تاند- د کابل په خوشحالخان مېنه کې د ۱۰۰۰ هستوګنځایونو د جوړېدو مراسم نن /سې شنبه/ د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې جوړ شول.
د دې پروژې مالي لګښت د قطر الغرافه مرستندویه موسسه ورکوي.
په دې مناسبت غونډې ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل«نن د مسکن جوړولو لپاره زموږ د خلکو د غوښتنو د پوره کېدو نېکمرغه ورځ ده.»
ولسمشر غني په افغانستان کې د پانګونې په خاطر د الغرافه خیریه ټولنې د رييس شیخ علي بن عبدالله ال ثاني ستاینه او مننه وکړه.
ښاغلي غني د قطر سفیر ته په خطاب کې وویل« څو کاله مخکې مو له افغانستان سره د همکارۍ اساس کېښود چې نن یې د مثبتو پایلو شاهدان یوو.»
د دې پروژې اپارتمانونه به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثو ته ورکړل شي.
ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې دې موضوع ته اشاره وکړه، ویې ویل چې په ټولو ساختماني او هستوګنځیو په پروژو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته چې د هېواد دفاع لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي، لومړیتوب ورکول کېږي.
د ښار جوړولو وزیر سید منصور سادات نادري وویل، دا پروژه، چې تر کار لاندې ده، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثو ته زر اپارتمانونه په پام کې نیول شوي چې د افغانستان لپاره د قطر نااستوګن سفیر او د الغرافه خیریه بنسټ رئیس شیخ علي بن عبدالله ال ثاني یې تمویلوي.
په غونډه کې د د الغرافه خیریه بنسټ رئیس په فراه ولایت کې د خورما بڼ د جوړولو لپاره پانګونې ته په اشارې وویل، په دغه ولایت کې تر راتلونکي یو کال پورې د دوی پانګونه ثمر ته رسېږي او هیله لري چې دا پانګونې د ټولو پانګوالو د هڅونې لامل شي.
ولسمشر ته !
که ددغې پروژې د اپارتمانونو د ویشلو لپاره سر له اوسه یو خواخوږی او زړه سواندی هیئت وټاکل شي چې دا هم د اداري فساد ښکار نه شي او یا هم د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د لیوانو په فرمایشونو تملیک نه شي نو دا به د ملي وحدت د حکومت لویه لاس ته راوړنه وي . که دا هستوګنځي د هلمند ، زابل ، ارزګان او کندهار د شهیدانو په کورنیو وویشل شي او هغوی عملاً ورته را انتقال کړای شي نو په یوه سخاوت به دوه هدفونه لاس ته راشي . اول به هغه خوار او بیوزلي د کور خاوندان شي او دوهم به د هغوی بچې د تعلیم له نعمته برخوردار شي او د ملا او طالب د هوسونو ښکار او د روانې جګړي د اور خشاک به نه شي . په ډیره ساده محاسبه که هره کورنۍ له دوو څخه تر پنځو ماشومان ولري چې دا د افغاني کورنۍ ادنا حد دی نو تر پنځو زرو ماشومان به مو ښارمیشتې کړي ، له تعلیمه برخمن کړي او له تمدن سره اشنا کړي وي او تردې ډیره مهمه دا چې ددې ماشومانو راتلونکی چې اوس د هغوی په جنګ ځپلي ماحول کې پرته د طالب له ابزاره کیدل بل څه نه دي وژغورل شي او د طالبانو او ملایانو د لښکر جز به نه شي .