روح الله احمدزی- الیکترونیکي تذکرې

تاند- د نفوسو د ثبت ادارې په کابل ښار کې د عامو افغانانو لپاره د الیکترونیکي تذکرې د وېش لومړنی مرکز د ښار په شېرشاه مېنه (۴کارته) کې پرانیست.

دا مرکز په داسې حال کې پرانیستل شو چې ډېر خلک پر حکومت نیوکې کوي چې د الیکترونیکي تذکرو وېش یې ځنډنی کړی او باید ژر تر ژره د ملي هویت دا سند ورکړي.

د الیکترونیکي تذکرو د وېش بهیر شاوخوا دوې اوونۍ پخوا په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پیل شو او ولسمشر، لومړۍ مېرمنې، د ولسمشر مرستیال او یو ځینو نورو چارواکو الیکترونکي تذکرې واخیستې خو عام ولس لا هم دغو تذکرو ته انتظار باسي.

اجرايي رييس عبدالله او د شمال د پخوانۍ ټلوالې یو شمېر تنګ نظرو ویلي چې «نه یې منو»

دا تذکرې د ګڼو نورو امتیازونو ترڅنګ د قومونو دقیقه فیصدي هم معلوموي.

د نفوس د ثبت د ادارې ویندوی روح الله احمدزي نن /شنبه/ وویل«موږ د تذکرو د وېش لومړنی مرکز د کابل ښار په کارته يي چهار سیمه کې پرانیست، له دې وروسته زموږ هیوادوال له دې مرکزه الیکترونیکي تذکرې اخیستی شي.»

احمدزي همداراز وویل چې ټولو افغانانو ته به له ۳ تر ۵ کلونو په منځ کې الیکترونیکي تذکرې ورکړای شي.

ده امنیتي ګواښونه د الیکترونیکي تذکرو د وېش د لارې لوی خنډ وباله خو ویې ویل:

«موږ له امنیتي اورګانونو سره په تماس کې یوو او دوی ډاډ راکړی چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش د مرکزونو امنیت به ساتي، دوی حتي په ځینو مرکزونو کې خپل پلان عملي کړی هم دی.»

اکثره افغانانو د الیکترونیکي تذکرو د وېش د بهیر هرکلی کړی او غوښتنه لري چې دا بهیر دې چټک شي.

One thought on “په کابل ښار کې د الیکترونیکي تذکرو د وېش لومړنی مرکز پرانیستل شو”
  1. داسی مرګزونه باید چه ډیر په هر ځای کی پرانستل شي تر څو د تذکرو کار ګړندی شي

ځواب ورکول ملنګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *