تاند- د افغانستان او کینیا وروستۍ شل اوریزه لوبه، چې د جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې وشوه، کینیا په ۳۴ منډو وګټله.

دا لوبه د افغانستان لپاره مهمه نه وه ځکه چې نه جدي لوبعه وکړه او نه یې اصلي لوبغاړي پکې ولوبول.

تر دې مخکې افغانستان یوه شل اوریزه، دوې پنځوس اوریزې او یوه څلور ورځنۍ لوبه له کینیا څخه ګټلې وه.

د پنځوس اوریزو د ګټلو په نتیجه کې افغانستان د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام ته بریالی شو.

په نننۍ مسابقه کې، چې کینیا پیل کړه، کینیايي لوبغاړو د څلورو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۹ منډې جوړې کړې. افغان لوبغاړو په خپلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د بېټینګ لپاره د افغانستان دوه وروستي لوبغاړي دوه باولران حمید حسن او شاهپور ځدراڼ راووتل. دوی واړو په ګډه ۵ منډې جوړې کړې خو مخکې تر دې چې وسوځي اورونه یې بشپړ شول.

ټاکل شوې ده چې سبا / شنبه/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله مازدیګر څلور بجې کابل ته راورسېږي.

د افغانستان ولسمشر یوه ډله ګومارلې چې د اتلو لوبغاړو د هرکلي ترتیبات ونیسي.

تمه ده چې زرګونه خلک به د کرکټ د اتلانو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته لاړ شي او د خپلو اتلانو تود هرکلی به وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له یوې خبرپاڼې سره سم دغو اتلانو ته د هرکلي ویلو په موخه به د مازدیګر په ۳ بجو د افغانستان کرکټ له نړیوال لوبغالي څخه یو ستر کاروان د هوایي ډګر په لوري روان شي.

کرکټ بورډ له رسنیو څخه غوښتي چې د ملي اتلانو په هڅونه او له دوی څخه د تقدیر په برخه کې د تل په څیر د دوی ملاتړ وکړي او د کابل نړیوال هوایي ډګر ته د دغې ورځې مازدیګر په څلورو بجو تشریف راوړي.

په پام کې ده چې د لوبډلې له رارسیدو وروسته به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د جشن او لمانځنې مراسم تر سره کیږي.

4 thoughts on “په کابل کې د افغانستان د کرکټ د اتلانو د اتلولۍ هرکلی کېږي”
  1. داخبره بالکل غلطه ده چه دوی اصلی لوبغالی نو وو لوبولی،،تول پدی لوبه کی اصلی لوبغالی ول ، او دا دافغانستان دتیم دغلط بیتنگ نتیجه وه چه دا لوبه یی وبایلله . په کرکیت کی هره لوبه مهمه وی په هغه کی دانشته چه دا لوبه مهمه ده او داه نده .خو دا باید زیاته کرم چه دافغانستان کرکیت تیم کوم تخنکی بیستمن نلری .دوی خپلی مخکینی لوبی تولی په بالنگ گتلی دی نه په بیتنک. ددوی بیتنک توکلی ده که دوی ته په هره لوبه کی له 100 نه زیات هدف ورکرل شی که 20 اوریزه وی او که 50 اوریزه دوی هغه نشی حاصلولای یو خه مثال یی دتیری میاشتی د سنگاپور مسابفی وی چه تاسو تولو په خپلو سترگو ولید.زه بیا هم وایم چه دکینیا په شان دیو ضعیفه تیم په مقابل کی داسی لوبه کول دیر دشرم حای ده دوی به په 2015 که حه کوی هلته خو بیا انگلیند ،استرالیا،………………وغیره دی ،زما په نظر دافغانستان د تیم دپاره یوتکره بیتنگ کوچ او فیلدنگ کوچ ته ضرورت ده دا نا کاره بیستمینانو ته وخیی چه تخنیکی بیتنک حنگه وی .وسلام

  2. We don’t have any proper batsman sadiq is playing like with closing his eyes , sahahzad is only want to do six ,anyway they playing with magic . We need proper batsman to play quality batsman

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *