تاند- په کابل کې د افغان پاو ناټو ځواکونو ترمنځ نښته شوې. افغان او ناټو پوځي چارواکي وايي چې د ښار په لمنه کې په دې نښته کې یو پوځي وژل شوی او یو شمېر پوځیان او عسکر ژوبل دي. لوېدیځو خبري سرچینو د دفاع وزارت د یوه ویندوی دولت وزیري له قوله ویلي چې جګړه د افغان او بهرنیو پوځیانو په یوه ګډه اډه کې شوې ده.
د ده په وینا دواړو خواوو پر یو بل ډزې کړي دي.
ده ونه ویل چې جګړه درېدلې او که روانه ده.
د ناټو یوه ویندوی وویل چې وژل شوی عسکر افغان دی.
ده وویل چې یو شمېر نور ژوبل شوي خو د ناټو ځواکونو ته د مرګ ژوبلو په اړه یې څه ونه ویل.
لوېدیځو سرچینو په دې برید کې د طالبانو د نفوذي عناصرو رول نه دی رد کړی.
د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري ویلي چې دا جګړه د سو تفاهم له کبله شوې. د ده په وینا ناټو ځواکونو شک کړی و چې د افغان ملي اردو په یونیفورم کې د دولت وسله وال مخالفان ادې ته ننوتي دي.
د ناټو یوه بل ویندوی، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د افغان ملي اردو په یونیفورم کې یو وسله وال مخالف اډې ته ننوتی و او دوی پرې ډزې کړي دي.
خو د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي دا خبره نه تاییدوي، وايي چې د یوه افغان او یوه بهرني پوځي ترمنځ له لفطي شخړې وروسته دواړو پر یو بل ډزې کړي دي چې په نتیجه کې د بهرني پښه ژوبه شوې خو افغان وژل شوی دی.
زه خو هیڅ پوی نه شوم چه دا دولت وزیری د کوم دفاع وزارت ویاند دې او دا ظاهر عظیمي د کوم دفاع وزارت ویاند دې ؟؟
اول خو خوشحال شوم چه ښه شوو چه دا ظاهر عظیمي خو نوره له دې دایمي دندې نه لرې شوو خو بیا اخر کې تاند والو بیا لیکلي چه ظاهر عظیمي د دفاع وزارت ویاند دې.
پکتتین صاحب ظاهر عظیمي یې ویاند دی او دولت وزیري یې مرستیال ویاند دی.
تاند
نه پوهیزم چی چه ووایم بدماشی ده وطن یی خپل حکومت یی خپل دزوره ور سره شی نه ویل کیزی
تاند:
خو په خبر کي مو د يوه لپاره وياند او بل لپاره ويندوی کارولی دی… آیا د ویاند او ویندوی تر منځ توپیر سته که نه ویندوی د مرستيال لپاره هم کارېږي…
؟
ویاند او ویندوی مترافې کلمې دي او ضرور نه ده چې د ویاند مرستیال یاد شي. مرستیال یې هم ویاند یا ویندوی دی.