تاند – په پلازمېنه کابل کې هغه جهادي مشران د نیمه لوڅو چینایي نجونو د نڅا نندارې ته ناست وو چې ویل کیږي نژدې څلور لسیزې وړاندې یې په افغانستان کې د اسلامي احکامو د ماتېدا په پلمه «جهاد» پیل کړ او د میلیونونو افغانانو وژلو ته یې لاره هواره کړه.
په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي، چې د حضرت صبغت الله مجددي، انجنیر محمد خان، محمد محقق، محمد سرور دانش په شمول د افغانستان یو شمېر جهادي مشران په کابل کې د چین سفارت په ودانۍ کې د نجونو د نڅا نندارې ته ناست دي، او په یوه بل عکس کې د چین د سفارت چارواکو سره یوځای کېک پرې کوي.
ویل کیږي چې حضرت صبغت الله مجددي څلور لسیزې پخوا په افغانستان کې د وخت د نظام پر ضد د جهاد اعلان کړی وو او بیا چې دغه جهادي سلسله د ګاونډي هېواد پاکستان د استخباراتو له خوا سپانسر شوه، نو په بېلابېلو قسطونو کې تر اوسه پورې روانه ده او افغانان په کې ووژل شول، معیوب او معلول شول، کډه کولو او ان له بدې ورځې او د خپلو سرونو د امن کولو لپاره د دین پرېښودلو ته مجبور شول.
د ټولنیزو رسنیو کارکوونکیو د جهادي مشرانو له خوا په دغسې پروګرام کې برخه اخیستنه شرموونکې او د خندا وړ بللې ده او ګڼ شمېر کسانو پرې خپل نظرونه لیکلي دي.
ثواب الدین مخکښ لیکلي، « هغوی چې د #کمونیزم د ماتولو تاوان تر نن پورې له موږ څخه اخلي او هرڅه یې د #جهاداو #مقاومت په نوم #غصب کړي. نن د #چين په سفارت کې په #کابل کې کمونیزم په پوره شاندارو مراسمو کې ولمانځلو.
#جهاد
#مقاومت»
انجنیر رحمت الله احمدزي لیکلي، « حضرت صاحب او نور قومندانان دې په مزو کې وي!
د چين سفارت زموږ مشران په تېره اخېره په غلطو لارو آموخته کوي، چينايان غواړي چې دوى له جنت نه ليرې او دوزخ ته نږدې کړي.»
عاشق الله رحیمزوی په نېش لرونکيو الفاظو لیکلي، « ډیرو خلکو دا تصویر شریک کړی او په جهادي مشرانو یې انتقادونه کړي خو اصلي خبره هیچا هم نده کړې. خبره دا ده چې چینایانو زمونږ مشران غولولي دي. دوکه یې ورکړې. د غونډې لپاره بلن لیک یوازې په ماندرین یعنې چینایي ژبې لیکل شوی و او ترجمه یې ورسره نه وه او دوي هم په پټو سترګو منلې وه. تاسو وګورئ چې زمونږ مشرانو د نڅا پر وخت سترګې ټیتې نیولې او استغفار او تو لعنت په شیطان شه زمزمه کوي. دا خارجیان ډیر بد خلک دي د پخوا په شان هر وخت زمونږ دا ساده ګان مشران غولوي.»
هاشم ناصري لیکلي، « د خپل هيواد او ولس په ضد يي جهاد وکړ او اوس د چنايي رقاصو په وړاندي مقاومت کوي.»
حکمت الله کلیوال خپل درد داسې شریک کړی، « ویل یې که موږ جهاد کړئ نه واي نن به ستاسو د نوم سره اوف لیکل کیدو په دغه خره منطق یې واخیست ۷ میلیون مسلمانان یې شهیدان کړه مګر اوس هغه جهادیان نایټ کلپ کې شپې تیره وې.»
همت ټینګار د محمد تنها لیکنه را اخیستې او لیکلي یې دي، « ستور پېژندونکو به ويل چې د بيګ بنګ په زمانه کې زېږېدلی ازرت صاب به حتمأ يوه ورځ د کمونيزم پر وړاندې د خپل ۱۴ کلن جهاد مېوه د کمونيست چين په سفارت کې خوري. خدای ج وعده کړې چې خپل مخلص او مجاهد بندګان به هميشه نازوي. تاسو به د خدای ج له کوم، کوم نعمت څخه سترګې پټې کړئ؟! محمد تنها»
خو د طاهر ساپی له لیکنې نه د جهادي مشرانو د ملاتړ بوی راپورته کیږي، او لیکي، « چې ته مېلمه یې او کوربه پرتوګ باسي په دې کې ستا څه ګناه ده؟»
What are you doing Mujadadi , M.khan , , Danish , Mohaqiq and …. ?
What happened to you ? where are you going ? your performance is seriously shameful and hateful for Afghan Nation ?
Shame on those in-term robbers!
At the moment may die many Afghan youngmen in defence of country! but that mojaddideng! etc.. are enjoiyng comunist China’s acrobat girls?? Tuuh . just in term jihaddists! .They are robbers of Afghanistan Beyt-ul maal!…
Engineer Mohammad khan and Mr. Mohaqiq should have at least covered their eyes with their hand to avoid committing sin watching half naked Chines female dancers.
Mr. Mojaddidi famous for selling high price Estekhara and supposedly curing Afghan children with his spit/saliva, is well versed seeing such seen.
د دوو مختلفو مقولو او دوو مختلفو پدیدو د تحلیل اختلاط به د
.واقعیتونو پر مخ د پردې د غوړولو په معنی وی
د سره استعمار بې شرمانه تجاوز او زموږ د هر اړخیز موجودیت د ژوولو او هضم هڅی او د مجددی ننی عمل هیڅ ارتباط نه سره
.لری
د شوروی یرغل سره مبارزه یو اجتناب ناپذیر مکلفیت ؤ دا مکلفیت که تر هر نوم لاندی وای د مشروعیت څخه به برخمن وای
:بناً د بحث نتیجه دا شوه چي
د شوروی سره مبارزه او ددې مبارزې مشروعیت به هیڅکله د جهاد د رهبرانو د کړنو د څرنګوالی سره کومه منطقی اړیکه ونلری زه نه پوهېږم چه ولی اوس هم ځینی کسان د مسکو او کابل پر
.مارکسیسټی متعفن جسد د حسرت اوښکی تویوی
“د سره استعمار بې شرمانه تجاوز او زموږ د هر اړخیز موجودیت د ژوولو او هضم هڅی او د مجددی ننی عمل هیڅ ارتباط نه سره
“.لری
Fair enough and well said. But at the same time anyone who think that Mojaddidis were just a regular immigrant relocated from British-India, should reexam their thought.
Mojaddidis were trained political immigrants brought into Afghanistan to block societal progress and keep large groups of Afghans at their mercy. Plus their dark deeds are well documented in Afghanistan and can not be whitewashed.