تاند- یوه انتحاري حمله کوونکي نن داسې مهال ځان په کابل کې د لویې جرګې د خیمې مخته والوزاوه چې له خیمې دیني عالمان په راوتلو ول.
لومړني راپورونه ښيي چې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي خو اختمال شته چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې ډېر وي.
شاوخوا ۲ زره افغان دیني عالمان نن /دوشنبه/ په کابل کې راغونډ شول او د روانې جګړې خلاف یې فتوا صادره کړه.
دوی، چې د افغانستان له بېلابېو سیو دې غونډې ته راغلي ول، په خپله فتوا کې ویلي «په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او هیڅ راز شرعي جواز نه لري.»
تراوسه پورې د حملې مسوولیت د دولت وسله والو مخالفو ډلو په غاړه نه دی اخیستی.
راپورونه وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي دي. دغه راز تراوسه پورې د پېښې د ټپیانو شمېر ۱۷ تنه ښودل شوی دی.
څرګنده نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي خو انتحاري هغه مهال ځان والوزاوه چې دیني عالمان په ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې له خیمې څخه راوتل.
دیني عالمانو په خپله فتوا کې ویلي«د شریعت او اسلامي قوانینو له نظره هر ډول جنګ ناروا او د مسلمانانو د وینو له بهیولو پرته بل شی نه دی.»
ای د افغان دښمنه، ای د آی ايس آی، ګوډاګيه تر به تر ځو پوری افغانان وژنی؟ ته پدی پوه شه جی ستا د عملونو پوښتنه به الله ج له ستا او د تا له بادارانو څخه کوي چي بيګناه افغانان وژنی.
ضد و نقيصه فتواګانئ
انسان په دۍ حيرانګئ چه دا خنګه منطق دۍ.يو مسلمان د بل مسلمان په ضد د قران نه په استفادئ سره فتوا ورکوئ او وائي چه زه سم وائيم او د اسلام ښه ټيکدار يم او جانب مقابل خوارج دۍ اوس سوال پيدا کيږئ چه د دنيا هيځ دين کښئ داسئ دوه سره ماران نشته چه خپل بچئ يعنئ خپل پيراوان وچچئ مګر زمونږ خوګ اسلام کښۍ داسئ کيږئ او بيا وائېو چه اسلام د امن دين دۍ.دا خو ېهود او نصوارا ملامت دئ. که ده تير ۱۴ سوه کالو تاريخ وګورو نو بيا هم همدا لوبه شوۍ ده د يو بل خيختګ مو شکولئ چه سئتر مو جهان وګورئ د ټولو نه غټه بدبختئ خو مو داده چه مونږخپلئ ټولئ فيصلئ د دين ټيکدار مولا صاحب ته پريخئ دۍ د جنګ نه تر ده صلحئ پورئ په مينځ که دا معلوم نشو چه په مونږ ځه لوبه وشوه
د بیګناه انسان وژل لکه ټول بشریت یې چې وژلی وي.
که دا فتوا ملا آی ایس آی ورکړې وه نو ستاسو به هم قبوله وه . خو که د یو رښتیني ، مسلمان او مظلوم ملت دیني عالمان سره راټول او د پاک کلام له ارشاداتو سره سم د جنګ د ناروا والي او د سولې د ټینګښت لپاره فتوا ورکړي ، نو د ملا آی اس آي ځری ورته ضدو نقیض فتوا وایی.
د یو چا علم او پوهه د هغه له لیکلو ، املا او انشاء نه مالومیږي. ته خو اول دا خپله لیکنه سمه په پښتو ولیکه، بیا زمونږ په جیدو دیني علماو باندې انتقاد وکړه.
آیا په قرآن کې ټول مسلمانان یو دبل ورونه ندي ذکر شوي ؟
آیا والصلح خیر د الله ج امر او ارشاد ندی؟
آیا د یو بیګناه انسان وژل لکه د ټول بشریت یې چې وژلی وي ، ندي راغلي؟