افغان امنتي چارواکي وایې په کابل کې د تیرې شپې په بری�� کې د بهرنیانو په ګډون تر شلو ډیر کسان وژل شوي دي.
دغه ډله ایز برید تیره شپه په کابل کې د لبنانیانو پر یوه رستورانت وشو .
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند نن سهار آزادۍ راډیو ته وویل چې په وژل شویو بهرنیانو کې د کاناډا ، روسیې ، لبنان او ځینو نورو هیوادونو وګړي هم ول .ښاغلی ستانکزی وایې د تلفاتو شمیر تر شلو اوښتی .
امريکا، ملګرو ملتونو او نورو ادارو دغه بريد غندلى دى.
ویل کیږي په وژل شویو کې د افغانستان لپاره د نړیوال صندوق استازی او دملګرو ملتونو دوه کارکوونکي هم شامل دي .
تیر ماښام د کابل د وزیر اکبر خان په سیمه کې لبنیز په نوم هوټل درېو برید کوونکو یرغل وروړ ، چې دچارواکو په خبره یوه یې په ځان پوري تړلي چاودیدونکي مواد په دروازه کې وچول اودوه نور یې په هوټل کې دننه له پولیسو سره په مقابله کې ووژل شول .
د چارواکو په خبره متقابل برید دوه ساعته دوام وکړ . ددې برید مسولیت طالبانو منلی دی.
وایي ته مې وزې وهه زه به دې روزې وهم. ته له هوا پر مظلومو بیګناه افغانانو بمونه اوروه، او بیا پرې نامي غله، قاتلان، بدنامه جنایتکاران، قطاع الطریقان، لوټماران او هغه هم د دموکراسۍ پاک نوم لاندې حاکم کوه او بیا پر هغوی ډالر اوروه. د بمونو لاندې مظلومانو خاموشه ساوی آخر ترلوی خالق پورې رسیږي.