تاند- په کابل کې د یوه روغتون ساتونکي نن /پنجشنبه/ پر بهرنیانو ډزې وکړې او لږ ترلږه درې بهرنیان یې ووژل.

افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په دې برید کې، چې په کیور روغتون کې وشو، یو بهرنی ټپي شوی دی.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي رسنیو ته وویل چې په وژل شویو بهرنیانو کې د کیور روغتون یو ډاکتر او د هغه دوه مېلمانه شامل دي. خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې وژل شوي کسان ډاکتران بللي دي.

کیور روغتون د کابل د دارلامان په سیمه کې دی.

په وژل شویو بهرنیانو کې دوه نارینه او یوه ښځه ده.

حمله کوونکی چې د ۲ نورو ساتونکو په ډزو ټپي شوی، نیول شوی او پوښتنې او ګروېږنې ورڅخه روانې دي. د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو ویل شوي چې په پښه لګېدلی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې درې واړه وژل شوي بهرنیان امریکایان دي. نیویارک ټایمز ویلي چې درې واړه وژل شوي کسان ډاکتران ول.

په کیور روغتون کې په ځانګړي ډول ماشومان تداوي کېږي.

کیور روغتون، چې د یوې خیریه موسسې له لوري اداره کېږي، د نړۍ په ۱۰ هیوادونو کې فعالیت کوي.

0 thoughts on “په کابل کې د کیور روغتون ساتونکي ۳ امریکایان ووژل”
  1. …تور پنجاب یې راوست د کابل په زړه یې کېناوه
    اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي…

    !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  2. …تور پنحاب یې راوست د کابل په زړه یې کېناوه
    اوس به د جومات حرامي دې انحام ته څه واي…

    !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. خاوری به شتمن په افغانستان کې سرمایه کاری وکړی؟ دا کار به په راتلونکی دهغه خلکو مخه هم ونیسې چې په افغانستان کی د صحت به بخش کی سرمایه ګزاری کول غواړی نو افغانان مجوره دی چی خپل رنځوران پاکستان او هند ته د درملنی لپاره یوسې او هر څه ورته د کړاو سربیره یو په دری تمام شی

  4. دا یو وحشیانه عمل دئ ، داد افغانستان بیوزلو سره جفا ده ، مونږ ېې په کلکه غندو ، تاسې هغه لاس پرېکړو کوم چې ستا د زخمي ماشومانو د خدمت د پاره را اوږد شوئ وو

ځواب ورکول شمشېرخان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *