د کابل بتخاک سیمه

تاند – د کابل ښار ختیځ ته د بتخاک په سیمه کې د اسلامي ګوند دوه قوماندانانو یو پر بل ډزې کړي او دواړه وژل شوي دي.

ویل کیږي چې دغه نښته د ځمکې په سر لانجې څخه وروسته رامنځته شوه.

په پېښه کې د وژل شویو قوماندانانو نومونه قلم او حاجي شېراغا یاد شوي دي. ویل کیږي چې حاجي شېراغا د یاد ګوند د پخواني قوماندان او د کابل – جلال اباد د لویې لارې پخواني ساتونکي زرداد ورور دی.‌

له ۲۰۰۱ کال را وروسته افغانستان ته د نړیوالو مرستو په راتګ سره یو شمېر کسانو په بېلابېلو طریقو میلیونونه ډالر ولوټل، خو د پانګونې په لارو چارو د لږ پوهېدا له امله ډېرو یې د ځمکو اخیستلو او د استوګنې د نومرو جوړولو ته مخه کړه.‌

ویل کیږي چې په ګڼو حالتونو کې د پخوانۍ شمال ټلوالې د قوماندانانو په شمول ګڼ شمېر وسله والو مشرانو او د هغوی اړوندو ډلو د عادي خلکو ځمکې ولوټلې چې په ځینې حالتونو کې یې داسې مرګونې پېښې رامنځته کړې خو داسې ښکاري چې اوس د اسلامي ګوند قوماندانانو هم دغو لوټنو ته مخه کړې ده.‌

3 thoughts on “په کابل کې دوه قوماندانان د ځمکې په سر لانجه کې ووژل شول”
  1. ههههه د کابل جلال آباد لاری ساتونکی؟ که داړوونکی لوټونکی لاروهونکی شکوونکی… دا یی لا رهبر وایی چی کابل ته سولی لپاره راغلی

  2. قلم او شیر آغا په لار روان چې د د نظار شورا قوماندان حسن ورته کمین نیولی او دوی یې ووژل دا غصب نظار کړی او قتل هم هغوی خو تاسو راپور څنګه غلط او په ناروا لیکلی افسوس…

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *