تاند- په کابل کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د کنفرانس لپاره له بېلایېلو هیوادونو څخه د دیني عالمانو راتګ دوام لري.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې تراوسه پوري(نن غرمه) د پاکستان او اندونیزیا په شمول د یو شمېر اسلامي هیوادونو دیني عالمان کابل ته رارسېدلي او تمه ده چې تر ماښامه پوري به د ایران، قطر، سعودي عربستان، مصر، عراق او بنګله دېش په شمول د ۱۶ نورو هیوادونو استازي هم رارورسېږي.

په دې یوه ورځني کنفرانس کې، چې سبا /سې شنبه/ جوړېږي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ځانمرګو بریدونو او اسلامي نړۍ ته د ځینو نورو جدي ستونزو په باب خبرې کېږي.

د سولې د عالي شورا ویندوی شهزاده شاهد باختر خبري اژانس ته وویل چې دا کنفرانس د سولې د عالي شورا په نوښت د (اسلام او سوله) تر عنوان لاندې جوړېږي.

One thought on “په کابل کې (اسلام او سوله) په نوم د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس جوړېږي”
  1. هادظالم زامنودافغانستان نورمه برباده وی یاخویواسلامی نظام پشکی نافظ کی چی ټول ی مسلمانان پشکی وه اوسی دانوردی نوری نړی ته ولاړسی مزکه ډیره پراخه ده یایوکفری نظام مسلمانان دی بل زی ته ولاړسی هرسوک ی دمسلمان په نوم ورانوی اوده دغه کانفرنس دګډون والوته په الله په رسول په قران په ملایکوپه طلاق قسم ورکوم چی حق دی بیان کی چی دهرچاسرخلاس سی ټول دنیاپرقراره ده زموژپرکورغوبل دی دا۴۰کاله کیژی

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *