ارشیف

تاند- د کابل ښار د نن /چهارشنبې/ په تروریستي حملو کې ۱۵ تنه شهیدان شوي ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

د کابل له جنايي جرمونو سره د مبارزې ريیس فریدون عبیدي د حملو له پای ته رسېدو وروسته رسنیو ته وویل، اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

د کابل په حملو کې ۳ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي

د کابل ښار په نننیو حملو کې تر دې دمه د ۳ تنو وژل کېدا او د ۵۰ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې ډېر وي.

روغتیايي او امنیتي چارواکي وايي چې دوه تنه په شپږمه امنیتي حوزه (لوېدیځ) او یو تن په دوولسمه امنیتي حوزه (ختیځ – احمدشاه بابا مېنه) کې وژل شوی.

شاهدان وايي چې د کابل په لوېدیځ کې له یوې انتحاري حملې وروسته څو تنه وسله وال یوې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې پر حربي ښوونځي او د پولیسو پر یوه ماموریت ډزې پیل کړې.

خو د ښار په ختیځ (احمدشاه بابا مېنه) کې دوو انتحاریانو هڅه وکړه چې د ملي امنیت ریاست یوې قطعې ته ننوځي مګر امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او دواړه یې ووژل.

د عامې روغتیا وزارت د ۳ تنو وژل کېدا او د ۴۰ نورو ټپي کېدا تایید کړه خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

تراوسه ۳۸ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي

۳ بریدونه شوي، ۱ حمله پای ته رسېدلې خو دوې دوام لري. 

وسله والو طالبانو وویل چې په پلازمېنه کابل کې یې د ملي اردو، استخباراتو او پولیسو پر ۳ مرکزونو بریدونه کړي دي.

امنیتي چارواکي په دوو سیمو کې ۳ حملې تاییدوي خو وايي چې یوه حمله یې ځپلې ده.

اوس د کابل په لوېدیځ کې حربي ښوونځي ته څېرمه د پولیسو په یوه ماموریت کې جګړه روانه ده.

الجزیره د یوه افغان چارواکي په قول وايي چې د کابل په لوېدیځ کې لومړۍ حمله حربي ښوونځي ته نژدې د پولیسو د یوه ماموریت مخته د موټر بم په وسیله وشوه.

له چاودنې وروسته لږترلږه ۲ انتحاریان ماموریت ته ننوتل او له پولیسو سره یې د ډزو تبادله پیل کړه.

الجزیره وايي چې د طالبانو په بریدونو کې لږترلږه یو تن وژل شوی خو د ټپیانو شمېر زیات دی.

طالبانو درې حملې کړي

له حربي ښوونځي جلا طالبانو د کابل په دوو نورو برخو کې هم بریدونه کړي دي.

د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې دوه انتحاریان ۲۴۱ قطعې ته ننوتل خو په څو دقیقو کې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه یووړل شول.

وروستي راپورونه وايي چې په دې سیمه کې د ملي امنیت د ریاست پر قطعې په برید کې، چې یوه بجه وشوه، دوه تنه ټپیان شوي دي.

شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته یې ډزې هم اورېدلي خو ژر ودرېدې.

امنیتي چارواکي وايي چې په دې برید کې هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده وراوښتې.

بله حمله حربي ښوونځي ته څېرمه د پولیسو پر یوه ماموریت یا حوزه شوې ده چې لا هم روانه ده. ځیني راپورونه وايي چې طالبان یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه د پولیسو پر ماموریت ډزې کوي.

وسله والو طالبانو هم ویلي چې نن یې په یو وخت په پلازمېنه کابل کې ۳ حملې کړي دي.

طالبانو الجزیرې ته ویلي چې په دغو حملو کې یې ګڼ کسان وژلي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه پوري د کابل روغتونونو ته ۳۸ ټپیان وروړل شوي دي.

د طالبانو له لوري بریدونه په داسي حال کې زیاتېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو وار بیا زیاتې ترینګلې شوي او د افغانستان ولسمشر نن په اسلام اباد کې د سارک سرمشریزه بایکاټ کړه.

پر حربي ښوونځي برید شوی

تاند- امنیتي چارواکو تایید کړه چې چاودنه د حربي ښوونځي مخته شوې ده. شاهدان او امنیتي چارواکي وايي چې د حربي ښوونځي مخته له انتحاري حملې وروسته څو تنه نور تروریستان ښوونځي ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې څو تروریستان ښوونځي ته ننوتي. لا هم په سیمه کې ډزې روانې دي او له لومړنۍ چاودنې وروسته څو نورې چاودنې هم اورېدل شوي دي.

په کابل ښار کې د چاودنې او ډزو ږغونه واورېدل شول

تاند- په کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د نسبتاً زورورې چاودنې د ږغ له اورېدو وروسته د پېښې له ځایه د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.

تراوسه پوري د چاودنې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو د شمېر او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کابل پولیسو چاودنه تایید کړه خو ویې ویل چې د تلفاتو په اړه لا کوم راپور نه دی وررسېدلی.

خو شاهدان وايي چې د پېښې په سیمه کې یې وینې، ټپیان او جسدونه لیدلي دي.

یوه شاهد د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې څو تنه یې ولیدل چې امبولانسونو ته خېژول کېدل.

د پېښې جزییات همدلته وړاندې کېږي

2 thoughts on “د کابل په حملو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي”
  1. طالبانو د پنجاب او سیند د حملو د غچ اخیستلو لړی شروع کړه. خدای ج د مظلومو افغانانو مرسته وکړی

  2. ددې حملو د مخنیوي یواځنۍ لاره د پاکستان سره ټولې اړیکې شکول او سفارتونه بندول دي. طالب خو عقیدوي غلام دی او خپل ایمان، پښتو او غیرت یې پنجابي ته پښو کې ایښی، هغه نور افغان نه دی، ځکه خپله تور سرې پنجابي ته پریږدي او دا د حملو لپاره افغانستان ته راځي. د ټولو اړیکو د شکولو وروسته که بیا هم کومه حمله کیږي دا به زمونږ د پاکستان سره د جنګ اعلان وي.

ځواب ورکول دقیق افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *