موقف نده.

  57. سوله باید معیارونه ولری
    دطالبانو اجنډا او اساسی قانون ته هم پاملرنه په کارده چي دواړه دسولی عمده ټکی دي
    اساسي قانو دملت له پاره ده كه ملت دقانون لپاره ؟ قانون دملت په خدمت كى ده كه ملت دقانون په خدمت كى ؟ يو قانون چى دملت
    دغوشتنو حًواب نشى وركولى هغه په ملت مه تحميلوه.
    زكه چى دادمريكايانوانظرده چى قانون كى بدلون نه منو مگرامريكايان خپل تول قوانين دملت له غوستنو سره تعديلوى. اوپرته له طالبانو نورديرافغانان شته چى داقانون ورته دمنلو نده حتىادمشرانو جرگى او ولسى جرگى غرى يي هم نه منى ستا حكومت او تاسو يي په خپله هم نه منى گنى ته ماته دعبدالله او احمد ضيا مسعود پوستونه دقانون اساسي په مادوكى را په گوته كره ؟
    كه دقانون اساسي په تعديل اوتغيردافغانستان ٣٧ كلنه جگره له منحًه حًى او افغان ملت ديوى دايمى سولى چيشتنان كيژى نو ولى داملت له قانونه قربانوى ؟ معقوليت په حًه كى ده داخو موژ ته رامعلومه كره. چى داسي كلك پرى ولاريي تا ته افغانانو رايى دركرى فكر پرى وكره ولى جگره اوژدوى او ملت وژنى . دوه ورحًى مخكى اوباما ملت ته دخطاب په وينا كى وويل چى داعيش او القاعده دامريكاملت ته نورخطر نشى كيدلى ته خو هم دهغه په قدمو روان يي دسولى لپاره كچكول په غاره كره او كور په كور وگرزه لكه مهاتما گاندى.
    كه غوارى چى دسولى ريس جمهورشي.تا خو دا خبره دافغانستان ولسي جرگى ته په افتتاحيه وينا كى وكره ؟؟؟
    تاسى خپله ( تاسو او عبدالله) په خپل مينحً داحكومت ومنى چى نوريي هم ومنى ته يي مقرر كرى عبدالله برطرف او برعكس . د دفاع وزير موقت لوحًارند وال لا زيژيدلى نده كابيه لينگ درهوا پارلمان وخت تيرشوى …… په سل هاوو نو نوقص موجود دى . تاسي دوارو دافغانستان دراتلونكى تاريخ باندى فكر كرى ايادتاريخ له قضاوته نه بيرژي
    مګرموجوده اعلامیه دملاناصاحبانو څو غلطۍ هم لري هغه دیو مستقم خبرلوری یادفتر دي قطر هم مشکوک شو په طالبانو کې هم دکار سړی یو لوری ته اوجنګ سړی بل لوری ته شو اوس لا خبره ورانه شوه باید دکارخلک سوله وکړی خو له نظامیانو توپک اخیستل هم چل غواړی.اوتاسو اقضاوت.

  58. بلې معتصیم صیب ریښتاهم دکار سړو څخه دی مګر فعالیت یی ډیر محدود اومحطاط دي باید دطالب ایزیشن په ډول رفتار یی ولای ترڅو ورپسی رسیدلی وايی مګر کوم قدمونه چي اخلی دتائد وړ دي.ملت یی باید ورسره زمزمه او بدرګه کړی.

  59. سوله خو په زور نه بلکی په رزا وی

    د روان کال د جنوري پر ۱۱مه اسلام اباد کې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د افغانستان سولې اړوند ناسته وشوه. له ناستې وروسته د افغانستان له اړخه مشر مرکچې حکمت کرزي چې کابل کې کومې څرګندونې وکړي، هغه د سولې خلاف څرګندونې وې او له طالبانو يې یو ځل بیا وغوښتل چې یا خو دې د حکومت د سولې له پروګرام سره یو ځای او یا به یاد هیوادونه په ګډوه دوی ځپي، د حکومت د سولې پروګرام تر دې مهاله طالبانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوي.
    د جنوري پر ۱۸ مه نیټه د یادو څلورو هیوادونو ترمنځ ناسته کابل کې وشوه، بیا هم د ناستې په پېل کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پر طالبانو ږغ وکړ چې وسلې پر ځمکه کیږدي او د حکومت د سولې پروګرام سره يو ځای شي چې په حقیقت کې بیا هم پر طالبانو د تسلیمیدو ږغ وو.
    د دواړو ناستو له پېل څخه مخکې او د ناستو وروسته ډیری افغان سیاستوالو په ټلویزوني بحثونو، مرکو او لیکنو کې دغه ناستې د سولې اړوند هیله مندې ونه ګڼلې، ډیری د نظر خاوندانو شک ښکاره کړ چې پاکستان د سولې اړوند رښتینی نه دی، دا ډول ځینو دا هم ویل چې افغان حکومت لا هم د سولې ښکاره تګلاره نه لري او د سولې له پاره ژمنتیا او اراده نه لري
    نوبیا سنګه سوله وشی سره له دې خبرې چي داسی پیښی مخکې هم شوی.خوناکامه شوی مګر شنونکی زیاتوی چي دزرو اړتیا لیدل کیږي .

  60. پر پاکستان بې باوري
    په ټوله کې د پاکستان له خوا د افغانستان سولې اړوند هڅو باندې افغان ولس او افغان سیاستوال بې باوره دي، یواځي لوړ پوړي دولتي چارواکي دي چې څرګندوني کوي چې پاکستان کولای شي طالبان د سولې مذاکراتو میز ته په زور سره راکش کړي، او د دولت دننه بیا ګڼ شمیر داسي منځ پوړي چارواکي شته چې پر پاکستان شک کوي. حکومتي چارواکي ښايي ځکه د سولې هيلې پاکستان پورې وتړي، چې بله لار نه لري. دوی تیار نه دي چې له طالبانو سره مخامخ بې له کوم بهرني منځګړي د سولې او جګړې اړوند مسئلې مطرح کړي؛ ځکه دوی اصلاً د سولې پر مذاکراتو نه، پر تسلیمۍ باور لري. هغه خام باور چې پنځلس کاله افغان حکومت له کومې پایلې پرته وپاله!
    د څلور اړخیزو ناستو اړوند افغان سیاستوالو او ډیپلوماټانو لیکنې وکړي، چې په دي ترڅ کې په اسلام اباد کې د پخواني افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف لیکنه هم یادولای شو، هغه ویره ښکاره کړې چې دغسي ناستې د سولې اړوند نه بلکې د جګړې د اوږدیدو په موخه کیږي، او د جګړې پلانونه پکې طرحه کیږي، هغه په څرګند ډول د افغان حکومت پر ارادې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د سولې اړوند شک ښکاره کړی دی.
    د سیاسي چارو کارپوه، احمد سعیدي چې پخوا په دې نظر وو چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، د جنوري په لومړۍ اونۍ کې اسلام اباد کې د سولې خبرو اړوند کوم کانفرانس کې له پاکستاني چارواکو او سیاستوالو سره تر کتنو وروسته اوس په دي نظر دی چې پاکستان د سولې په نوم امتیاز غواړي چې د ډیورنډ کرښه او پوله د افغانستان له خوا په رسمیت پېژندل او دا ډول منځنۍ آسیا ته د ټرانسپورټ امتیاز او د هند له نفوذ څخه د افغانستان خلاصون غوښتنې لري، سعیدي خو لا دا هم وایي چې پاکستاني چارواکي او سیاستوال ادعا کوي چې ولسمشر اشرف غني د هغه د حکومت په پېل کې ورسره یادې غوښتنې یو ډول منلي دي. له پاکستانیانو سره د سعیدي خبرو او د نظر بدلون پاموړ دی. سعیدي هم اوس پر دې باور دی چې پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري.
    افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر خلیلزاد هم د اسلام اباد ناسته د سولې اړوند نهیلي هڅې بللي دي

  61. رئیس جمهور غنی امروز در شهر داووس سویس در نشستی با شماری از مسئولین رسانه های معتبر جهان در مورد آینده افغانستان و پلان های دولت بخاطر تامین صلح و ثبات و همچنان انکشاف اقتصادی کشور صحبت کرد.

  62. سوله ترمشروط نه وه پاکستان مخکې مشروط ټکی ویلی وو لکه
    چې په اسلام اباد کې د څلوراړخیزې لومړۍ غونډي پر مهال د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار سرتاج عزیز په خپله وینا کې ویلي و چې د سولې خبرو د پیل تر مخه باید هیڅ شرطونه کښې نه ښودل شي، او نه هم باید د طالبانو پر خلاف ګواښونه وشي.
    نوموړي همداراز ویلي و چې د پوځي غبرګون خبره باید هلته مطرح شي، کله چې د خبرو اترو ټولي لاري وتړل شي او زیاته کړې یې وه چې باید نړیواله ټولنه طالبانو ته د مکافات په ورکولو سره هغوی د سولي خبرو ته وهڅوي.
    نوموړي همداراز ویلي و چې دوی پر طالبانو هومره کنټرول نه لري څومره چې د افغانستان حکومت له خوا تبلیغیږي. نوموړي د یو پاکستانۍ خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې طالبانو په ښه وختونو کې هم زمونږ خبره نه ده منلې
    اوس خونو داخپله شرط دي چي باید امتیاز ورکړل شی اوشروط ورباندی کښېنښودل شی سول همېشه هغه وخت رامینځ ته کیږي چي یو لوری کمزوری بل زورورشی اویا دواړه مساوی وي.نو دلته چی دوی په کوم نظر ورته ګوری اغاصیب خوښه مهربانی کړی دي چي دا دملت ضرورت دي دهغوي دمنافعو په پام کی لرلوسره باید سوله وشی نوداهم ښه خبره ده

  63. محترم اغاصیب تاسوښه مهربانی کړی خوبیاهم زه خپل نظر ددولتی چارواکو اونړیوالو ته وړاندی کوم چی باید پر کابل واکمنو دې فشار واچوي چې طالبانو ته غوږ ونيسي او معقولي غوښتنې يې ومني . د کابل حاکمان بايد نور په دې خبره ټينګ نه شي چې په لوی لاس افغاني مقاومت پر پاکستان ور تپي ، سوله ترې غواړي او وړيا امتيازات ورکوي . بلکې نېغ په نېغه دې طالبانو سره اړيکه ونيي ، سپين ږيري او مخور استازي دې ور وليږي او له دې تور و تهمته دې تېر شي چې ګوندې طالبان د پاکستان نوکران او هماغه يې وکيل او کفيل دی . ځکه په داسې حال کې چې د افغان حکومت ټول حقيقت ګردې نړۍ ته معلوم دی چې تر څومره اندازې د امريکايانو تر کنټرول لاندې دي نو که دوی ځان د امريکې غلامان نه بولي بيا نو طالبان په کوم دليل د پاکستان غلامان او نوکران جوړېدای شي . بلکې حقيقت دادی چې هيڅ يو ادنی طالب ان د يو ساعت لپاره هم د پاکستان تابعداري نه شي زغملی او دا ځکه چې که په طالبانو کې د غلامۍ روحيه وای نو بيا به يې امريکايانو سره ګوزاره او څه پټه معامله جوړه کړې او خپلې واکمني ته دوام ورکړی وای ، نه چې د پاکستان له خوا څوک بنديان ، څوک ترور او څوک په امريکايانو وپلورل شول . اوس پوه شوئ چې غربي سياستوال د خپلې کوډګرې مېډيا په زور څرنګه د خلکو پر سترګو ، غوږونو او عقلونو پرده غوړولای او رڼا ورځې په تورو شپو بدلولای شي .

  64. د سولې کنفرانس له تالار څخه طالبانو ته د افغان چارواکو پرلپسې جګړییز ګواښونه هغه شکوک لا پیاوړي کوي چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې رښتونی نه دی او د سولې له نامه څخه په استفادې ولس ته فریب ورکوي

  65. محترم اغاصیب سوله به کوو مګر دشریعت په رڼاکې خو هغه وګړی باید رامخته شی چي سیاسی بصیرت اوبلوغ ولری اوپه دینی چارو څه ناڅه بوی وي دخارجی سیاست سره بلدوی .

  66. هو وروڼو سوله باید داسلام په رڼاکې وشی له کفارو سره د صلحې د جواز په برخه کې فقهاء په خپل منځ کې سره اختلاف لري ، ځينې فقهاء ورته د حديبيی د صلحې په څېر روا وايي او ځينې نور د مسلمانانو د ډير ضعف په حالت کې ورته روا وايي ، ځينې نور ابداً ورته روا نه وايي ، او وايي چې آيت السيف د صلحې ټول سابقه تړونونه چې کفارو سره شوي ؤ منسوخ کړيدي.
    مګر موږ وايو :
    مسلمانانو ته روا ده چې له کفارو سره د صلحې تړون وکړي ، که د مسلمانانو پکې خير او مصلحت وي مګر په دې شرط چې په معاهده کې داسې يو شی نه وي چې معاهده ماته يا يې فاسده کړي

  67. مفتی صیب ستاسو په تائد دوې خبر کول غواړم باید ستاسو دتبصر پاته برخه یی وبلو

    • دا چې خپلې قواوې دې بې له کوم قيد او شرط څخه وباسي.
    • دا چې مجاهدين په رسميت وپيژني او صلح له دوی څخه وغواړي ، الله تعالی ويلي دي : (وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ ).الانفال
    سدی او ابن زيد رحمهما الله ويلي دي : د دې آيت معنی دا ده که دوی تا صلحې ته وغواړي نو ته د هغوی خبره ومنه .( حاشية الشروانی و ابن القاسم علی تحفة المحتاج ۳۰۶/۹ ).
    ابن حجر هيثمی ويلي دي :
    ( و الشرط الفاسد يفسد العقد علی الصحيح ، بأشرط فيه منع فک أسرانا ، أو ترک ما استولوا عليه أورد مسلم أسير أفلت منهم ، أوسکناهم الحجاز ، او اظهار الخمر بدارنا ، او أن نبعث اليهم من جاءنا منهم ۱ ).
    په تړون کې فاسد شرطونه تړون فاسودي

  68. محترم مشر اغاصیب او مبصرینو وروڼو
    دلته باید وپوهیږو او د دغو تاوتریخوالو رشتیاني لاملونه او محرکات درک کړو او بیا د هغو د پایته رسيدو لپاره سم او وړګامونه پورته سي. ځکه د ظلم او سولي او امنیت د یو بل سره یو ځایوالی او بقا شونې نه ده. که د امریکا دغسي پالیسۍ رواني وي نو دغسي تاوتريخوالي به هم هرومرو او لازمي وي. ځکه د تاریخ درس همدغسي دی. ظلم او نا انصافي چي زیاته سي نو هرومرو غبرګون رامنځته کوي. څوک په ظلم او تعدی ځانته درناوی نه سي ګټلای. له دغو جګړو او ناخوالو څخه د ژغورني لپاره امریکايي فرعونانو ته فقط یوه لاره پاته ده او هغه داده چي امریکا د کومو ولسونو او هیوادونو حقوق غصب کړي او تر پښو لاندي کړي دي، د هغو سره باید د عدالت او انصاف لار خپله کړي. که نه تر څو چي د انسانانو سره بې عدالتي کیږي تر هغو به غبرګونونه هم روان وي

  69. دا چې له څوارلس کاله راهیسې دسولې نغاره ډنګول کیږي چې د اشرف غني او د عبدالله عبدالله په ګډ حکومت کې یې خورا زور موندلی دی؛
    ایا ګډ حکومت واقعا هم سوله غواړي؟
    ایا دسولې په راوستلو کې ریښتونی دی؟
    داچې اوسنۍ سوله د پاکستان په مټ د چین او امریکا په منځګړیتوب روانه ده دا د هغه تړون ثمره ده چې افغانستان له پاکستان سره امضا کړ، په دې اړه خورا ډیر دلایل شتون لري، چې یو دلیل يې د افغانستان د تېر حکومت د پخواني وزیر فاروق وردګ هغه څرګندونې دي څه موده وړاندی کړی او داپړه یی دپاکستان په حکمت وراچولی وه چي دوی افغانی استغبارات اخیستی دی.

  70. دا چې د سولې لوبغاړي هغه کسان دې، چې د افغانستان د سولې په نامه یې یوځل مخکې هم ځان هدف ته رسولی و؛ خو افغانان یې دسولې په ارمان دجنګ جګړې د اور په لمبو کې وسوځول، نو سوله راتلل موزړه ته نه لویږي.
    پاکستان، امریکا، افغانستان او روس د سرو لښکرو د ماتېدو نه وروسته په افغانستان کې دسولې نامنهاده هلې ځلې شروع کړې، چې پاکستان د مجاهدینو په نمایندګي ځان مطرح کړ؛ خو نه يواځې داچې سوله رانه غله بلکي نورې ناخوالې يې د افغانستان ولس ته وزېږولې، چې تر اوسه يې افغانان په اور کې سوځي.
    اوس د ادی یو ځل بیا په ډیر فریب او چالاکۍ سره د طالبانو د نمایندګي دعوه کوي، سره له دې چې طالبانو د پاکستان دا ډول شومې هڅې په بیا_بیا رد کړې دي او ردوي يې، ځکه چې طالبان نه غواړي چې دتېر په څېر یو ځل بیا هیواد او هیوادوال د پردیو ګټو قرباني شي.
    پاکستان د افغانستان د ټولو ناخوالو اصلي لامل بلل کيږي، ایا سوله د هغه چا په لاس راتللای شي چې ستا په کور کې د یوې پټاکۍ د چاودېدلو تور هم په هغه پورې کیږي؟ سوله د هغه چا په مرسته راتللای شي چې د هیواد اصلي دښمن بلل کیږي؟

  71. که واقعي سوله غواړئ، مؤمن له یوه غاره دوه ځله نه چیچل کیږي له تیرې سولې نه په عبرت سره دې سولې ته دپای ټکی کیږدئ؛ دیوې واقعي او بین الافغاني سولې هڅې او کوښښونه وکړئ؛ د پردیو د خوشالولو لپاره د خپل ګلبڼ ګلان مه ریبئ او افغانان مه غولوئ؛ او بهرنیو یرغلګرو ته اجازه ورکړئ، چې له پاکې خاورې ووځي!!!
    د هیواد د اشغال په صورت کې که د سولې امکان وای او سوله کیدلای شوای د اڅوارلس کاله به د افغانانو کورونه نه بمبارېدلای، افغانان به نه وژل کیدلای او نه ځورول کیدلای؟

  72. محترم دقدر وړ مشر اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    مشره دملت سترګی تاسو ته دې طالب دبرچي په زور مذهبی چاروای بلل کیدای شی خو دملت نمائندګی اوس ځکه نه شی کولای چي هم یی ملت په مرګونو او زورونو ټوک ټوک کړ اوهم یی دځآن غوښی په خبله وخوړلی دملادادالله په کور باندی هجوم وروړ کوم وړه خبره نه ده دابه په تاریخ کې ثبت کیږي که لږ لاتاسو انتظار وکولای شی کیدای شی نور هم هغه څیر څرګندې شی چی دملت سره دخیانت اراده لري .خوبیاهم که دسولی چانس حطمی ښه خبره کنی ستاسو په شخصیت مو دابی عزت ګوزارونه نه رولیږي .

  73. طالبانو د سولې د خبرو بشپړ واک د قطر سياسي دفتر ته سپارلی دی.
    سوله او د سولې خبرې د قطر دفتر حق بولي.
    نو باید د قطر له دفتر سره د سولې خبرې وشي نه له نورو هیوادونو سره.
    دا چې د قطر دفتر سره اړیکه نه نیول کیږي او پر ځای یې د پاکستان سره په دې اړوند خبرې کيږي، ایا سوله امکان لري؟

  74. زه په ملت ږغ کوم چي نور هیواد ټول دمفتوحه سیمو په کتارکې راتلونکی دي
    افغانانو ویښ شئ دسولې په نامه مو هیواد په یو بل پړاو ورګډ ده.
    د سولې په نامه یوه نوې معامله روانه ده. په یو بل سمندرکې مو هیواد ډوبیدونکی دی، او یو بل ښامار مو چيچلو ته ستونی واز کړی دی، چې خدای مه کړه هیواد او هیوادوالو ته به يې عواقب خورا درانده تمام شي

  75. سوله یواسلامي اوانساني مسؤلیت دی،هغه څوک چې له دې څلویښت کلنې[ بهرنې استخباراتي] جګړې ستړي اوبیزاردي هرومروسوله غواړي ترڅوپه خپل کوراوکلي کې په امن ژوند وکړي‎۰بس دی ډیرې تنکۍ جنازې موبې کفنه خاوروته وسپارلې،ډیرکورونه موبې سړوشول ډیرماشومان بې میندوشول، ډیر موپه کوروپردي راننوتل اولمنې مو پورته شوې۰ زمـــــــاکــــــورســــتــــــاکـــوراوزماعـــــزت ســـتــاعــــزت۰زه دسولې غوښتونکې یم اورب تعالی دې په افغانستان کې دا مـــــــــړه ســــــوله راژونــــــــــدۍ کړي۰
    ســــــولــــــــــــــه زمــــــــــــــونـــــــــــږعـــــــــــــزت ده۰
    مـــــړه او ســــر کــــــوزي دې وي دافـــــغــــــــان ولــــــــــس دښـــــمــــــــن۰

  76. سوله یواسلامي اوانساني مسؤلیت دی،هغه څوک چې له دې څلویښت کلنې[ بهرنې استخباراتي] جګړې ستړي اوبیزاردي هرومروسوله غواړي ترڅوپه خپل کوراوکلي کې په امن ژوند وکړي ۰بس دی ډیرې تنکۍ جنازې موبې کفنه خاوروته وسپارلې، ډیرکورونه موبې سړوشول، ډیرماشومان بې میندوشول، ډیر موپه کوروپردي راننوتل اولمنې مو پورته شوې۰ زمـــــــاکــــــورســــتــــــاکـــوراوزماعـــــزت ســـتــاعــــزت۰زه دسولې غوښتونکې یم اورب تعالی دې په افغانستان کې دا مـــــــــړه ســــــوله راژونــــــــــدۍ کړي۰
    ســــــولــــــــــــــه زمــــــــــــــونـــــــــــږعـــــــــــــزت ده۰
    مـــــړه او ســــر کــــــوزي دې وي دافـــــغــــــــان ولــــــــــس دښـــــمــــــــن۰

  77. وقد شرع الله تعالى للمسلمين الصلح والهدنة، عندما يفقدون القدرة على الجهاد، أو يرون فيها مصلحة راجحة، أو ضرورة لازمة، أو حاجة داعية، كما حصل في صلح الحديبية، بين الرسول صلى الله عليه وسلم وقريش، مع ما كان في هذا الصلح من الإجحاف بالمسلمين، الذين حزنوا حزنا شديدا لعقده، وقد كان في هذا الصلح من المصالح العظيمة، أن سماه الله تعالى “فتحا” كما قال تعالى: ((إنا فتحنا لك فتحا مبينا)) [أول سورة الفتح ]
    فعلی الشعب الافغانی مع التمسک بکتاب الله وسنت رسوله عقد الهدنة عند الاختلاف فی صفوف المجاهدین کی لایکون الهرج والقتال بین المسلمین کما رئینا نبذة من الفتنة.

  78. علمائنا فی البلاد العربیة افتوا بجواز الهدنة والصلح مع العدو لمصلحة راجحة شرعية، مع العزم على إقامة علم الجهاد والإعداد، ولا تجوز هدنة لا مصلحة فيها للمسلمين، بل فيها مضر أو استعباد.

    فعلی المجاهدين في البلدان الإسلامية وبخاصة افغانستان، إنه يجب أن يوازنوا بين استمرار جهادهم، وعدم الاستجابة للهدنة والمصالحة وبين وقف الحرب ضد العدو وعقد هدنة معه، فإن رأوا أن المصلحة في استمرار في الجهاد، وأن الضرر الذي يترتب على ذلك، أقل مفسدة عليهم من الهدنة، فعليهم أن يستعينوا بالله ويستمروا في جهاد عدوهم.

    وإن رأوا أن المصلحة في عقد الهدنة، وأن ما يترتب على ذلك أعظم مصلحة وأقل مفسدة من استمرار الجهاد المسلح، فليقدموا على الهدنة، ويجتهدوا في الإعداد لجهاد عدوهم مستقبلا.

    وعندما يغلب على ظنهم القدرة على استئناف الجهاد، وأن المصلحة في ذلك هي الراجحة، فليستأنفوا جهادهم، والله ناصرهم ومعينهم. والامر فی افغانستان الیوم یفضی الی المقاتلة فیمابین المجاهدین فالتمسک بقول الاخ الکریم الملا معتصم عسی ان یکون اقرب للمحافظة علی دماء المسلمین / اخوکم صالح البدر /من الامارت العربیة المتحدة

  79. د پاکستان لومړي وزیر وویل، کوم کسان چې د سولې له پروسې سره نه یو ځای کېږي د هغوی پر ضد دې د نظامي قوې د استعمال په ګډون له نورو لارو څخه هم کار واخیستل شي.

  80. د چارو کتونکي د طالبانو ترمنځ یووالی د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره ګټور بولي. دوی وېره لري چې که طالبان په دوو یا څو ډلو وېشلي وي، یوه خوا به سوله ومني خو بله به د هغې پر ضد د سولې مخالفت وکړي.

  81. دا خبره یی ډیر دپام وړ ده
    سوله زموږ د بشري ژوند لپاره یو حیاتي ضرورت دی ، د دې ضرورت د پوره کولو لپاره هر ډول هلوځلو او خود ګذري، تحمل، صبر او تسامح ته ضرورت دی

  82. اسلام علیکم دا ډيره شه خبره ده چي زموژ ګران وطن آفغانستان آزاد شي چي آفغانان ده تل لپاره آزاد او آرامه ژوند وکړي.

  83. سلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو زه دا غواړم چي خداي پاک زموږ ګران وطن آفغانستان ده وطن ده .دوښمنانو سخه وساتي چي زموږ افغانان په قتل ونه رسوي

  84. طالب که سوله ونه کړی نوربه هم دملت له غیږ لیري پاته شی خودې خبری ته مو باید پام وي چی
    موږ باید دا ومنو چې که ځينې ښېګڼې لرو هم، نړۍ ته مو په ښه شکل نه دي وړاندې کړي. بې سلیقه توب ته تواضع وایو، خیرنتوب ته
    خاکساري وایو، حماقت ته ساده پاده توب وایو. خلک په زور لهدخپلو ښېګڼو زړه توري کوو، او بیا ملامتي په خلکو ور اچوو.

  85. ازجملهء کوششهائیکه به کار برده شده نشست اسلام آباد که یک هفته قبل دائر شده بود وبه تعقیب آن نشست چهار جانبه درکابل دائر گردید برای جریان دادن به مسیر متوقف صلح یک گام مثبت میشماریم.

  86. ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت یې د دې لپاره چې طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي، مشوقونه یا امتیازونه سنجولي دي.

  87. پاکستان لکه چې اوس په ځان پوه شو،
    پرون (چهارشنبه ) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د پاکتان مرکزي پارالمان (پارلیمنټ) ته په وینا کې وویل چې پاکستان د خپلو ګاونډیو هیوادونو په دا خلي چارو کې د لاسوهنې پالیسۍ ته تغیر ورکړئ نوموړي ومنله چې پاکستان د تیرو ۳۰ شو او ۴۰ ویښتو کلونو بلکې د پاکستان د ۶۸ شپیته کلن تاریخ کې په لومړي ځل داسې پریکړه کړې چې نور به خپل مشرقي او مغربي (هند او افغانستان ) ګاونډي په داخلي چارو کې ګوتوهنه نکوي ،
    ده زیاته کړه چې تر څو چې موږ د یو بل داخلي چارو کې ګوتوهنې ته د پای ټکئ کښینږدو يه سیمه کې امن نشي راتلئ ،
    معلوم شي چې څه کیږي په لومړي ځل يې د یو پاکستاني لوړ پوړې نظامي چارواکې له خولې څخه داسې خبرې اورو
    راځی قدم راواخلی چي دسولی موقع ده پاکستان قول وکړچي نور نه کوم یعنی تراوسه مې کول …که رښتیاسی نو کیدای هم سی .

  88. وسله وال طالبان هم د افغانستان د اساسي قانون په برخه کې د جدي بدلون غوښتونکي نه دي. طالبانو یوازې د شرعي حدودو د اجرا کېدو غوښتنه کړې چې تطبیق یې د افغانستان له اوسني اساسي قانون سره په ټکر کې نه دی.

  89. د څلور اړخیزو ناستو اړوند افغان سیاستوالو او ډیپلوماټانو لیکنې وکړي، چې په دي ترڅ کې په اسلام اباد کې د پخواني افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف لیکنه هم یادولای شو، هغه ویره ښکاره کړې چې دغسي ناستې د سولې اړوند نه بلکې د جګړې د اوږدیدو په موخه کیږي، او د جګړې پلانونه پکې طرحه کیږي، هغه په څرګند ډول د افغان حکومت پر ارادې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د سولې اړوند شک ښکاره کړی دی نو ضعیف صیب نه ګېله دا کوو چي ستاسو ناستي هم خپله دجګړې مانا لري تاسو باید دمعتصم صیب سره دمرګ تر ورستی سلګۍ دفا وکړی او دافغان ملت بقا هڅه کې رغند کارنامی ترسره کړي.

  90. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن او د پاکستان صدراعظم نوازشریف په خپله درې اړخیزه غونډه کې
    په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر وروستیو هلوځلو هم خبرې وکړې.

    سپینه ماڼۍ وايي چې په دې کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم حاضر و.

    د افغانستان د سولې لپاره هلې ځلې وروسته له دې چې پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې د رول لوبولو موقع ورکړي، تېزې شوي دي.

  91. دمسلمانانو لپاره دسولی داشرط ترټولو لازمی دي ډیردپام وړ دي خبریی ترتاسو رسموم چي په ورځ دقیامت یی زه پړونه بلل شم
    ۴ـ روا نده چې د صلحې په تړون کې داسې شرط راغلی وي چې مسلمانان پرې ذليل شي يا پرې احساس د ذلت وکړي.
    لکه چې په يو حديث کې له زهری څخه روايت شوی دی داسې راغلي دي : کله چې په مدينه منوره کې په مسلمانانو باندې سخته راغله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم عينيه بن حصن بن حنيفه بن بدر او حارث بن ابي عوف مزنی ته يو سړی وليږه او دا دواړه د غطفان د قبيلې مشران ؤ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی ته دغه پيغام ورواستاوه چې د مدينې د ميوو دريمه برخه به دوی ته ورکوي که چيرې دوی له خپلو جنګي کسانو سره بيرته واپس شي او په رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه په اصحابو يرغل ونکړي.
    د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د دوی په منځ کې دغه صلح روا نه شوه مګر شاهدانو پرې امضاء نه وی کړی.
    کله چې رسول الله صلیالله عليه وسلم د دې صلحې اراده وکړه نو سعد بن معاذ او سعد بن عباده يې ځانته وغوښتل او له هغوی سره يې په دې برخه کې مشوره وکړه …
    رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د خپلو خبرو په ترڅ کې دوی ته وويل چې اعراب ټول ستاسو په ضد يو شوی دي نو آيا تاسې موافق یی چې دغو ته د مدينې منورې له ميوو څخه څه ورکړو ؟
    دوی رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته وويل :
    که تا دا کار په خپل نظر کړی وي نو ستا نظر موږ ته محترم دی او موږ يې منو او که زموږ نظر هم پکې شرط وي نو موږ دا درته وايو : کله چې موږ کافران ؤ دوی ته مو حتی يوه دانه خرما هم نه ورکوله مګر په ميلمستيا سره يا په خرڅولو نو اوس به يې څنګه ورکوو چې خدای تعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړیدی ؟
    نو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د دوی په خبره خوشحاله شو ، دا حديث قوی مرسل دی.(اعلاءالسنن ۸-۱۲).

  92. د سولې کنفرانس له تالار څخه طالبانو ته د افغان چارواکو پرلپسې جګړییز ګواښونه هغه شکوک لا پیاوړي کوي چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې رښتونی نه دی او د سولې له نامه څخه په استفادې ولس ته فریب ورکوي.

  93. خو داشرعی خبره دې هم هیره نه وی

    په افغانستان کې د سياسي حل او صلحې خبرې اترې په څو شرطونو سره روا دي :
    • چې خارجی کفری قواوی د مسلمانانو له ټولو اشغال شوو خاورو څخه ووځي.
    • چې د دوی د وتلو نه وروسته اسلامي دولت په افغانستان کې قايم شي او دوی په راتلونکي حکومتي نظام کې هڅ مداخله ونکړي ، مثلاً داسې ونه وايي چې
    فلانی شخص دی راشي يا فلانی دی راشي او نه دې ځينې داسې ثقافي او فرهنګي شرطونه ږدي چې په هغو باندې د خلکو عقائد فاسد کړي.
    • دا چې خپلې قواوې دې بې له کوم قيد او شرط څخه وباسي.
    • دا چې مجاهدين په رسميت وپيژني او صلح له دوی څخه وغواړي ، الله تعالی ويلي دي : (وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ ).الانفال
    سدی او ابن زيد رحمهما الله ويلي دي : د دې آيت معنی دا ده که دوی تا صلحې ته وغواړي نو ته د هغوی خبره ومنه .( حاشية الشروانی و ابن القاسم علی تحفة المحتاج ۳۰۶/۹ ).
    ابن حجر هيثمی ويلي دي :
    ( و الشرط الفاسد يفسد العقد علی الصحيح ، بأشرط فيه منع فک أسرانا ، أو ترک ما استولوا عليه أورد مسلم أسير أفلت منهم ، أوسکناهم الحجاز ، او اظهار الخمر بدارنا ، او أن نبعث اليهم من جاءنا منهم

  94. جدایی راغله لارې دوې شوی
    جانانه خپله دی کوه خپله کومه
    یاره دمعتصم اغاپه راتګ اودسولی پروسی په پرمختګ بلی ډلی طالبانوته شک وروولید چي داسی نه سرته ووزو اوس خونو دزور خبرې هم
    کیږي اوپاکستان هم دیاری څخه لاس واخیستل دا نن نوی خبر دقطر په دفتر باندی دسولی خبری شوی .

  95. سوله دتیرپه څیرنه بلکې صادقانه
    اوس لامخکې بايد د سولې په خبرو اترو کې ټول اسلامی شرايط په پام کې ونيول شي ، امريکايان بايد د افغانستان له خاورې څخه په مکمل ډول ووزي ، د امريکايانو په لاس جوړ شوی د کابل اوسنی دولت بايد له منځه لاړ شي او په واک کې پاتې نشي ، امريکايان بايد خپلې قواوې بې له کوم قيد او شرط څخه وباسي ، طالبان او مجاهدين بايد په رسميت وپيژني او سوله بايد امريکايان له دوی څخه وغواړي ، طالبان بايد مطمئن شي چې امريکايان د سولې په غوښتلو کې رښتوني دي او د سولې خبرې يې تکتيکي ندي او ټګي نکوي ).
    کوم کسان چې د افغانستان د قضيې سياسي حل غواړي خو د جهاد هدف چې اسلامي دولت جوړول دي په حل کې نه مطرح کوي په دې پلمه که يې مطرح کړي خارجیان به بيا سياسي حل ونه مني نو دغه کسان د جهاد له هدف څخه بې خبره دی ،

  96. سپرلی را روان دي بیا دجګړو بهیر راپیل کیږي په همدې موخه مې دایوه سولیزه ورته لیکلی چی همدا یی ځای دي

    وطن ته سوله وسیله شه غوټۍ
    هم مو ژوندون هم مو وصله شه غوټۍ

  97. زماغریب یوه ومنی

    تاسو ولی په افغانانو سوله نه کوي هغه داسی
    چي دهرقوم لس ،لس مخور او علماء سره رایوځای شی که هرې غاړې نه ومنله ملت دي قناعت کونکی ډلې له خواشی دانور دی ورک کړي په پردو نه شی که کیدلای نو مخکی به شوی وه
    بل خبره داده چي دا جرګو هیواد هریو خپل درد دهیواد درد بولی
    بس دانوښت راسره وو نورخومې زړه ته نه ولیږی مینه

  98. سوله د افغان ولس هغه ورکه ده چې دا وخت یې پیدا کول ور ته تر هر څه زیات اهمیت لري ځکه همدا د سولې نشتوالی او د جنګ و خشونت شتون دی چې له افغانانو څخه یې د ژوند ټولې اسانتیاوې، کار و روزګار، خوشحالۍ او رنګینۍ تښتولې دي؛ چې سوله نه وي ژوند نشته او هیڅ نشته خو د سولې په شتون کې د هرې ستونزې بلا تر ستوني نیول کېدای شي.

  99. دسولی بهير

    تم به نشي په هیڅ شان کاروان دسولی – پرمخ درومي ګړندې زمان دسولی

    بدمرغي دها ملت به وي په برخه – چې راټول نشي په یو میدان دسولی

    دسرووینو تویول لویه ګناه ده – سره یو شۍ یو هدف ارمان دسولی

    هزاره تاجک پښتون دي سره ورونه – را اوچت کړۍ یو بیرغ نښان دسولی

    بیماري آفت مرض به درنه لر شي – که په خوله موشي یوځل درمان دسولی

    یتیمانو کونډو رنډو ته نظر کړۍ – جګړه مارو کړۍ اختیار ګذران دسولی

    ګل عزیز دلته ګلشن دسولی غواړي – راشۍ وکرۍ ښایسته ګلان دسولی

    ( دسولی آرزوګانی)

  100. « مامې دمور په لمدوسترګو کې
    ما دلوی خدای په وړاندې دخپلې مشرې خور د دعا په لپه کې
    ما دخپل رنځور پلار په تودو لاسونو کې
    ما دخپل ښوونکي په مهربانه غږ کې ا
    او دیوې سپینې کوترې په وزرونو کې سوله ورکه کړې ده
    کا کا جانه ، ماماجانه ، لالاجانه راشئ ، په ګډه هغه بېرته راکړئ
    راشئ ماته سوله راوړ ئ …»

  101. ترکی حسینه جانه او انتخاب صیب
    دا پنځه دېرشم کال دی چې ټول افغان ولس د سولې نارې وهي، خو بيا هم سوله نه راځي او له موږ مروره ده. دا ځکه چې موږ په خپلو کې مرور يو. چا د ايران لمن نيولې، چا د پاکستان لمن نيولې او چا هم د روس او انګرېز. تر څو چې دا پردۍ لمنې خوشې نه کړو او په خپلو کې لاسونه سره ورنه کړو، زموږ په لاسونو به همداسې وسلې چلول کېږي او هديرې به مو هره ورځ د ځوانانو کوربنې وي.»
    سیاسو شعرې ملتیا دسولی ږغ نورهم ګړندی کړی
    په پای کې داغاصیب له داسی هڅو څخه ټول ملت متاثرشوی دي الله دی خیر ورکړی

  102. ملګرو تاسو دسولی ډیرصفت هم مه راتی کړی چي توپک نه وی اوډبی نه وی افغانان نه سره جوړیږی ظاهرشاه هم دډبی په زرو حکومت کړی ځکه یی څلویښ کاله پوره کړو

  103. دکوچیانو اوسولې یی سره څه نن دلته سبا هلته چی ښه هلته یی شپه ملک مو راخراب کړي چي جوړ هم شی نوتاسو په ډانګ خو څه نه لیکل کیږي نه زړګیه داهیواد برموږ حق لری داملت پرموږ حق لری حګړه خونو راته وایی چي سره مړه کړي تاسو په خاکی افغان زابل کې کومه ګټه وکړه بس همدا مو دسر خلک وو چي مړه مو کړل اوس به نو مجبوریاست نور به هم سره وژنی تاسو دملت له درده نه یاست خبر تاسو دیوه تاجرله پړاکا نه یاست خبر تاسو دیوه پله قیمت نه دی معلوم تاسو دیوه سرکاری موټر قیمت نه دی معلوم تاسو جوړ حکومت اوجوړ لښکرې نه دی لیدلی
    لږ ښه فکر وکړه ډانګ دی دلته نه راسیږي خو قلم مې دلته درسیږی .

  104. خه خه خه دا دومره شهیدان او وینی موګ ستاسو دنیکونو دزمکې لپاره تویه ولی او که مو دجایی وګړو دحکومتونو لپاره یادلره چي هرڅوک په کې مری موږ به له مقاومت چخه لاس وانه خلو اونه به یی تاسو رانه سوله اوحکومت کړی

  105. الله دی خړه خره نصیب کړی
    بدمرغه یاره چي به پرې کډه باروینه
    انډرت انډرت کوچی ماما

  106. نه وروره کوچي اوځایی ته مه سره ځئ
    سیاستونه دی که تعلیم او تربیه ولای نو ولی به مو دومره سره ټکول ولی به زموږ دکورسوله پردو راکوله هرڅوک دی په خپل ګیروان کې وګوری چي څوک ملامت دي خوبیاهم ښه پوهیږو مګرلاس تړی اولس اوویران وطن

  107. پر همدې بنسټ د سولې خبرو وروستي بیا پیل ته د ټول ولس په زړه کې د هیلو غوټۍ ګل شوي دي او دا چې دا پروسه د افغانستان د ملي وحدت حکومت له خوا په جديت را شروع شوې، په دې باب یې سیمه ییزه او نړیواله اجماع را منځته کړې، د نړۍ دوه لوی اقتصادي- نظامي ځواکونه (امریکا او چین) پکښې دخیل دي او طالب اړخ هم ور ته متمایل ښکاري نو د امیدوارۍ لپاره دلایل نور هم ور سره قوي کيږي.

  108. محترم وروراغاصاحب اولس مو اوس پیژنی باید دچاخبروته غوږ کښېنږدی اودسولی پروسه جاری وساتی دیر وروسته به پوهیږي

  109. کاکړصیب چرته یی الله دی راوله ته هم دسولی په پروسه کی ګډون کوی که څه ټکه ده خوپام منصورصیب به درخبرشی خاک افغان ته به دې ولیږي اوبیا درسره خبری پیل کړي وروسته به دی مړ کړي

  110. هههههه
    ساقیارصیب مه یی بیروه عجیب یی وکړه دی خو دومره ډاریدلو اوس دی نو دانوم هم ورته واخیست چي خاک افغان داسلامی جګړمارو میدان یوه ورځ په یوه مجلس کې همدا موضوع مطرح شوه ده یوڅو خبری وکړی په جذبه کې وو ماورته وویل چی دانابلد سړی دمنصورصیب دکورنۍ وو دوی ورځی یی چورتونه وهل بیامې ورته اطمېنان ورکړچي دالله بند نه اسلام دمنصوردی اونه امارت هیڅوک څه نه شی کولای ترڅو چی الله پاک اراده نه وی شوی هغه په دابل ورځی دکوچلاغ لانج پیښه شوه ده راته ویل دا ولله سره خوږوی ماخو فکرکاوو چي هابله ډل زورنه لری داخوتردې لا دمړو اومرګونو سره بلد دي الله پاک مودی له دواړو وساتي اوالله پاک دی داغاصیب په نوښت اوهمږغی سره سوله قائم کړی دامې دهجری مجلس درسره وکی په دې پاڼه کې حق خو نه وو مګرددې موضوع سره یی لږ تړاوو درلود کاکړصیب مو هم وډارکړو.مننه ورورڼو

  111. د جدي پر ۲۱- مه دوشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین له خوا د سولې په باب تر څلور اړخیزي غونډې وروسته د جدي پر۲۲- مه په کابل کې د افغانستان د بهرینو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې، سوله یوه اوږدمهاله پروسه ده خو په دوو میاشتو کې باید په دې برخه کې بدلون ولیدل شي، ده زیاته کړه چې دوی په څلور اړخیزه غونډه کې د کاري چوکاټ پر جوړولو بحث وکړ او د خبرو په دوهم پړاو کې به د کار پر میکانیزم خبرې وشي چې مدیریت به یې په کابل کې د جدي پر ۲۸- مه د افغانستان د بهرینو چارو وزارت پر غاړه وي.

  112. وی لیونی دونه په ځآن نه کوی لکه په بل ښه اوس نو دافغانستان حکومت هم وقطرته ځواب ویلی چي موږ نه سو کولای چي درشو دسولی لپاره عجیب کمال یی وکړ یاری ناری وهل سوله سوله طالبانو ورسره نه کوله اونن بیا حکومت سوله نه کوي تاسو پوهیږي چي طالبان په خارجیانو خوږوی لکه چي په خپل مینځ کې چي یی سره ونښلول یوه ډله یی په مړه کړه اوس بیا بله

  113. شریف صیب تاسو له خولی لاس نه دی اخیستی تاسو ورشی هیواد ته اکثریت دچا حکومت دچا اشرفیان صرف په ښارونو واکمن دي مجاهدینو خپله دنده سره ته ورسوله چي سوله داچی نه ورځي داخپله د دوی ماتی ده

  114. یاره طالبانو دانورخلک ډیری سمی ادبی تبصری کوي خوستاسو دا معلومی وی یا رخشند وی یا عبث یا جذبات یا له مطلب هاخوا موضوع څه دی اوتاسو څه وایاست

  115. محترم اغاصاحب ترلیکنه دی په تصویر کې خوند اوترتصویر دی په لیکنه کې زړونه مو ولیدلی وو ځکه چي هیچا مو نه خبره اوریدله اونه یی په سړو بللو بس چي هسی دسولی یوکار وشی کني خوندبه یی نه وی هیڅ نه دی پاته شوی .مادملګرو تبصری وکتلی ټول دسولی ناروی وهی نورله جنګه ستړی دي .

  116. ټول افغان ملت د سولې د دغې پروسې د حمایت لپاره یوې ملي اجماع ته رسېدلی او ټول په یوه ږغ دغه بهیر ته د امیدوارۍ ږغ پورته کوي او همدارنګه پر افغان حکومت ږغ کوي چې باید د سولې د جریان په باب له خپل جدیت څخه پر شا نه شي ځکه په جنګ کې یوازې غل، غاصب، قاتل، خاین، فاسد، جنایتکار، قاچاقبر او پردیپال ګټه کوي خو په سوله کې د ولس منافع نغښتې دي او دا هغه واقعیت دی چې ولسمشر اشرف غني هم ور ته متوجه دی او څنګه چې نوموړي په خپل ژوندلیک کې د فسق و فساد، قتل و قتال او خیانت و جنایت پاراګراف نلري او نه له غلو سره د جوال خوله نیسي نو دغه واقعیت د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره د هیلو رڼاګانې نوري هم ډېروي او خپروي.

  117. محترم اغاصیب موږ درسره په سوله کې مرسته کړي
    لاندې کتاب درته معرفی کوو اوټولو مبصرینو ته یی ډالۍ کول غواړم چي ترڅویی وویني اوددې اهمې مادی اوددی افغانی ورکي پیداکولو لپاره په کې څه ترلاسه کړي

    د کتاب نوم : روغه جوړه او پخلاینه
    لیکوال : پوهنمل امان الله لودین
    خپرندوی : په خپله مؤلف
    د خپرېدو کال : ١٣٨٧ لمریز کال
    د خپرېدو ځای : کابل ، افغانستان
    د کتاب په اړه:
    د روغې جوړې او پخلاینې تر سرلیک لاندې کتاب په سلو مخونو کې په متوسطې قطعې سره چاپ او خپور شوی چې تر ډېره بریده د شخړو د هواري او سولې په لارو چارو بحث لري، کتاب په ټولیزه توګه درې برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د باور جوړونې او پخلاینې ترلاسه کولو مهم ټکي، د پخلاینې عملیه،د خوندي فضا د پرانیستو لپاره مهم عناصر ، د پخلاینې په لار کې خنډونه، مصلحینو ته مشورې،له شخړې څخه د پخلاینې په لور او ګن نور داسې موضوعات له جلا جلا عنوانو سره تر بحث لاندې نیولي دي.
    همدارنګه د کتاب په دویمه برخه کې د اسلام له نظره سوله او پخلاینه ، دسولې شرعي حکم،د اسلام له نظره سوله ییز ژوند او ورته نور موضوعات‎څېړل شوي دي او په دریمه برخه کې بیا د اسلام او سوله جوړونه، په اسلام کې د سولې جوړونې لارې چارې،ولې په اسلام کې پر عدالت زیات ټېنګار شوی،د سولې رامنځ ته کول او د هغې ساتنه او دې ته ورته نور سرلیکونه تر بحث لاندې نیول شوي دي.
    ددې کتاب لیکوال چې د پوهنتون استاد دی، د خپل کتاب په پیلیزه کې لیکي چې ددې کتاب له محتویاتو څخه په ښوونه کې هم ګټه پورته کېدای شي او د عملي کورس په توګه هم کارول کېدای شي.

  118. پاکستان دهیواد له جنګ اوسولی دواړو څخه کار اخلی

    ه کومی ورځی چه افغانستان د جګړو په ناورین اخته دی د همهغه اولی ورځی نه پر پاکستان د ډالرو او د هغوۍ په اصطلاح د امدادونو باران شروع دی. د افغانستان له وجی پاکستان د اتومی اسلحی خاوند هم شو، ګنی اسراییلو او د امریکی متحده ایالاتو به هیڅکله هم پاکستان د اتومی تکنالوژۍ لاسرسۍ ته نه وایی پریښودلای. خو د ساړه جنګ شپی ورځی وی او د پاکستان پر اتومی پروګرام یی سترګی پټی کړی.

    کمونست یی په مجاهد خرص کړ، مجاهد یی په طالب او طالب یی په سیکولر پراخ بنسټه ماټر یالستانو، او باقی به خیر غواړو چه څوک به په څوک خرڅوي. شمالی ټکواله خو لا یی صرف دوه اونۍ وړاندی یو ځل بیا په غیږه کی په را نیولو کړه چه د آینده پلانونو د پلی کیدو لپاره به یی په دا نوی ماشوم په دی جنګ ځپلي هیواد کی یو ځل بیا څه لوبی وکړي.

  119. ((تر کومه ځایه چې زه پوهیږم روغه جوړه په افغانستان کې یوه بیړنۍ اړتیا ده او ددغې جوړي لپاره خبري اتري مهمې دي که هغه مخامخ وي که نا مخامخ خو باید پیل شي . ټول پوهیږي چې یوازي پوځي نه بلکی سیاسي او ناپوځي لاري هم پدې برخه کې مرسته کولای شي.))

  120. هغه دين چې موافق دى له قرآنه

    او رسول دى قبول کړى

    هغه دين زما قبول دى، ما دى لاس ورلګولى

    هغه دين جې مخالف دى له قرآنه

    او رسول ځيني وېزار دى

    زه وېزار له هغه دينه
    چې پېرودهغه دين په دواړوکونو شر مسار دى۰
    چې سوله نه وي امن نه وي ــ چې امن نه وي نو ژوند او عبادت به په کومه کرارې سره وشي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟۰۰۰۰۰۰۰۰۰

  121. عزتمند معتصم اغاجان صاحبه!
    لمړی مو نیکی هیلی او سلامونه ومنه . نوشته ، غوښتنه او دوعامو ټوله ښه اودهرافغان دزړه داواز احساس و کاشکی ټولو ا ود جنګ هر اړخ همداسی احساس ولری دوعا مو دی خدای تعالی ج قبوله کړی خودافغانستان موضوع یواځی په غوښتنه اویا داستعمارګرو قووتونو په ناسته به حل نشی . ، ځکه دا نږدی ۴۰ کاله جنګ دهمدغو استعمار ګروپخپله اودخپلو داخلی او خارجی اجنټانو په ذریعه داستعماری موخو اوپلانونو دپاره جوړکړی اوجاری یی ساتلی دی دوی که وغواړی نوخپل ټولو اجنټانو ته به دجنګ نه کولو امروکی پدی شرط چی ددوی استعماری موخی ته درسیدولو چاری ولری اوبس خو تردوی ډیر مهم خپل منځی دافغانانو خبریدی چی ګذشت او یو وبله ته تیریدنه وکی نوهیله ده چی هر افغان پخپله برخه کی دخدای ج درضا دپاره او دافغانستان دخلکو دهوساینی اوارامی دپاره پخپله او په خپلو دوستانو اوپیروانو دسولی ضرورت اوښی ګڼه چی خدای تعلی ج خیر بللی ده ومنی.، .

  122. سوله وشوه! طالبانو اساسي قانون ومنل! یرغلګر ووتل!
    بیا
    اشرف غني به قائد أعظم او عبدالله به غازي عبدالله وي.
    د طالبانو او کابل د ادارې ملایان به ښاغلي او رحمة علیهم! مفتیان او مولاګان وي.
    د افغانستان هر فرد به خالق او مالک وي.
    دیني احکام به محکوم وي
    د دین په نوم مبارزین به ډیزلیان وي.
    ږیري به په زور خریل کیږي
    په حج به محدودیت وي
    اسلامي تعلیم به ترهګري وي
    تر شلو کالو به مسجد ته تګ ممونع وي
    او دي ته ورته ډیري اپلتي به وي چي اوسنو ښاغلو او آغلو ته به صدقه جاریه وي.

  123. سولہ ھلتہ کیدونکی دہ چی افغانان خپلہ مخامخ ناستی وکڑی نہ دداسی مینزگڑی پہ مشورہ چی ھغہ دافغانستان دجغرافیایی حریم نظامی جوڑشت اسلامی کلتور او اساسی پرمختگ دشمنان وی او دواڑہ خواوی تر ھرسہ مخکی باید اسلامی او الھی قانون تہ لومڑیتوب ورکڑی ورسرہ دی دھیواد خپلواکی ملی ارزشتونہ پہ پام کی ونیسی ترسو دیتمانو کونڈو شھیدانو پہ ارمانو او ھیلو دنازوانئ ٹغر خپور نشی… دطالب جان دنیمگڑی استعداد نچوڑ

  124. بعضي خلک غوښتنه لري چي دلته دي ډیموکراسي ته اجازه ورکړل شي اسلام ته کومه ستونځه نه جوړیږي استدلال یه دا وي چي افغانان مسلمانان دي او له اسلامي احکامو مخالفت نه کوي.
    دوي ته دي وویل شي چي افغانان داسي کلک مسلمانان دي بیا ولي د ډیموکراسي د ترویج لپاره دومره کلک ولاړ دي او ولي د اسلامي نظام شعار نشي زغملاي!
    بعضي نور وایي ډیموکراسي ته اجازه ورکړئ په نظام کي ګډ شئ خلک اصلاح کړئ چي بد اعمال ونکړي.
    خو دوي فکر نه کوي چي له رسول الله نه څوک ښه لار ښود نشته او له صحابه کرامو ښه مسلمانان نشته خو بیا هم د هغوي د اصلاح او انتظام لپاره الله تعالی حدود، قصاص، رجم او نوري سزاوي په حکومتي چوکاټ کي لازمي کړلي د رسول الله اصلاح ته یه خبره نه ده سپارلي ایا د اوس وخت داعیان او د اوس وخت ولسونه له حدودو سوا اصلاح کیدلاي شي!؟ پداسي حال کي چي ډیموکراسي هیڅکله د حدودو نظام نشي کیدلاي.

  125. ماشاالله ډیرښکلی حقيقت اوروغي خبري ته دي اشاره کړي جهالت دلياقت اوعلم ځاي نشی نيولی ديموکراسی يعنی مشابهت له کفرسره موږ قانون لرواوچی څوک بل قانون په قران سربيره جوړوي داهم خپلی پښی په تبروهل دي
    سوله غواړو خو تسلمی نه غواړو قطرهم اوس ناڅرګند حالت ته ورسید

  126. موږ باید دامارت اطاعت وکړو
    محترمو طالبانو سوله نه کیدونکی ده دوی غواړم موږ تسلم کړي نو که ډیموکراسی نظام جوړ شی هغه ددولسم سند حطمی غواړی کوم طالب یی لري دایی موږ بی سواده نوراځي چی خپل هدف ته مخه ورکړو دخپل امیراطاعت وکړو تراسلامي امارت راولو

  127. ښاغلی سنګروال صیب تاسو دکومې خوا ورته ناست یاست
    د ډیموکراسی په قانون کې هم دحدیث د دوری سند منل شوی دي چي دڅلورلسم صنف کار کوي متاسفانه چي تاسوپرې خبرنه یاست

  128. ایرانیان خپله تعلیمونه کوي خو جنګو ته که په سوریه کې دي که په یمن کې افغانان کرایه کوي. سعودیان په ټوله نړۍ کې په عیاشي پسې ګرځي، خو منځني ختیځ او یمن ته جنګ ته افغانان کرایه کوي.
    ایران زمونږ شعیه ګان جنګ ته لیږي او په مقابل کې یې سعودي زمونږ سنیان. دا جنګیالي چې بیرته وطن ته راشي نو دغه د سني او شعیه نفرت او د جنګ اور به هم له ځانه سره راوړي.
    بس چې کمعقل شوې نو هر څوک به دې استعمالوي. یا به د امریکا او روس په جنګو کې استعمالیږې، یا د هند او پاکستان یا د ایران او سعودي او یا د نورو. څوک به مو د دین په نوم استعمالوي او څوک د قوم، ژبې او نورو.
    نو اوس به دسولی په اړتیا خبرشوی یاست جګړه داسیالیری پرتو ته وغزیدله کیدای شی اوس موږ ته دراپورته کیدو جانس موجود وی

  129. په افغانستان کى د صلح په اړوند هر ډول خبرو ملاتړ يو
    سوليز هيواد شتون يوازي په يو موټي کيده کى ده
    وحيد على هوتک. دسولى او پرمختګ پيرو. abdulah atiq

  130. دارګ خبر اوسوله
    ولسمشراشرف غني وايي چې دامنیتي ځواکونو په لاسته راوړنو اوخپلواکي به هېڅکله، دسولې په پروسه کې، معلمله ونه کړی شي!
    ښاغلي غني چې په کابل کې دکورنیوچارودنوي وزارت دتعمیردفتتاح په مراسموکې خبرې کولې، ويې ویل: «سوله دافغانستان دخلکوغوښتنه ده، خومونږ هغه نه یوچې جګړه موپېل کړي وي یا دوامـ ورته ورکوو، پرمونږ باندې یوه تحمیلل شوې جګره شتون لري اومونږ په خپل ټول قوت، له خاورې اوداسلامـ ددین له ارزښتونوڅخه دفاع کوو اوپه حقه یو»!

  131. په ارګ دی اور ولیګیږي
    په دې ظالم دی تور ولیګیږی
    چي دمړینی توان یی نه وی
    بیادی نورواونور ولګیږی
    تاسو دخواراوله درده څه خبریاست ستاسو دېګی کبانونه اوپه سوونو هګۍ اودماهی خوښی په سر وتلی چي کله دسولی خبره حتمی شی تاسو دغرور اوبانوپه خره سپاره شی ولی ظالمانو همداچانس له لاس ورکوي چي هم طالب دی ته تیارشوی اوهم عامه وګړی خوتاسو دنی اویا خبری کوي.

  132. امارتی صیب دمور شدی ماهم قلم ورباندی راکشاوو خوتاداسی ټک ورله ورکړ چي په ارګ کې به یی اوریدلی وی

  133. معتصمه …! زموږ معتصمه چیغه واوره

    ټول ستر او ښاغلې مشران چې دافغانستان په بدرنګه غمیزه کې (چې تر اوسه لاهم دوام لرې) سياسې او وژونکئ شالیدنه لرې،د پښتنو مشران دې.

    پښتون خوځښت د اسلام د یوازنې دين اود پښتونولئ د اصولو پر بنسټ پښتون ژغورنې اودټولنیز عدالت ټينګښت او پايښت ته ژمن دی.پښتانه ځوانان د افغانستان پايښت، وده او ثبات یوازې ملت ژغورنه او ټولنیز عدل بولې.

    که څه هم ځوانان د یو ټولنې یوازنی عینې قوت دې، خو مشر پالنه په اسلام کې ستر ټولنیز اخلاق او د پښتونولی ټولنیز اصل دی.چې د پښتو په ټولنیزو پریکړو او افغان تاريخې سياسې شاليد کې ستره ونډه لرې. پښتون خوځښت د پښتون ژغورنې په مبارزه او اړوند کړنو او پريکړو کې د افغان مشرانو ونډې لارښوونو او مشورو ته ټينګه اړتیا لرې.

    پښتانه اولادونه په خپلو رښتینو افغان مشرانو وياړې. او افغان مشران پدې پوهيږې. چې د وطن ژغورنې او اسلام ژغورنې فکر پدې خاوره نه مرې، دلته دهر غازې دوینی څاڅکی اولادونه زيږوې. د ميرويس نيکه، خوشحال او احمدشاه بابا فکر تر اوسه هم ژوندی او پالل کیږي.

    جبرخوړونکې مبارزه شروع ده. د ژوند په تمه مرګ قبول.

    دپښتون خوځښت ځوانان پر ټولو افغان مشرانو ،خپلواکو ليکوالو،پوهانو، شاعرانو چې د نړئ په هر لمن کې اوسې، او د پښتون کريږې حسوې، چيغه کوي چې دیو سپيڅلی او دروند ملت ، چې هر وکړئ يي پخپل کور کې په مرګ تهدید دی، وژغورې.

    دې سيمه کې د ژوند، خپلواکې ،عدل، مين ،وطن زندی شوې. ژوند اخيستونکو لمبې بلې کړې. غله جنګسلاران دواک په ګدئ ناست دې . وژونکو د عدل تله په لاس کې اخيستې. دغمونو ماځيګرې دې. تاسو وطن نه لرئ، تاسو دلته نشی راتلئ.

    دوژنې او جګړئ په وړاندې یو شی، د پښتون خوځښت (( د افغان مشرانو په جرګه)) کې خپل مشرتوب وړاندې کړئ، او د افغانستان راتلونکې مشران وروزی!

    زموږ مشرانو: زموږ سره په اړیکه کې شئ!

  134. افغان حکومت به هلته جوړشی اوفسات به ورک شی چی داحکومت دتنظيمی اوقومی حالت څخه ووځی او يوملی حکومت شی نوردتنظيم سمت اوقوم په نوم واک ونه ويشل شی څوکی ته سړی ولټول شی اواهل دکارته کار ورکول شی ګذارش دکاروغوښتل شی اوټول وطن ديومرکزيت څخه اداره شی حکومت دنظم ودسپلين لرونکی وی اوقانون دمعاملو قربانی نشی٠
    بدبختانه اوس په وطن کی دهردوه تنوڅخه يوتن پردی جاسوس دی اوپردی جاسوس په لوړه څوکی مقرردی خبره ئی هم اوريدل کيږی دولايتی شوراګانومشران دپارلمان وکيلان دسنا مشران داخلک اکثريت پرديوته په ښکاره خدمت کوی ٠

  135. سیاسی مبصرینو پہ اند کہ د دواڑہ غاڑی دسولی حل لار پہ پام کی ونہ نیسی کیدای شی روان کال ڈیر افغانان داقتصادی ضعف لہ املہ دخلقی ترچتر لاندی او یادبکوا پہ دشتو کی او یا دپاکستان دکولا پہ کانو کی قربانی شی زکہ چی ھیواد مو ایندہ کال دومرہ پہ بد حالت کی چی ھرخوا دربدری او غربت ٹغر خپورکڑئ دہ نور ننواتی در زو بالاجنگ ودروئ بس تہ

  136. ماداسی شننه کړی
    مسلح قوتونه بايد ملی شی اکمال اوتجهيزشی سرحدی قواوته بايد خاصه توجه وشی دبيت المال پيسي قانونی اوغيری قانونی داپنځوپيژندل شووغلو وخوړلی اوددوی دژوندسطحه دنوروافغانانوسره يوشان ندی مړی اوژوندی ئی شريک ندی ددی ظالمانو خولی اولاسونه دمظلوم ملت په وينو سری دی کله چی ددوی سياسي اوشخصی ګټی په تاوان کی شی په بيګناه افغانانو خولی لګوی چی ښکاره مثال ئی دداخلی وزير پتنګ دی کله چی پتنګ ددوی نارواغوښتنی اودمقرريو فرمايشونه ونه منل اودمقرريو دلالان ئی رسواکړه سمدلاسه جهادی مافيا اودمقرريو دلالانو په پتنګ خولی ولګولی يوه دونيا مشکلات اوسردرد ئی ورته پيداکړوداخبيث اومنافق ګروت دکارسړی ته دسيسي اوتوطيي جوړوی وطندوست وکيلان ولی دداسی بی عدالتيو په مقابل کی نه ودريږی اوسخت دريځ نه غوره کوی ؟
    په سوله کې دپښتنو ګټی دي هغه دشمال جګړه ماران نه کوي هسی خواری مه کاږي

  137. دافغان قواو يوقوماندان چی نوم به ئی نه يادوم وويل چی زما دتومانچی ډز پاکستان ته نه رسيږی زه به ورته ووايم که ته رښتيا مسلکی اووطندوست قوماندان ئی ستادژبی ډزبايددپاکستان زړه ولړزوی که ته په هفته کې يوساعت خپل پرسونل ته دوطندوستی روحيه اوقوی مورال ورکړی دمشکلاتو پوښتنه ئی وکړی اعاشه اواباطه ئی پوره کړی ستا هرسرباز افغان دی که په تش لاس ئی دپاکستان دتاڼوڅخه توپونه رانه وړل بيا مخ راتورکړی دافغان په ميړانه اوغيرت باور پيداکړه جنګ سلاح نکوی جنګ مورال کوی بری دباتورانودی خپل مادون په خيټه موړ وساته دهری مياشتی په اخرکې ئی تنخوا ه ورکړه دخپل مادون دحق دغوښتلو په خاطر خپل قوماندان دګريوان څخه راونيسه مادون پخپلو شخصی امکاناتو ونازاوه په يوه خوږه خبره ئی ونازاوه دروغ اوناروغ پوښتنه ئی وکړه ډاکتردوادرمل ورته وليږه ٠

  138. یاره ارغندی صیب زماپه خیالی فون دي کمزوری دی مګر لیکنه دی ماشاء دیوه سالم نظر څرګندونه کوی البت سیالی ډلی به ستاسو غریب په دی قابلو جملو کله خبرشی خو ارغندی صیب داشنونکی هم راته ښه خلک نه شکاری تاسویی لیکنی اوتبصری وګوری

  139. پاکستانی جاسوسان دايوغږ کوی چی بدون دپاکستان دهمکاری څخه په افغانستان کی امن اوسوله نه راځی پاکستان هيڅکله تاته امن اوسوله نه راوړی هغوی ما اوتاته مرګ راوړی دازادی اواشنا راډيو واوره چی خبرونه څه وائی اوبيا پخپله قضاوت وکړه چی هره ورځ څومره افغانان مړه کيږی اودادچاه دلاسه مړه کيږی لدی خاطر جمع اوسه خپل غم پخپله وکړه دبل په طمعه مه اوسيږه ځمکه هغه سوځی چی اورپری بل وی دکنړ دوالی امر می ډير خوښ شوو چی ئی خپل قواوته وويل که چاه يوډز په تاسو وکړو تاسی دوه ډزه پری وکړی دادی غيرتی افغان خدايدی همت ورکړی ٠ دافغان هر سرباز قهرامان دی اوافغانان پخپلو بچو افتخارکوی دګوشتی ددفاع شهيد به تل ژوندی وی پردوس جنت ورته غواړو٠

  140. شنونکوته دپام وړ خبره

    زه پوهیږم چي تاسو یوځل بیاپه ملت لوبی کوي اوبیامو دکومې بلی رسۍ سرنیولی هم ځان په کې لاهو کوو اوهم ملت کمونزم یوځلی له خپلو بادارانو سره سر وخوړ ددیوم ځل لپاره ورته چانس نه منونکی ښکاری ستاسو ارۍ اوچټ بیا دخلکو نه په کارکیږي دکورکالی ډوډۍ قصی په دې اقتصادی او مادي نړۍ کې اوس نه چلیږي هسی ځان مه ستړې کوي روسان غواړی چي ددفاع په خاطرپه عربی نړۍ کې جنګ ونښلوی او دعربی نړۍ پیښیدونکی خطر همهلته شنډکړي اوداعیش دامریکایانو مذهبی ډله بولی چی دوی به راځي اوروسان به ژوندی ترستونی تیروي.
    دلته موږ دسولی خبره مطره کړي چی همدا موضوع هم دسولی دی خوتاسو دلته هم دکمونزم ظالمانه افکار چلوی اودسولی کوتره وژنی

  141. ایا سوله اوس یوه پروژه ګرزیدلی
    که ددې پروژې عملي کېدلوته دنوروپروژپه قیاس وکتل شي، بایددهغې عملي کول ردشي، هغه یوه ناکامه پروژه وګڼل شي چې دګاونډ یا نوله حساستیونوپرته به نورڅه پې زیات نه شي اوخلکوته به له ډېرې دښمنۍ پرته څه په لاس ورنه شي.

    امکان لري وویل شی څرنګه چې ددې پروژې لګښت دبهرنیانوله خواورکړل کېږي، دهغې عمل کول به څه سخت کارنه وي، خوکه دغه پوژه، دیوې ملي پروژې په عنوان، په نظرکې ونیول شي، هماغه ستونځې اوسختۍ به ولري، چې هره پروژه کولای شي ورسره مخامخ شي. هغه څه چې دملي یووالي حکومت يې نه لري، یوازي بودجه، نه ده، بلکې دملي عزمـ اوارادې نشتوالی دی چې دملي یووالي دحکومت په لاس کې
    نشته!!!
    خوباید ووایم چي اشرف غنی هم لکه مږک حفیظه نه لری سوله یی بیاهیره شوه څوځلی یی دخپلو رایوپه ترلاسه کولوکې دجنوب اوشرق وګړوته اطمېنان ورکړ چی اول ،اول به دسولی پروژه پرمخ وړې اوس نو چي نوم یی پروژه شوه بس نوپراوژه شوه

  142. یاره اغاصاحب الله دي ښاد اباد او زنده باد لره
    ته وا ولی او زه وایم چي ځکه …؟
    دې طالبانو دکورسۍ خوند وکتلو دموټرو ودنو قومندانیو خلافتونو امارتونو اوس ورته عادی ژوند هیڅ نه ښکاری ما تراوس داسی طالب مشر نه دی لیدلی چي ووایی یاره بس دي باره نه دچاسره کارلرم اونه حکومت اوچوکۍ غواړم نورهم ټالۍ وهی اوډیربی وفاهم دي یوه ورځ یی مشروی بله ورځ یی وژنی
    اغاصاحب که دی دا امیاز حاصل کړ دټول اسلامی امت جوغه به ستاپه سر کښیښودل کیږي ځکه چی له یوې خوا صلیبی ځواکونه غواړی چي دوی ښه په جنګی او مقتدر چاپیریال کی راښکېل کړي بل لوری ته دوی دقدرت وږی شول اوس پرې شرمیږو خبل مشران وژنی ملګری وژنی میلمانه وژنی کوربانه وژنه اردو وژنی پولیس وژنی جهادی مشران وژنی شمالیان وژنی داعیشان وژنی حزبیان دوی وژنی داسنګه خلک دي داځنګ سیاست اومذهب دي…؟

  143. اوس مهال افغان ولس له دولت او شکېلو وسلوالو اړخونو څخه د سولې اړوند مایوسه ښکاري او ورځ تر بلې يې مایوسې زیاتيږي، دغه مایوسي هغه وخت زیاته شوه چې افغان حکومت د سولې لومړیتوب پرځای جنګ او جګړه خپل لومړیتوب وټاکی.

  144. افغان ولس له ذهني فشار سره مخ دي، ذهني ارامتیا نشته، او یواځي د جنګ، جګړې ، زور او یوبل په زور له منځه وړلو خبرې اوري، همدا لامل دي چې په تیر ۲۰۱۵ ز کال کې نږدې ۱۶۰۰۰۰ افغان ځوان استعدادونو د سولې څخه د ناهیلې له امله له هیواده اروپا او نورو بهرنیو هیوادونو ته تېښته کړي.

  145. که د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه سوله ونه شي ممکن د افغانستان اوسنۍ روانه جګړه د ۹ نورو کلونو له پاره هم اوږده شي. او له ۲۰۱۶ ز کال وروسته به سوله اسانه نه وي، کورنۍ، منطقوي او نړیوال شرایط به د افغانستان د جګړې او سولې اړوند تغیر کوي، او بیا به هغه وخت ټوله سېمه ورسره جنجال کي پاتې وي لکه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې موږ ددغسي شرایطو شاهدان وو.

  146. که نړیواله ټولنه پر افغان حکومت فشار رانه وړي او په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې مشروط او محدودي نه کړي، خپل فشار په عملي ډول ونه ښيې سوله به ستونزمنه وي.

  147. زماپه نظر
    سوله هسی یوه رنګین غولونه قصه راته ښکاری بی ځایه مصارف دی چی دولت یی دارکانو په ناڅرګند موقف پوری کوي
    د سولې برخه کې نړیوالې ټولنې مالي مرستې یواځي تر افغان حکومت او افغان چارواکواو افغان حکومت پلوه کسانو پورې تړل شوې، او دغه مرستې یواځي یو خاص ادرس سره کیږي چې دا خپله د سولې پر هراړخیزه پروسه باندي منفي تاثیرات لری.

  148. راشی دعا وکړو
    یا الله نور موږ ته مه دوزخی امپرطوران راولی اومه مو داسلام په جامه کې په ناڅرګند مرګ وژنه
    یاالله داخو څه دوزخ نه دی چی دنړۍ ټول کفاردی همدلته راسیخ کړی دی بلکې یوجنتی وطن مودي
    یاالله اوس دشهیدانو په پټولو هم ستړی شوی یو نور مسلمه ته هم دشهیدانو وار تیرکړي بس نوردسولی
    پیرزوینی راته راکړه

  149. سېمییز ډول سره هم باید شکېلو لورو ( افغان حکومت او مخالفو وسلوالو ډلو) فشار راوستل شي. چین، امریکا او ناټو باید له خپل سیاسي فشار څخه کار واخلي.

  150. ښاغلو مبصرینو زه به دیوه مبصرپه تفصره باندی ځان درسره شریک کړم هسی خوخبره دسولی ده خوبایدووایوچی
    پاکستان لا د جګړې دواړو لورو سره لوبه کوي، نړیوالو څخه د سولې په نوم پیسې ترلاسه کوي، له جنګې او خرابو امنیتي شرایطو څخه استفاده کوي او چې څومره دغه ډول حالت اوږديږي دوی يې د ځان په ګټه ګڼې، او خپل اهمیت يې په نړیواله کچه تازه ساتلی دی، که په افغانستان او سیمه کې بې ثباتي وي نو پاکستان به له هر چا کریډیټ او امتیاز اخلي.

  151. هو مبصره وروره پر طالبانو بیا پاکستان ځينې داسي فشارونه واردوي چې سولي ته د رسیدو لاره نه شي ګڼل کیدای، مثلا بشري مرستې بندول، د بستر زخمیانو له روغتون څخه په نااعلاج حالت کې ایستل، چې لا هم حساسیتونه زیاتوي او سولې ته ژمنتیا خنډنۍ کوي.

  152. زماخو له دې دولت څخه نوره کرکه کیږي افغان حکومت داسي عمل کوي لکه چې ټول افغان ولس ددوی تر شا او د مخالفو وسلوالو پر ضد ولاړ وي، حال داچې داسي نه ده حکومت باید پوه شي چې نږدې ۷۰٪ خاوره له مخالفو وسلوالو سره ده او ځينې داسي برخې دي چې نه د وسلوالو مخالفو ډلو او نه هم حکومت تر کنټرول لاندي ده، یواځي ۲۰٪ خاوره به د دولت په واک کي وي، همدې فارمولي ته په کتلو سره باید د سولې اړوند عمل وکړي.

  153. نو دا د ټولو ليکوالو، شاعرانو او له فرهنګي حلقو سره د تړلو کسانو مسؤوليت دى او دنده يې جوړېږي، چې د خپل هېواد د سوکالۍ او آرامه ژوند د راتلو په موخه، په دې اړه مټې راونغاړي او په خپلو ويناوو، ليکنو، شعرونو او نورو خپرونو کې دغه موضوع وځلوي، په خپلو ادبي تخليقاتو او پنځونو کې سوله ياده کړي او ملاتړ يې وکړي.

  154. ښاغلو کله چي مې داخبرولید تلوسه مې شوه چی ولی ډیرکتل شوی ؟
    خوکه ګورم دومره تبصرې ورباندی شوی چي مادخپلی تبصراواعلامی ځای په کې نه شوی پیداکولای بس نو الله دی وکړي چی دنوموړی اغاصیب په دې مقدس اقدام باندی سوله راشی دازموږ دټولنی داهدافو څخه لومړی اوتلپاته هدف دی په پای کې دې سولیزه نظرغوښتونکوته خپله غوښتنه وړاندی کوم
    خــبرتیا!

    د افغانسـتان د سـوله ایز بدلون ټولنې د خپل محترم او خواخوږي مشر داکتر صاحب فاروق اعظم په لارښوونه او هدایت د سویډن په ستوکهولم ښار کې خپله څانګه پرانســته. دغه ټولنه ټولو هغو درنو اروپا مېشتو افغانانو څخه چې پخپل هیواد کې د یوه مثبت او سوله ایز بدلون لاره څاري، په ډیر درنښت هیله کوي چې د ټولنې هڅې پخپلو مرستو او بسپنو لا چټکې کړي.

    د افغانستان سوله ایز بدلون هوډ لری چې د وطن ویر ژړلی او د نورو له خوا را تپل شوی حالت پخپله د افغانانو په نوښت او ددوی په مالي مرستو او لوړ همت بدل کړي.

    راځئ چې د يوه هوسا، سوکاله او آرام افغانستان لپاره ددغې ټولنې بنسټونه پخپل مالي ملاتړ لا پسې غښتلي کړو. ستاسې ډير کم خیرات او صدقات به هم دغه ټولنه په ګران هیواد کې د ډیرو سترو کارو د اجرا کولو جوګه کړي.

    تاسې کولائ شئ چې خپلې مالي مرستې د ټولنې په بانکي آدرس راو لیږئ.

    For Sweden SWEDBANK
    ACCOUNT NUMBER 8327-9 923 002 782-4
    OR
    BANKGIRO NUMBER 840-8601

    For Other Countries:

    IBAN SE67 8000 0832 7992 3002 7824
    SWIFT OR BIC SWEDSESS
    Accountholder MPTA

    په ډیر درنښت
    د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې د سويډن د څانګې مسئوله ډله

  155. وروڼو هر چا خپل نظر او استدلال وړاندی کړی ،خو هغه صلح چه دینی بنیاد ولری او بین الافغانی وی،او د هغو کړیو مداخله پکی نه وی کوم چه د سولی مخالف او جنګ کی خپله بقاء لټوی .
    د سولی هیئت باید ثالث بالخیر وی او د مؤمنانو تر مینځ سوله خپل دینی مسؤلیت وبولی نه لکه تیر ۱۴ کاله په سوله لوبی او یا د هیئت یا شوری مشری یی ، یوه متخاصم طرف سره وی یا هغه ملحد سره [چه لاس او پښی یی د مؤمن ملت په مقابله کی مات شوی وی او عقدوی برخورد کوی] چه مؤمن ملت سره دښمنی لری او چیرته چه د ایمان څرک وی هغه په توپ ولی نو ځکه دریمګړی باید مؤمن او د مؤمنانو تر مینځ سوله ،خپله دینی وجیبه وبولی او د قرآنی هدایاتو سره سم د خدای جل جلاله د رضاء لپاره مسؤلیت اداء کړی او نور غیر شرعی یا ګروپیک ملحوظات له پامه وغورځوی او داچه هر څوک خپل ملحوظات یا دست آورد لری هغه که دینی ارزښت لری ،مراعات دی شی او غیر لدی دی په دیوار ووهل شی.
    بین الافغانی سوله آسانه او محدوده مګر څومره چه نور غړی زیاتیږی هغومره سوله مشکله او ابعاد یی زیاتیږی او بالاخره په یوه لا ینحل قضیه بدلیږی لکه تیردور.

  156. ملګرې وایی چي ګڼ شمېر چانسونه مو له لاسه ورکړی دي اوس چي یوځل بیا څه په لاس راځی نوهغه ددښمن په ګډون دوستان هم له مېنځه وړی آمريکا د مطلق فشار او زورګويي له لاري پدې خو وتوانيدله چې په ښکاره ځينې سيمه ايز لوبغاړي د اصطلاحي ترهګرۍ پرخلاف د ځان ملګري کړي او له هغوي نه ځينې لوژستيکي امتيازات ترلاسه کړي، خو د اعتماد او باور هغه فقدان چې پدغه جګړه کې د دواړو حليفانو تر منځ په جوت ډول محسوس دی، درک نکړای شوای.

  157. څوځلی نړیوالی غونډی او جرګی دسولی په نوم سره یوځای شوی خو داهم باید ونه وایو چي څه یی نه دی بلکې شوی خوهغه دملانصرالدین خبرږغ به یی سبا واوری اوبل هغه دريځ هم د یادولو وړ دی چې د ولسمشر اوباما امنيتی سلاکار ښاغلي بين روډز تېره اونۍ آمریکا ته د ښاغلي حامد کرزي د سفر پر مهال څرګند کړ او هغه دا چې آمريکا پر دې غور کوی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل نظامي حضور په مطلق ډول پای ته ورسوي.

  158. زموږ بل ملګری وایی چی سوله به هلته کیږي چي دجګړمار دسولی غوښتنه وکړی خو آمریکايان به په داسې حال کې له افغانستانه وزي چې هلته به يې د يوه وړ،سالم او بسيا سياسي ميکانزم په رامنځته کولو کې له افغانانو سره هيڅ مرسته نه وي کړي، او د واک ګدۍ به يې د فاسدو تکنوکراتانو، بدمعاشو ټوپکسالارانو او د بيت المال د غلو يوې مافيايي شبکې ته پری ايښي وي.

  159. ددې غونډال مخکښ مبصرښاغلی کاکړصیب نورهم پرمخ ځی اووایی چي سوله نه شی کیدای ترڅو چي ښکېلو ډلوته دسولوالو قوت او زور نه وې ښودل شوی اودملت یوه خوله کیدل ترټولو اړین بولی ځکه هغه وګړی چی دجګړې ښکېلی غاړی بلل کیږي دوی هریو ځان ملت استاذی بولی

  160. محمود اغاJanuary 22, 2016 at 21:55 Reply
    د سولې کنفرانس له تالار څخه طالبانو ته د افغان چارواکو پرلپسې جګړییز ګواښونه هغه شکوک لا پیاوړي کوي چې افغان حکومت د سولې په
    خبرو کې یاسوست پوست اویا دبدماشی ډانګ ته نړیوال رابولی

    نوزه وایم تاسو په خپل ګریوان کې وګوری په زور سوله چا کړی وي داخوکه وهم شی نوداناراضه ډله به دراتلونکی لباره دبیاجګړې تابیا تړی هسی خو هم په افغانستان کې دجګړې مشروعیت څه ګرانه خبره نه ده زماپه نظر او اغاصیب محترمه ته هم ددې اصلی څیره وړاندی کوم چي تاسوته ترټولو مهمه سوله نه ده بلکې فکری انقلاب فکری انقلاب موږ ډیرژر اخستل کیږي او خرڅیږو .

  161. دسویڈن سخہ ورور چی کومہ خبرہ کوی فکر کوم بیاکوم گوند ددی مظلوم ملت دپلورلو لپارہ جوڑ شوی دہ گرانہ ورورہ نور موژ داگوندونو لہ پرمختگ پیشرفت اوسوکالئ نہ ڈیر وژغورلو بالا مو پہ سرنوشت لوبو تہ مٹی مہ رابڈ وھئ دخدای لپارہ بیا خانقا کی راتہ روزل کیژئ

  162. زه ځلمې که چا لیدلی یو سړی یم
    خو بیا نن عمر خوړلی یو سړی یم
    هیڅ ترپایه ئی په خوند پوی شوی نه یم
    خو دنیا هم پیژندلی یو سړی یم
    مادژوند ترخی خوږې ولیدی خلکو
    بس په ژوند کې دردلی یو سړی یم
    خو له ما عمر خوړلی عبرت واخلئ
    همسایه ؤ راشړلی یو سړی یم
    شتمنی مې بډایی زغملی نه شوای
    خو غریب شو م غمېدلی یو سړی یم
    درقیب سره هم سوله وکړی خلکه
    په دې لاره ازمویلی یو سړی یم

  163. زه ګومان کوم، چې دغه څلور اړخيز بهير چې افغان دولت هم پکې د پاکستان په سردارۍ قانع دی، هيڅ ګټه نه شي ورکولای، او که د طالبانو سره خبرې يې نتيجه شي، نو دا به د امنيت د تامين په معنی نه وي.

  164. دسولی په اړه ننۍ تبصری
    عمرخیل احمدزی
    په داسی حال دسولی کوبتره دقطر په رپانده جنډه کښېنی چي کله دمعتصم اغا دسولیزی پروژی چیغه دنړۍ ترګوټ کوټ ورسوله دطالبان پاته جنګې برخې هم دې لوری میلان پیداکړي تروکولای شی چي دراتلونکي فشارونو ښکار ونه ګرزی بل خوا
    ولسمشر اشرف غني په قطر کې د پګواش روانې غونډې ته په یوه لیږل شوي پيغام کې ویلي چې دوی د طالبانو اسلامي تحریک د سیاسي مخالفینو په توګه مني، او د مخامخ خبرو لپاره ورسره چمتو دي.
    دغه پیغام د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي په لاس د پګواش غونډې چلونکو ته لیږل شوی، چې په غونډه کې د دوهمې ورځې د رسمیاتو له پيل سره د غونډې د چلونکو له لوري ګډونوالو ته اعلان شو.

  165. عمرخیل صیب قطرکې سولیزه غونډه به دپاکستان په سیاست کې کوم ډول چلندوی سره له دې خبری چی طالباان ددې پرځای چي دامارت خبره وکړي بلکې یواځی دتورلیسټ څخه دځان سفاکول غنېمت ګڼی چي په دې اړه دې نکتوته اشاره کوي
    د طالبانو د سیاسي دفتر رييس د «اشغال پای او د اسلامي نظام قیام» د سولې په تړاو د اساسي شرطونو په توګه یاد کړل. ښاغلي ستانکزي وویل: «سوله باید د سیاسي، شخصي او ګوندي موخو د ترلاسه کولو وسیله ونه ګرځول شوي». عباس ستانکزي ګډ حکومت او امریکایان تورن کړل چې د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.
    د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «اسلامي امارت لپاره رسمي ادرس، تور او د جایزو لیستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس په سر کېدل» د سولې لپاره د لومړنیو ګامونو په توګه یاد کړل. ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ چې «له ځواکمنو تضمینوونکو جهتونو او ټولنو پرته» سوله نه شي راتلی.

  166. باید وویل شي چې د ولسمشر اشرف غني په موقف کې دا یو مثبت انعطاف بلل کیږي. نوموړي د دې تر مخه د چین، پاکستان او امریکا په واسطه غوښتل چې پر طالبانو فشار وارد کړي، تر څو د سولي خبرو ته ورسره امادګي وښيي، خو تیره ورځ چې کله طالبانو خپل موقف په غونډه کې اعلان کړ، د غونډي ګډونوالو د طالبانو موقف وستایه، او د سولي لپاره یې د پګواش د بې طرفه سازمان تر چتر لاندي غونډي مثبتې او د نړیوالو قوتونو په شمول یې هغه څلور اړخیزي غونډي بې ګټي وبللې، چې له تیري میاشتي څخه پيل شوي او تر اوسه یې دوه غونډي تر سره شوي دي.

  167. بس دابه وایو چي الله پاک دې اغاصاحب ته هم خیر ورکړی سوله دطالب په وړاندی ویل دجنګ اعلان وو خو بله لوری ته اشرف غنی هم لکه سرتاج عمر چي خبره کړی اشرف غنی په نړیوالو داخبر عملی کړه چي باید لږ د زور خبره مطرح شی ترڅو دمیز غاړی ته سره حاضر شو اوهغه دعار اوپیغور سوله په افتخار اویاړ واوړی .
    خوالله دی وکړی چي سره جوړ شی .

  168. محترمو شنونکو داسنګه ارزیابی کوي چي دا سوله ده په قطرکې که دتسلمی سولیزپیل ؟
    په یادو هلو ځلو کې ستر مشکل دا دی چې تر اوسه پوري د قضیې یولوری (امریکایان ـ ګډ حکومت) سوله یوازې د خپلو مسمیاتو او مفاهیمو له مخې تعبیروي ، په دې معنی چې دوی خبره د سولې کوي او هدف یې ترې د مقابل لوري تسلیمي وي مثلا امریکایان او د دوي په مرسته جوړ شوی د ملی یووالي حکومت تل له طالبانو څخه غواړي چې وسله پر ځمکه کیږدي او د دوي اساسي قانون ومني.

  169. زما په فکر داسولی دبل جګړې د پیل لپاره تسیم ترمیم شوی
    په داسې حال کې چې د ګډ حکومت چارواکي د هیواد په دننه او بهر کې د سولې په نوم غونډې جوړ وي امریکايي لوړ رتبه پوځي چارواکي په افغانستان کې د جګړې پر تشدید او پراخولو ټینګار کوي.

  170. یوه سوله دوه ادرسونه
    طالبان په داسی حال کې دقطر څخه دسولی دغوڼدی اعلان وکړ چي دڅلور اخړیزو هیوادو غونډه لاپای ته نه ده رسیدلی دهغې نتجیه او حل لوری لانه دی په ګوته شوی خو په بل ادرس بیا دنوې غونډی اعلان واورول شو،،،
    کچوروطنپال

  171. په قطرکې دننی غونډې لنډ راپوردرته وړاندې کوم خو مخکې تردې چي تاسو یی په لوستلو پیل وکړي څوټکي دپام وړدي یودا چي په طالبانو کې اوس خوشباور او دنوو حالاتو او اساسی قانون سره په بلدتیاکې ورځ تربلې ورګډیږي دا تاسو داخبرې راپور
    د قطر پلازمېنه دوحې په زړه کې د روټانا هوټل د طالبانو د سیاسي استازو او ګڼو افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، لیکوالو او ژورنالیستانو په ګډون د سولې اړوند نړیوالې ناستې کوربه دی. پرون، د جنوري ۲۳مه، د پګواش ناستې لومړنۍ ورځ وه چې د طالبانو په استازيتوب، د سیاسي دفتر رييس، شیر محمد عباس ستانکزي وینا وکړه.
    د طالبانو د سیاسي دفتر رييس د «اشغال پای او د اسلامي نظام قیام» د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «اسلامي امارت لپاره رسمي ادرس، تور او د جایزو لیستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس په سر کېدل» د سولې لپاره د لومړنیو ګامونو په توګه یاد کړل دفتر مشر یو ځل بیا وویلي، چې هغه ستونزې چې بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري له امریکایانو سره به مخامخ وڅېړل شي او کومې برخې چې له افغان لوري سره تړاو لري «افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري».
    شیر محمد عباس ستانکزي د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن وباله. ښاغلي ستانکزي وویل، د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي او د نړیوالو قوانینو له هغو برخو سره مخالفت نه لري چې له «اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو» سره په ټکر کې نه وي.
    خو طالبان داسې مهال له دوی سره د مخامخ خبرو غوښتنه کوي چې ګډ حکومت د پاکستان له لارې د سولې د څلور اړخیزو ناستو برخه دی.
    د پګواش نړیواله ناسته پرون پیل شوه چې نن به هم روانه وي. د غونډې د ځینو ګډونوالو په وینا، ښايي غونډه له دوو ورځو واوړي.

  172. که څه هم چې د دوحې غونډه د یوه غیر دولتي سازمان لخوا غیر رسمي ناسته ده خو په هغې کې د ګدونوالو او مطرحو سیاسي شخصیتونو وړاندې شوي نظرونه په یوه نه یوه ډول زمونږ په جګړه ځپلي هیواد کې د سولې له ټینګښت سره مرسته کولای شي.
    تیرکال هم د پګواش په غونډه کې د دولت رسمي استازی ګډون نه درلود او په دا ډول غونډو کې د حکومت د رسمي استازي نه ګډون د دې ښکارندویه دی چې هغوی د سولې په اړه له خپلو مشخصو طرحو پرته نورو معقولو طرحوته نه اعتناء کوي او نه ورته د افغان سیاست والو نظر اهمیت لري .

  173. دامریکا یانو په وجود کې دسولی تمه
    امریکایان هم هیڅ کله نه غواړي چې د افغانستان لانجه د دوی د مزاج او سیاست خلاف حل وفصل شي ، دا خبره جنرال پټرایس تیره اونۍ په ښکاره ډول اعلان کړه چې مونږ کولای شو د زور له لارې د افغانستان وضعیت د ځان په ګټه بدل کړو .
    د جنرال پترایس دا ډول تعبیرات عملا همدا اوس په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د تنفیذ په حال کې دي چې د هغوی د تنفیذ په سیوري کې د سولې ټول ممکن احتمالات او د کابل اسلام اباد په څیر غونډو هرډول موفقیت ناممکن دی.

  174. وضعيت هره ورځ د لازيات بدوالي په لور درومي، جگړه نه يوازي دوام لري بلكي تشديد شوې، ابعاد ئې پراخ شوي، د كابل امريكايي حكومت په هر څه او هري برخي كي ناكام دئ، كه ووايو حكومت په بشپړه توگه شړېدلى نو مبالغه مو نه ده كړې. امريكايان ونه توانېدل داسي افغان امنيتي ځواكونه رامنځته كړي چي د دوى د ځواكونو نيمگړى جنگي مأموريت په داسي توگه ترسره كړي چي امريكايي افسرانو غوښتل، د اربكيانو پروژه ئې هم بې نتيجې وه، اوس ئې په شمال كي هغه مليشې بيا په وسلو سمبال كړې او په لومړي خط كي ئې جنگوي چي د جنايتونو توره سابقه لري، خلك تري بدي خاطرې لري، په شوكو، لوټماريو او د ولس ځورولو كي لوى لاس لري. لا ټول بهرني ځواكونه له هېواد نه دي وتلي خو حكومت د وضعيت له مهارولو عاجز شوى، كه دا ځواكونه ووځي نو په بشپړ يقين سره ويلى شو چي حكومت به لنډه موده هم دوام ونه كړي.

  175. سوله هغه مهال راتلى شي چي د جنگ عوامل له منځه ولاړ شي او عدالت تأمين شي. د جنگ اصلي عامل د بهرنيو ځواكونو په لاس د هېواد اشغال، د دغو ځواكونو فعال حضور او د بهرنيانو په لاس تپل شوى نظام دئ. د سوله خبري هغه وخت معنى پيدا كوي چي اشغالگر ځواكونه ووځي، د دوى په لاس تپل شوى نظام نسكور شي او افغان ولس ته دا حق وركړى شي چي خپل برخليك په خپله او له هر راز بهرني فشار او مداخلې پرته وټاكي، د خپلي خوښي نظام جوړ او د اعتماد وړ مشران غوره كړي. په داسي حال كي به كوم ناپوه انسان د صلحي طمع كوي چي اشغالگرانو اقتدار خپلو غلامانو ته سپارلى، د ټولني د غوڅ اكثريت په خلاف په هر محاذ كي جنگ روان دئ، بمونه پر دوى ورېږي، زندانونه له دوى ډك دي، د خپل كور كلي پرېښودو ته دوى اړ شوي، د كور دننه او په بهر كي د مهاجرينو پنډغالي له دوى ډك دي. د حكومت واگي او امنيتي ځواكونه هغو ته سپارل شوي چي د پرديو د مټو په زور پر افغانانو حكومت كول غواړي، هغه هم داسي حكومت چي د ټولني اكثريت به له خپلو ټولو حقوقو محروم وي، په هر څه كي به د دوى سپكاوى كېږي، او يو وړوكى منفور اقليت به پرې حكومت كوي.

  176. ایاسوله دامریکایانو تروتلو اونه وتلو پورې اړ لری کنه ؟
    له یرغلګرو سره د برخورد او د هغوي د وتلو دوه لاري:

    خلک وایي: امریکایان راغلي دي د امنیت تر ټینګولو به دلته وي تاسو جګړه بس کړئ؛ چي دوي ووزي.

    او الله تعالی فرمايی:

    [سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 45]

    يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    اې مؤمنانو! كله چي له کومي ډلي سره ستاسي مقابله وي، نو كلك ولاړ اوسئ او الله ډېر ډېر يادوئ. هيله ده چي تاسي ته به برى درپه برخه شي.

    [سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 46]

    وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنٰزَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ

    او د الله او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ؛ او په خپلو منځو کښي شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسي کښي به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. له زغم څخه كار واخلئ، په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.

    ایا مسلمانو ته لازمه نه ده چي د خلکو خبري پریږدي د الله تعالی فرمان عملي کړي سره یو شي او د یرغلګرو په خلاف کلک مقاومت وکړي.

  177. ستاسو دتحلیل اوترجمې په اړه
    محترم مولوی مدرس : صیب خیر ده که عسکر یم خو خبرې ته مې لږ غوږ شه ما یوځل ترجمه زدکوله یو ډیر ښه ماهر استاد وو هغه ویل چې په ټول قران کریم کې چې لعلکم راشي ښه او ډیره مناسب معنای داده چې په تعلیلیه سره ترجمه شي، یعنې د دې لپاره چې تاسو ته بری درپه برخه شی، فقط په ټول قران کې ۲ ځایه دامعنا نه راځي نور په ټولو ځایونو کې د کی تعلیلیة په معنی ده، ته یې داسې ترجمه کوه بیا یې د معنی خوند وګوره.

  178. ملګري رانه پوښتنه کوي د سولي په اړه او د طالبانو د شرائطو په اړه دي څه نظر ده؟
    اګر که زما نظر څومره ارزښت نه لري خو د پښتونکو ملګرو ځواب به شي.
    ★ یرغلګر دي سرکوزي ووزي.
    ★ د نظام جوړول دي د شریعت په چوکاټ کي مسلم شي چي پارلمان او عامه انتخابات پکي ځاي نه لري.
    ★ له حدودو نیولي تر امر بالعمروف پوري ټول شرعي احکام دي عملي شي.
    ★ داسي شرائط دي رامنځ ته شي چي بیا له بعضي افغانانو د اسلام دفاع ته اړتیا او له هغوي په اسلامي احکامو د تیري ویره نه وي.
    ★ ملګرو ملتونو ته دي دا ضمانت نه ورکول کیږي چي د افغانستان وګړي به نورو هیوادونو ته د جهاد لپاره نه ځي او یا دي په مقابل کي په هغوي دا وعده وکړي چي د مسلمانانو هیوادونه به تخلیه کوي.
    که په دې چوکاټ کي سوله راشي بیا که امارت منحل شي او سياف باچا شي لا هم راته د منلو ده.
    دا وو زما شخصي نظر په لنډو کي

  179. شه خبری دی رقیب صاحب
    داخبری کاملا د سرکوزی دولتونو د لنکیدو سره تراو لری !
    دا خبری به چیری ومنل شی !
    اجیران وایی :
    چی باید یو سه خبرو کشی تکتیک په شاتک وکرو !
    خو زه هم وایم چی امارتیان ورونه باید پخپلو خبرو کلک ولار ووسی !

  180. که دجهاد دلاری داسلام دفاع اوخدمت کوو وایی
    چی طالبان دزور له لاری اسلام راولی که په سولی
    اوتفاهم سره داسلام دفاع اوخدمت کوو وایی چی دامریکایانو سره دشهیدانو پر سر سودا کوی اودکفر سره سوله کوی
    خو شکر الحمدلله خدای پاک هم دجهاد خلک راکری
    اوهم دسیاست خلک راکری
    دشمنان خفه کیژی اوکه خوشحالیژی لاس یی خلاص
    دافغانستان اسلامی امارت زنده باد

  181. جهاد دفاع اوددعوة دخند دلری کولو تعروضی وسیله ده داسلامی نظام خلافة دژوندی کولولاره نده داله نبوی سیرته معلومیژی ۲په تفاهم کی چی افغانی ۱۰۰فیصد وطنی یانشنلستی امارت راشی بیایی هم اسلام نه منی

  182. صلحه،يا،سوله، دمظلوم ملت غوښتنه ده:
    أفغانستان،ځپل سوي هيواد دي،،،بي حده غميزي لري،،،په لکهاوو شهيدان،کونډياني،معيوبين،مظلومان،او دربدره خلګ لري، دټولو دا غوښتنه ده چي سوله او امن راسي،
    اسلامي امارت خپل دريځ لري،،سولي ته ژمن دي ،، خوچي دشريعت پاي ماله کيدل نوي پکښي،،سوچه اسلام نافذه کيدل يي أول ملحوظ نظر دي،
    اسلامي امارت،هيڅ نوعه ذاتي شخصي تعصب نلري هدف يي معلوم دي،او نه هم متعصب ته ځاي ورکوي،
    سوله،دافغانستان دجنګ پر برابر ده دجهاد پر پريښودلو نده جهاد نه پاته کيدونکي فريضه ده تر قيامته به جاري وي،
    بيت المقدس مو هم هير ندي خو هره مسئله خپل وقت لري أو هره وينا خپل مقتضى الحال لري،،
    داملت سوله غواړي په کلکه يي غواړي،،
    هغه وګړي چي په دي روان انقلاب کي دردمن سوي ندي خوږ سوي ندي دهغو ساه د تاوده ځايه راولاړيږي،

  183. ویل موږ د ‫#‏طالبانو‬ سره په اړوندو پيش شرایطو باندی سوله نه کوو..!!
    نو ما ویل لاس دی ‫#‏خلاص‬ او توره دی تیره…!!
    هاااغه می ‫#‏دفتر‬ وو چی د سولې غږ می درباندی وکړو…!!
    او دا می ‫#‏سنګر‬ دی، چی نن می درباندی د اسمان ستوري ‫#‏وشمارل‬..!
    .
    حيران ساپي

  184. درنې هیواد والې ګلالی قلاتوال تاسو په خپل نظر کې لیکلي چې:(طالب اوسوله، اور او اوبه
    دمسعود بې چاره نفس ووتی چی ویل باما سوله بکن… حکمتیار خو بی چاره په سوله کی تنظم ټول ختم شو چی په همدې هیلې سره یی له طالب سره دیوې نه تمامیدونکی جګړې اعلان دشمالی کوټوالیانو همږغی کړی چي طالب هیج کدام وخت نه مې خواهد .نواوس چرته یاره زړه ته خومې نه ولیږیي خطاباسی به مونه)۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
    که له واقعیته سترګې پټې نه کړوــ مسعود هغه څوک وو چې ده هيڅکله په افغانستان کې سوله نه غوښته ځکه هغه له
    ماشومتوبه په ( ملتق پراندن) عادت وو۰مسعود اورباني هغه سره کمونستان وو: چې داخوان ترنامه لاندې ئې خپلې ژبې اوخپلوروسي اونوروبهرنیوبادارانوته چوپړواهه ۰دمسعود ساتونکئ ( بادیګارد) دسره کمونست (دستګیری پنجشیري)زوی (جیحون) وو۰ هغه جیحون چې په پوهنتون کې ئې په رڼاورځ یومحصل داوږدوویښتانو په ګناه وواژه او اوس په بلجیم کې اوسیږي۰ اورباني دصلح ترنامه لاندې دیوه جاوسوسۍ سازمان(نفسه الجبهه)رئیس وو، اوددې اخواني کمونست لورانې دکارمل ــ نجیب دوخت دبلغاریې محصلې وې۰
    ـــ څنګه دیوه اخواني لورانې دکمونستانو بورسونه اخلي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟۰
    ـــ بل ګلـبـدیـن حــکمـتـیــار سره دومره چې دا دوه وچنګیدل ، طـــالـــب ګــونــد ونه جنګیده۰مسعو اورباني خیل وو چې ګلــبــدیــن حـکــمــتــیــار ئې چاردهي ته ایسارکړئ وو،هرماښام ئې (د قرغې د اتمه فرقه) نه په سکارټ او ارګان ویشته، اوخپله ئې دشهید محمدداودخان په میراث اوچوټوځانونه ماړه کړل ۰
    درڼې ګلالۍ قلاتوال! هیله ده چې خپه نشې، زه سیاسي زدکړه نه لرم یوازې دسترګولیدلئ حال مې تاسوته وویل۰
    دیوې رښتینۍ سولې په هیله ــ هغه سوله چې زمونږ دماشومانودمخ اوښکې پاکې اوپه غمجنوڅیروئې دخوشحالۍ مسکا راوپاروي۰

  185. بډۍ میره د اورپکو
    دبی دینو اولچکو
    خدای به سه ورسره وکا
    چي یې ملک هم شرمندکو
    ……………………………..
    ته دبل په پښوکې پروت یی
    له شرمیږي له چپلکو
    ………………………..
    نه یی سوله نه جنګ خوښ
    نه یې ملا اونې ملنګ خوښ
    نه یې توره نه یې شرنګ خوښ
    نه یی دین اونه یی ننګ خوښ
    ………………….
    دا دکوم جرم سزاده
    چي په خوی شوی دغزدکو
    ……………………………
    دا له کوم ملک نه راغلی
    دا نن چا راپیژندلی
    دغه چرته زېږیدلی
    دادچادعیبو څلی
    ………………
    چي غلام شوی دپردیو
    ځکه شولی دچوچکو
    ………………………..
    داهیواد دشازلموده
    دغه خاوره دزمورو ده
    دامسکن د میړنو ده
    دا حریم دپښتنوده
    …………
    موږ بچان دمیرویس خان یو
    وطن ساتو په توپکو
    …………………….
    دلته ږده قدم په ورو
    په دې دښتو اومیرو
    شه خبرله کنګرو
    دصلیب په ماتیدو
    …………..
    دخالد دتورې شرنګ دي
    نوربه ځغلئ په ترپکو
    …………………..
    دمحراب اومنبرګوره
    هغه سپین جنډه توره
    شه خبر له پلار اوموره
    چي دروښیی سه نوره
    ……..
    نوربه سه درته ګویا کړم
    ستابه مرګ وی په مردکو

    نوربه سه درته ګویا کړم
    ستابه مرګ وی په مردکو
    ته بې خونده کړې ګنا
    چي هیڅ نه لری معنا
    دې ګناته شته سزا
    هغه ورځ کې دجزا
    …………………
    اوس لاوخت شته توبه ګارشه
    خلاصون نشته په چورلکو
    ……………..
    دا اشرف او حمېد داوړه
    وخت یی تیردګورپرغاړه
    بس د دوی په حال وژاړه
    دمسخه شوی تاریخ ژباړه
    ………………
    ته چي عدل کوی کله
    وزن لږ کړه دمرچکو
    ………….

    ………………
    ته چي عدل کوی کله
    وزن لږ کړه دمرچکو
    ………….
    له بمبروبه ځان ساتو
    له دې پاکوپاکوشاتو
    سه خبرله اجل ماتو
    له ناټواو سوله ساتو
    ……………………..
    دا ټبردماتی نه ده
    داخیبردپاتی نه ده
    دغه زوی دشاتی نه ده
    دا ملال دسواتی نه ده
    ……………………
    دا دلوی افغان بچی ده
    داجوغه دبازبڼکو
    ………………………
    دهغې ځانګو ټال یم
    دهغې جنکۍ بال یم
    دمیونددننګۍ سیال یم
    داهم زه یم چی مثال یم
    …………………..
    ته دکوم ساقی خورم یی
    چي نه پیږی لاپه مکو
    ………………

    ګوره سوله خوارزښت دی
    بس ددې پیړۍ نوښت دي
    هم رحمت اوپرورښت دی
    دازموږ دبزګرکښت دي
    ………..
    اونوریی ولی سوځوی
    داسی مه کوه هلکو

    ګوره سوله خوارزښت دی
    بس ددې پیړۍ نوښت دي
    هم رحمت اوپرورښت دی
    دازموږ دبزګرکښت دي
    ………..
    اونوریی ولی سوځوی
    داسی مه کوه هلکو

  186. پګواش د کاناډا يو بې پرې بنسټ دی، چې د نړۍ کړکېچونو او ستونزو په اړه څېړنيز کنفرانسونه جوړوي او د ستونزو د هواري لپاره د پوهانو او نظر خاوندانو نظرونه اخلي، تر خلکو او اړوند چارواکو يې رسوي.

    چي ملامحمد عمر ژوندی وو ولی چا بګواش اوبګوان نه پیژندلو ؟

  187. ههههههههههههههههههههههه
    داسنګ قصی اورو
    یعنی د اندېښنې ځای دا دی، چې حکومت دې غونډې سره خپل پرېکون اعلان کړی و او د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي و، چې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان په مشرۍ څلور اړخيزې ناستې د دوی لپاره اړينې دي او د پګواش غونډه کې ورته ګډون ګټور نه ښکاري، مګر نن بيا ولسمشر غني پګواش ته د خپل ځانګړي پيغام په ترڅ کې وويل، چې دی تيار دی، چې طالبان د سیاسي مخالفينو په توګه ومني او مخامخ خبرې ورسره وکړي.

  188. زما په نظر دبګواش اوبګوان صیب مرسته به سه ګټه ځکه ونه کړي چي ورغلی استاذی دخپل قوت دنېمګړتیا خبره ډیره تکراروی لکه چي سیرت په یوه ویناکې داسی وایی:په دواړو صورتونو کې دا خبره ممکنه ده، خو دلته د ضعف او قوت خبره مطرح کیږي. د طالبانو د سیاسي کمیټې لخوا منل ځانته قوت لري، او که همداسې زه ورځم دا به ځانته. یعنې معنی دا ده چې دا حالت به ډیر ضعیف وي او هغه د قوت حالت دی. که مونږ غواړو چې قضیه حل کړو نو باید د قوت مرجع راسره وي، د یوې قوي مرجع نه باید حرکت وکړو چې هغه د دې هیئت منل دي.

  189. محترم اغاصب په دې راز مې پوی کړه چي ستاسو اعلان ولی دومره اوږدې تبصری وغوښتی سره له دې خبرې چي دسولی په اړه خو نورې مرجع هم سره راغونډې شوی خو دومره دپام وړ نه ده ګرزیدلی داغوښتنه مې یواځي له محترم اغاصیب څخه دی که چرته زما ددې سوالیه ځواب راکړي ډیربه ممنون یم اودامبصرین به یی هم ولولی.

  190. سوله د افغانانو بېړنۍ اړتيا ده، د څو لسيزو جګړې پر افغانانو تپل شوي او د افغان ولس پر ټول ژوند يې ناوړه اغېزې کړي، خلک په ډېره بيړه د سولې غوښتونکي دي او که د سولې پروسه ژر تر ژره يوې مناسبې پايلې ته ونه رسيږي، نو د افغانستان راتلونکي له ګواښونو او چيلينجونو سره مخ کېدای شي.

  191. دبګواش دامادی به سنګ ترسیم شی
    افغانستان اساسي قانون مادې بايد په تفصيلي توګه وڅېړل شي او د غونډې ځينو ګډونوالو ويل، چې د افغانستان حکومت بايد اسلامي وي، اوسنی اساسي قانون بدلون او تعديل ته اړتيا لري، د واک انحصار بايد نه وي، د مذهب په نوم او شخصی شاليد په اړه بايد له خلکو سره ناوړه چلند ونه شي.

  192. دبګواش یو غړی چي له پاکستان څخه یی سرټکاوو وویل :داودزی: په هغه وخت کې چې د قطر دفتر خلاصیده نظر او استدلال دا وه چې که طالبان یو ادرس ولري نو هغه ادرس ته به مراجعه وشي او د هماغه ادرس د لارې به طالبانو سره خبرې وشي. او چون دا ادرس په قطر کې تعین شو زما لپاره خوشاینده په دې وه چې د پاکستان نه لیرې وه. قطر یو بې طرفه لیرې پروت هیواد دی، طالبانو له هغه ځای نه په استقلال فکر سره خبرې کولی شوې او نورو افغانانو هم ورسره تماس نیولی شو. نو زما په فکر دا ښه خبره وه.
    خوداخبره ډیره هم ده چي قطردپاکستان شاټکټ دی

  193. اودبګواش له استاذو څخه یو بل وایی:متضادې خبرې دي.
    نو زما موضع ګیري یا مشوره هغه وخت هم جمهور رئیس غني ته دا وه چې د پاکستان د لارې مه ځه، طالبانو ته مستقیم لاړ شه، مستقیم په طالبانو غږ وکړه، مستقیم د هغوی دروازه وټکوه، اوس یې پیدا کولی شې.

  194. زماپه نظر دمنصوری صیب دفتراوپګواش به هم ناکام شی ځکه چی دلته دوه نظردی
    اول منصورصیب دکاکړو دقام بدیدار دی که له دولت سره جوړ هم شی نو له کاکړو سره خویی شخصی مسئله ده کیدای شی یوه ورځ دهمدې وګړو لخوا ښکارشی دته په کاروه چي لومړی یی دکور مسئله خلاص کړی وای
    دویمه خبره داده چی پګواش په داسی حالت کې دغونډې پنډتون فعال کړي چی په پاکستان کې هم دسولی دخبرو لړۍ لاروانه ده نتجه لانه دی راوتلی خو پګواش یوه بل پروژه خلاصه کړ.نه پوهیږم چي داسنګه لوبه ده

  195. مخکی له دینه چی موژ ورته دسولی په اڑہ په اسلامی اوافغانی اصولو برابر دسولی لپاره شرایط وضعه کڑو

    دامریکای نظام غلامه اداره شه په درز کی داخبره زمزمه کوله چی طالبان سوله نه غواڑی اما اوس چی دسولی لپاره معقولانه دریز غوره شو

    اوس یی بیا گل مرجان نه منی

    آیا ددوی په گومان به طالب داسی سوله وکی لکه چی امریکایان یی غواڑی نه داسی نده
    زکه افغانستان دامریکایانو وطن ندی دابلکی دغیرتی مسلمانانو کور دی

    که سوک سوله کوی سولی ته تیار یو اوکه سوک جنگ کوی جنگ ته تیار یو لاس مو خلاص

  196. د جمهوري ریاست ویاند وايي چې دوی له داسې ډلې سره خبرو ته تيار نه دي چې پر دوی شرطونه ږدي.

ځواب ورکول ملامحمدعالم وطندوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *