تاند- د کابل د نننۍ /دوشنبې/ د دوو تروریستي حملو د مرګ ژوبلو شمېر زیات شو.

د وروستي راپور له مخې، په دغو دوو پر له پسې انتحاري حملو کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل دي.

د سهار په ۸ بجې په شش درک سیمه کې له لومړۍ انتحاري حملې نیم ساعت وروسته د پېښې ځای ته د خبریالانو او عکاسانو له رسېدو سره دوهمه حمله وشوه.

په دوهم برید کې ۹ خبریالان او فوټو ژورنالیستان هم وژل شوي دي.

دغه راز ۷ خبریالان ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت د ټولو وژل شویو شمېر ۲۵ تنه ښيي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې روغتونونو ته ۴۹ ټپیان وروړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې څلور پولیس هم وژل شوي دي.

داعش یا اسلامي دولت ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. داعش ادعا کړې چې د ملي امنیت پر ۹۰ ریاست یې غبرګ بریدونه کړي او ګڼ کسان یې وژلي دي.

خو شاهدان وايي چې حمله کوونکی هدف ته، چې د سړک په بلې خوا کې و، نه دی رسېدلی.

د کابل پولیس وايي چې انتحاري ترهګر له ځان سره د خبریالانو په شان کمره هم لرله او داسې یې ښودله چې ګواکي خبریال دی.

په وژل شویو ژورنالیستانو کې د ازادي راډیو عبدالله حنانزی، محرم درانۍ، سباوون کاکړ، د طلوع تلویزیون کمره من یارمحمد توخی، د یک تلویزیون غازي رسولي، د همدغه تلویزیون عکاس نوروز علي رجبي، د فرانس پریس فوټو ژونالیست شاه مری، د مشعل تلویزیون سلیم تلاش او علي سلیمي شامل دي.

د ازادي راډیو فوټو ژورنالیست سباوون او دغه راز د مشال تلویزیون، جهان تلویزیون او یو شمېر نورو رسنیو خبریالان او عکاسان ژوبل شوي دي.

سباوون وروسته ساه پرې کړه.

له دې جلا نن په خوست کې نامعلومو وسله والو د بي بي سي راډیو د پښتو خپرونې خبریال احمد شاه وویشت.

تر دې وړاندې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال ارغند په ورته ډول د نامعلومو وسله والو په ډزو شهید شوی و.

په کابل کې دوو چاودنو لږترلږه ۲۱ تنه ووژل

تاند- په کابل کې نن په دوو انتحاري حملو کې لږترلږه ۲۱ تنه وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

دواړه حملې په شش درک سیمه کې شوي دي.

راپورونه وايي چې لومړۍ انتحاري حمله د موټر سایکل په وسیله وشوه او چې خلک د پېښې په ځای کې راټول شول، بله چاودنه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې روغتونونو ته د ۲۱ تنو مړي او ۲۷ ټپیان وروړل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د فرانس پریس خبري اژانس یو عکاس هم شامل دی.

دوهمه چاودنه، چې ګومان کېږي هغه هم انتحاري وه، له لومړۍ پنځلس دقیقې وروسته په داسې وخت کې وشوه چې خبریالان، عام خلک، طبي کارکوونکي او پولیس د چاودنې د قربانیانو کومک ته ورغلل.

فرانس پریس خبري اژانس د خپل خبریال نوم شاه مری ښودلی او ویلي یې دي چې دوهمه چاودنه داسې وخت وشوه چې خبریالان د پېښې په ځای کې راټول شول.

شاه مری

تراوسه پورې د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفو ډلو د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

7 thoughts on “د کابل په غبرګو انتحاري حملو کې د ۹ خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي”
  1. نن بیا سپو، دپنجاب او ایران نوکرانو، بیغیرتو غلامانو دکابل خلک په وینو ولړل، قتل یی کړل
    بیا به هغه کابلی طالبان چه قندوس بمباری ته یی دپاکستانی مړونو په امر ژړاګانی کولی
    خاموشه دی

  2. داعش ماعش نشته، هماغه د پاکستاني استخباراتي سپي دي چې اول یې د تنظیمونو په شکل را تربیه کول او خلک یې پرې وژل بیا د طالبانو او اوس د داعش په نامه.

  3. دا منافقین « داعش او ټالیب » د وخت له تقاضا سره سم لکه بوقلمون حیوان خپل نوم بدلوي . خره خو همهغه خره دي خو کتې یې بدلې شویدی.
    یا الله ته خو منتقم یې او دا ظالمان ډېر ژر د دوزخ ټيټې کندې ته ورګوزار کړه.

  4. په دغی ورځو کی چی د ژورنالیستانو د شهیدانو کاروان روان دی دا ټول د پاکستان د استخباراتو له خواه په مستقیمه توګه وژل کیږی او څو علته لری یو خو د افغانستان میډیا د پښتنو د تحریک یعنی منظور پښتین د جلسو راپور تاژونه نشر کول تاسو وینی چی د پاکستان د ناولی او نا مسلمانه فوڅ له خواه هیڅ میډیا نه پریښوودل کيږی چی د پښتنو عږ او ناری جهان ته ورسی خو د افغانستان همدا خوار ژورنالیستان وو چی دا غږ یو څه ناڅه تر نړی ورسوو نو اوس دی آی ایس ای اداره زموږ غږ هم تربتوی . اوس داسی لوبه شروع شوی چی که بیګناه خلک وژل کیږی دا هم طالب دی ولی داسی عملیات حقانی د داغش په نامه کوی څکه آی ایس آی په نورو طالبانو دومره اعتبار نلری. نو اوس زموږ خوبوړی حکومت ته په کار دی چی دژورنالیستانو ډیر کلک امنیت خوندی کړی ځکه ددی خلکو دښمن اوس د یوه هیواد په سطح سره له اجنټانو یی دی.

  5. دا ټول دې هند څخه بیل شوي د پنجاب خودکفاندګیان دي۰ دا د جیندس دال مشرف (خودکفاندګي) فابریک دی چې د اسلام په نوم ئې تولیدات پیل دي۰ نه مجاهد شته، نه طالب اونه مسلمان۰ دا ټول د آی اس آی او انګریزتور مخي غلامان دي بل څه نه۰ د دوی ځاي په دې دنیا(کفاندګي)او په آخرت کې به د دوزخ تل وي آمین۰

  6. افغانان د تاریخ په اوږدو کې د نړی د سترو ځواکونو په لومه کی راګیر دی. چې د تل په څیر د شرقی او غربی هیوادنو د سیاسی او نظامی سیالیو قرباني ورکوې. د غرب-امریکا او اتحاد جماهری شوري د سړی جګړې انساني او مادی غرامت افغانانو تلافی کړل، چې په پایله کې د هیواد ټولې زیربنایئ او معنوی شتمنۍ لوټ او افغانستان په بشپړه ډول په یو کنډواله بدل شولؤ. ولې متاسفانه، افغانانو ونشو توانیدلي چې د لاسته راغلیو فرصتونو څخه د هیواد په نفع ګټه پورته کړې. وروسته له دوه لسیزو امریکا-غرب هیوادونه د خپلو تربیه کړل شو تکنوکراتانو او پخوانیو مجاهدینو په مرسته پر افغانستان یرغل وکړل او په پایله کې د آ اس آی د طالبانیزم آمارت نسکور او خپل وفادار ملګرې یی سیاسی اقتدار او قدرت ته ورسول چې دا يي د خپل نړیوال رقیب د ماتیدو پاداش دغه نامقدسوډلو ته ورکړل. ولې د افغان وژنی داستان پردی ځای پای ته ونرسید بلکه دغي لړي نور هم شدت واخیست اونن هم افغانان د ا تکنوکراتانو او مجاهدینو د اعمالو قرباني ورکوي. چې دغه سیاسی متضاد ایدیالوژیک هم ونشو کولای چې د لاسته راغلې فرصت څخه د هیواد د بیا ودانولو او سوکالي لپاره ګټه واخلی. په حقیقت کې دغه تکنو-مجاهد کلاستر د رغوني پرځای د ملی شتمنی او نړیوالو مرستو په لوټ کولو لاس پوری کړو او دا هم د خپل جهاد ثمر بولې او اوس هم ځان د جهاد وراثین و قهرمانان بولې. او لاسته راغلی فرصتونه د افغانستان د ورانولو او افغانانو د وژني سبب شوی دي. چې دا نقطه د درک کولو ده چې، او باید ټول افغانان پر دی پوهه شې: د طالبانو او داعش ډلی د ایجاد اصلی عامل همدغه تکنو-مجاهد کلاستر دی. خلاصه دا چې، زه اوسنې او پخوانې وژنې اصلی عاملین همدا تکنو-مجاهد کلاستر او د امریکا-غرب ناکام ستراتیژیک او تګلاری بولم.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *