تاند- واشنګټن پوسټ په کابل کې د انتحاریانو د هدیرې په اړه وايي، د دې لپاره چې د طالبانو له لوري شوی تشدد او وحشت ووینئ، یو ځل د کابل شاوخوا ته لاړ شئ، په کندو کپرو کوڅو کې له تېرېدو وروسته د ښارګي د پولیسو پوستې ته رسېږئ. دلته د هغو موټرونو ټوټې پرتې دي چې په انتحاري حملو کې ویجاړ شوي دي.

په دې هدیره کې د سلګونو موټرونو زړې وسپنې او ټوټې په داسي ډول کوټه شوي لکه یو وېروونکی نندارتون.

دا ټوټه ټوټه شوي موټرونه او وسپنې د هغه تاوتریخوالي ښکارندويي کوي چې کابل یې په وروستیو څو کلونو کې په وینو لړلی دی.

د دې هدیرې په یوه برخه کې د طالبانو د لارۍ سکلېټ وینئ چې تېر کال د افغانستان په ملي شورا باندې په حمله کې کارول شوې وه.

دې لارۍ ته نژدې د یوه انتحاري حمله کوونکي لونګۍ څړېدلې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس په دې هدیره کې د انتحاریانو په موټرو کې د کلونو دردونه نغښتي دي.

د پولیسو یو افسر میراغا ګلبهاري وايي:«موږ اوس روږدي شوي یوو، ډېر وحشتونه او ظلمونه مو لیدلي دي.»

د ورځپاڼې پر اساس، افغانان هیله لري چې وحشت او ترور به ژر پای ته ورسېږي.

افغان، پاکستاني، امریکايي او چینايي چارواکو د جنورۍ په اتلسمه په کابل کې د دوهم ځل لپاره غونډه وکړه چې د سولې لپاره پلان جوړ کړي.

څلور خواوو د کابل له غونډې وروسته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یې د سولې د لارې د نقشې په برخه کې پرمختګ کړی دی.

خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د انتحاریانو د نقلیه وسایلو هدیرې ته په اشارې وايي، دا هدیره د دې مسلې د یادونې څرګنده نښه ده چې افغانستان اوږده لاره په وړاندې لري او د سولې موافقې ته تر رسېدو پوري لا هم ډېر کړاوونه شته.

7 thoughts on “په کابل کې د انتحاري حملو د موټرو د هدیرې په اړه د واشنګټن پوسټ راپور”
  1. دآخيري جملې څخه دا معلومييږي چه آمريکاه په دي نژدو کللو کي په آفغانستان کي دسولي تصميم نه لري نور هم تصميم لري چه جنګ ته ادامه ورکړي او همدارنګه هديرو ته ادامه ورکړي.
    موږ ته پکار ده چه دجنګ او دسولي ابتکار په خپل لاس کي واخلو
    په آئنده کي دا سي خلګ دحکومت وچوکاټ ته شامل کړو چه دې هيواد ته صادق او په سياست او ډيپلوماسئ پوه وي . دا په موږ آړه لړي چه سوله غواړو نو ديوه سالم حکومت په تکل کي اوسو نه دچور اوچپاول نشلستي پرستو فرعون ټيپو او تش په نوم اسلامي او په عين حال کي وطن فروشو او دخارجي کړيو پوري تړيلو سپو باندي.

  2. چی دا طالب څوک وو؟ چا سپرت کړ؟ او څوک ئ لا هم سپورت کوې؟ دی سوال ته باید ځواب پیدا شې، نه د موټرو هدیری ته، که څنګه؟

  3. واشنګتن باید خپل وحشتونه هم بیان ګړی چی پردی څورلس کلونو کی کړی دیی
    واشنګتن نشی کولی چی پر دی پوچو او بی هوده تبلیغاتو د خلکو ذهنونه بل طرف ته واړویی
    هغه تشدد نه هیریدونکی ده چی دی ابلیسانو دی مړو پر سر جواب چای کاوه او دی مړی ندامونه یی پری کړل او خپلو ندارتونوکی کښي شودل.

  4. هغه ظلمونه چې روس اوامریکا کړي دهیریدودي؟؟؟؟؟؟؟۰ دبګرام بندیان، دکوانتانمواوعراق بربند بندیان،دمزارشریف دلیلي ددښتې وحشت، داټول ددرداوځناورتوب انځورونه نه دي؟؟؟؟؟؟؟ ۰ دا (۱۵) کاله دامریکې او ناټود ولس سره جګړه دا ددرداو وحشته ډکه نه ده؟؟؟؟؟؟؟۰دامریکې په بمباریوکې عام ولس قرباني لږورکړې؟؟؟؟؟؟؟۰ امریکې او غلامان ئې لکه دوستم خیل ټول دمحکمې وړدي۰ ددې جملې نه ئې مالومیږي( د ورځپاڼې پر اساس، افغانان هیله لري چې وحشت او ترور[[ به]] ژر پای ته ورسیږي) چې امریکا هیڅکه په افغانستان کې سوله نه غواړي،ځکه زمونږ راتلونکئ وخت او ژوندددوئ په لاس کې دي ۰داظالم غداران دي چې دخپلوتالي څټوغلامانو(دلستوڼی ماران)سره زمونږ دزړواوځوانانو په ټپي احساسو لوبې کوي۰
    افغانانوته پکاردي چې بغیر له بهرنیوسره کیني او یوبل ته دورورۍ اواتحاد لاسونه ورکړي اوپخپله سوله منځته راولي۰

  5. ترڅو چی پاکستان اوهندوستان ، امریکا او روس ، ایران او عربستان سوله په خپل منځ کی ونکړي افغانستان ته سوله راتلل ناشونی ده

  6. تمدن،بشردوستی،حقوق بشر،پرمخ تللی هیوادونه او بیا هغه هیوادونه چه هستوی انرژی کاروی او نور غولوونکی القاب !!!
    دا لاندی سوالونه او دا مقام سره څه ډول تړاو لری ؟
    د سالمی تربیی او سالم انسان غوښتنی که غربی وی که شرقی یا تنظیمی وی یا بله ډلګۍ ، مقصد سالم او مفید انسان چه بشریت ته صادق وی هغه څوک دی؟
    هغه چه (یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم) یا هغه چه ساینس ،تکنالوجی ، ثروت او صلاحیت د بشر دتباهۍ لپاره کاروی،ملیشه انتحاری اوباروت نوروته صادروی؟
    یا هغه چه
    بشر آرام ته نه پریږدی او دنورو په مرګ کی خپل ژوند لټوی؟
    که هغه چه[ قصد نلری د بشریت سره حتی د خیانت تصور دی هم وشی او خپل همنوعی سره د خیانت قصد نلری،دروغ ورته نه وایی،فریب نه ورکوی،په مال،ځان،عزت او خاوره یی تیری نه کوی،بل ته غل نه وی ، ښه خلق ، انسانی چلند او عالی اخلاق یی زړونو کی ځای نیسی او دی ته ورته عالی او د انسانی مقام سره ښایسته خصوصیات چه یو انسان متمدن ،باتربیه ،مفید او خواخوږی معرفی کوی،څه چه ځان ته خوښوی هغه بل مسلمان ورور ته هم خوښوی او انحصار نکوی اودهر شی مفید او نافع ]اړخ ګوری؟]

ځواب ورکول Hairan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *