تاند- د افغانستان دفاع وزارت تایید کړه چې د دولت وسله والو مخالفانو په پلازمېنه کابل کې د ملي اردو پر یوه بس برید کړی دی.

د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي د حملې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل چې دې برید تلفات پېښ کړي دي.

ده وویل چې دې ځانمرګې حملې د تلفاتو د شمېر په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.

وروستی راپور وايي چې د ملي اردو پر بس په حمله کې شپږ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویندوی دولت وزیر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د ملي اردو شپږ غړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ ویندوی حشمت ستانکزي هم د تلفاتو شمېر ۶ تنه وباله، ویې ویل چې په دې پېښه کې د ملکیانو په شمول ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

دا برید نن مازدیګر د کابل ارتل پله ته نژدې وشو.

په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت په وروستۍ اوونۍ وسله والو طالبانو د خپلو حملو پام په ځانګړي ډول کابل ته اړولی دی.

وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې د افغانستان ملي اردو ته یې بدې مرګ ژوبلې اړولي دي.

شاهدان وايي چې ټپیان یې لیدلي چې روغتون ته وړل کېدل. یوه شاهد تاند ته وویل، دې ته په پام چې له چاودنې وروسته په بس کې اور بل شو، ګومان کوي چې دې برید به زیاتې مرګ ژوبلې اړولي وي.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې ځانمرګی پلی و.

وسله وال طالبان عموماً د ملي اردو پر بسونو بریدونه کوي. د پنجشنبې په ورځ د کابل په لمنه کې د ملي اردو پر یوه بس په ورته برید کې د دفاع وزارت ۶ منسوبان ووژل شول.

وسله والو سخت دریځو نن سهار د کابل په دیوان بیګي سیمه کې د سترې محکمې یو چارواکی ترور کړ.

همداراز د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې یې پر ماین پاکانو په حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«وسله والو طالبانو ناببره په ماشینګڼو پر ماین پاکانو د کار په ترڅ کې برید وکړ او ۱۲ تنه یې ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.»

3 thoughts on “په کابل کې د ملي اردو پر بس ځانمرګي برید مرګ ژوبلې واړولې”
  1. درنو لوستونکو ته سلام والله که یی په غنی هم شل کړی ځکه د کرزی صاحب بنی بیرون اوسیدی او د غنی صاحب بن په یوه کور کښی ده په دی شعارونو اوس څوک نشی غولولای چی دیر آید درست ايد دا وطن بی سر پوښه دی او دا غله وزیران او شرابی امنیتی چارواکی دا نتحاریان تر خپل هدفه رسوی چی زموږ خوار د اردو ځوانان پکښی قربانی کیږی

  2. غني باید نور هر څه پریږدي او خاص پر امنیت کار وکړي.متفکر صاحب باید د ځان سره لږ فکر وکړي چې داچاودیدونکي توکي او ځان وژونکي څنګه او څوک کابل ته راداخلیږي.داخو ټولو ته معلومه ده چې ددولت په موټروکې راځي، خو مهمه داده چې ددې مخه به څوک او څنګه نیسي. زما د متفکر صاحب نه غوښتنه ده چې لږ پدې برخه کې هم فکر وکړي.fv

  3. زما مشوره د افغانستان ټولو وسله والو قواوو ته داده چی له نظامی یونیفورم نه یواځی د رسمی دندی د اجرا په وخت کی کار واخلی او کله چی له دندی رخصتیږی باید نظامی یونیفورم په خپل دفتر کی پریږدی او په لار یا سرک او موټر کی په شخصی لباس کی وګرځی . له یوی خوا به د دوی امنیت تامین وی او له بلی خوا د نظامی یونیفورم قدر به هم وشی. د لویو بسو په ځای د له عامه ترانسپورت او یا له وړو وسیلو کار واخلی تر څو د دوی امنیت تامین شی.

ځواب ورکول سليمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *