تاند- په پلازمېنه کابل کې د دوو کورنیو ترمنځ په وسله واله نښته کې ۷ تنه مړه او ژوبل شول.

پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې ۲ تنه نیولي دي.

د کابل له جنايیي جرمونو سره د مبارزې څانګه وايي، د کابل په شپاړسمه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ دوو غړیو د بلې کورنۍ پر غړیو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۳ تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

حمله کوونکي له ډزو وروسته وتښتېدل خو د پولیسو په هلو ځلو اصلي مجرمان ونیول شول.

له یو شمېر ښاریانو سره د غیرقانوني وسلو شتون په ښار کې دا ډول جنایتونه زیات کړي دي.

لس ورځې وړاندې (د اګست ۳۰) د کابل ښار په یوه هوټل کې د واده په مهال د شخړې په نتیجه کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول.

له دې راز پېښو څخه د کابل ښاریانو تشویش پرون هغه مهال لا زیات شو چې د نظار شورا غړي د خپل وژل شوي قوماندان د شپاړسم تلین په مناسبت له اتومات وسلو او چاړو سره ښار ته راووتل او بې هدفه ډزې یې وکړې.

کابل ښاریان له ټولو خپلسرو څخه د وسلو د ټولولو غوښتنه کوي.

One thought on “په کابل کې د دوو کورنیو په شخړه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله پېښه شوه”
  1. دا د دولتی ادارو نه غلا شوی وسلی او مهمات دی چی زیاتی یی د بن د معاملی له انحصاارګرو سره دی چه پدی وسایلو غلا ، غصب ،قتلونه ، اختطاف او نور جنایات ترسره کیږی او لوی عامل یی هم کلینر جنرالان دی ، د حکومت جهادی برخورد او عکس العمل لازمی او ایل کول یی واجب دی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *