د تېرې دوشنبې په ورځ (د ۱۳۹۳کال د زمري۲۱مه /  د ۲۰۱۳ کال د اګست ۱۲) د دوو فرهنګیالیو محمد امين رحيمي او رحمت الله دانش فاتحه د کابل د رحمان مینې د طلايي ښارګوټي جومات کې د اوښتون کلتوري ټولنې، د دوی د کورنيو او ملګرو لخوا واخيستل شوه.
محمد امين رحيمي د ځوان شاعر او لیکوال اسماعیل لاروي کشر ورور و، دی په پکتیا کې د اوښتون راډیو ژورنالیست و. رحيمي د کانکور د تېرکال په ازموینه کې د لوړو نمرو په اخيستلو سره په نږدې وخت کې د دولت لخوا د ممتازه شاګردانو په بورس کې مالیزیا هېواد ته د کمپيوټر ساینس زده کړو لپاره لیږل کیده، چې د روژې پر اتمه د طالبانو لخوا د ګرديز ښار په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو او رحمت الله دانش په یوه ترافيکي پيښه کې ساه ورکړې وه.

د فاتحې مراسمو کې د هېواد ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون، د کابينې ځينو غړیو او د پارلمان ځینو وکیلانو هم برخه واخيسته.

رپوټ: بابری باران

One thought on “په کابل کې د دوو فرهنګیالیو د فاتحې مراسم ترسره شول”
  1. له تاند ویب پانې نه یوه نړی مننه ، هر وخت یی ګران لوستونکي او هیواد وال له مهمو پیښو څخه خبروی ، چې دوستان کولای شي په ګڼو مراسمو او محافلو کې ګډون وکړی مننه

ځواب ورکول احمد فرید قیومی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *