د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت پر لومړي قراول د وسله والو ترهګرو حمله د ټولو حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي، په دې برید کې یو پولیس شهید شوی او ۵ نور ژوبل دي.

د دانش په وینا یو ترهګر د قراول په دروازه کې په انتحاري برید کې وژل شوی او ۷ تنه نور له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د دې وزارت مخته یې له چاودونکو موادو یو بار موټر کشف کړی او چاودېدونکي مواد یې شنډ کړي دي.

رویټز خبري اژانس وايي چې د دې برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

په کابل ښار کې زوروره چاودنه وشوه

تاند – په کابل ښار کې د یوې زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو.

له چاودنې سره سم د ډزو اوازونه هم اورېدل کېږي.

لومړني راپورونه وايي چې چاودنه د هوايي ډګر پر سړک او کورنیو چارو وزارت ته نژدې شوې ده.

ځینې راپورونه وايي چې لومړی د کورنیو چارو وزارت په خوله کې انتحاري چاودنه شوې او بیا څو تنه ترهګر د کورنیو چارو وزارت ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړې چې لا هم روانه ده.

د حمله کوونکو شمېر معلوم نه دی.

تاند ته د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې وویل چې د کورنیو چارو وزارت پر لومړي قراول برید شوی چې له وزارت څخه شاوخوا ۷۰۰ یا ۸۰۰ متره لېرې دی.

د پېښې دقیق معلومات او احتمالي مرګ ژوبلو په اړه معلومات لا نشته خو وروسته به همدلته وړاندې شي.

له دې جلا نن په لوګر او کندهار کې دوو چاودنو لږترلږه ۶ تنه شهیدان کړي دي.

د کندهار ښار چاودنې درې کسان وژلي او ١٣ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د والي وياند داود احمدي په وینا، په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ١٣ نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د لوګر په موټر بمي حمله کې ۳ تنه شهیدان او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندان ویاند شاپور احمدزی وايي، په پیل کې د حوزې شاته د موټر بم حمله وشوه او ورپسې درې ځانمرګي بریدګر حوزې ته داخل شول او پولیسو سره يې نښته پیل کړه.

One thought on “پر کورنیو چارو وزارت ډله ییز برید د ۱۰ حمله کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسېد”
  1. نن به د شراو فساد تلویزیون یعني طلوع ډېر خفه وي ، ځکه چې د کورنیو چارو وزارت باتورو سربازانو د دوي د ملګرو برید ډېر ژر شنډ کړ او داعشیان یې د جهنم ټيټې کندې ته ور ګوزار کړل.
    داعشیان ، ټالیبان او نورې تروریستي ډلې دومره زمونږ هېوادوالو او امنیتي قواوو ته دومره مضر نه دي لکه دغه د شراو فساد ډونډره چیان. د دې پرځای چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د هغوی مورال تقویه کړي ، دوي په امنیتي ځواکونو انتقاد کوي. انشاء الله نن به د داعشیانو اصلي څهرې چې څوک دي او چا رالېږلي د پاته شوي موټر نه مالومې شي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *