تاند- په افغانستان کې د امریکا په سلګونو ملیون ډالرو د برېښنا د تولید یوه پروژه نژدې ده چې په یوه کنډواله بدله شي.
په کابل کې د تره خېلو برېښناکوټ، چې ټاکل شوې وه یوې پراخې سیمې ته برېښنا ورکړي، د ضایع کېدو په حال کې دی.
د امریکا حکومت په دې پروژې ۳۳۵ ملیون ډالره لګولي دي.
د تره خېل برېښناکوټ، چې په ډېزلو چلېږي، په دې هیله جوړ شو چې د افغانستان د صنعتي پارکونو لپاره به د برېښنا د تولید باوري او دوامداره سرچینه وي. خو عملاً دې پروژې ډېره لږه برېښنا د لنډې مودې لپاره تولید کړه.
په افغانستان کې د امریکا په مرسته د بیارغونې د چارو د سرمفتش (سیګار) د راپور پر اساس، د ۲۰۱۴ م کال له فبرورۍ حخه د ۲۰۱۵ م کال تر اپریل پوري تره خېل برېښناکوټ په کابل کې په ټوله مصرفېدونکې برېښنا کې یوازې په سلو کې صفر اعشاریه ۳۴ ونډه لرله.
د امریکا د مرستو ځیني منتقدان وايي چې اکثره مرستې یې په موقتي پروژو لګولي دي. د دوی په باور که دا پیسې یې تر دې په خورا وړې پروژې هم لګولي وای اوس به ورڅخه ښه استفاده کېدای شوای.
دامریکی هیواد دخپل راتګ څخه ۲۰۰۱تر نن پوری هیڅ داسی پروژه چی هغه دافغانستان دپاره تولیدی او دوامداره کار اوتو تولید پروژه وی نلری تر څو هم دخلکو دپاره هم دکارزمینه بر ا بره شوی اوهم دژوندانه یوه برخه اویا دکوچینی ضرورت رفعه پهغه ترسره شوی وای ند ه ترسره کړی بلکه غولونکی اودخلکو په سترګوکی دخاورواچولو دپاره موقتی اجراات هغه هم دچور اوچپاول دپاره ننداری جوړی کړی چی داټول دامریکا استعماری نیت اوموخو اثبات دی په افغانستان کی . چی نه غواړی افغانستان هیڅکله پخپل ځان متکی شی . فقط دااستعمار او مستعمری ، غالب اومغلوب ، حاکم اومحکوم کړه وړه دی . ر .
مګر امریکا یان تا سې ته خره ښکا ریږي چې عا م المنفعه دوا مداره پروژې تا سې ته جوړې کړي
ښاغلی شاهد صاحب ته!
لمړی نیکی هیلی ، سلامونه اودرناوی وړاندی کوم . دوهم ستاسو داخبره چی امریکایایان چاته خره ښکاری …..؟
عزتمنده خره خو څه . چی دخرو څه هم بدتره دی ځکه چی دیوخوا کافر اودبلی خوا ظالم ، دبشری حقوقو ناقض ،نړیخوار استعمارګراو اشغال ګر دی . اودټولو نړیوالو حقوقی موازینو خلاف عمل کونکی په افغانستان او جهان کی دی . هیله چی اوس دی نوسم پیژندلی دی وی . ومن الله توفیق . .