ارشیف

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کابل کې یې د یوې انتحاري – انفجاري حملې مخه نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست نن /یکشنبه/ وویل، یو تویوتا موټر یې د هغه له چلوونکي سره نیولي چې ۱۵۰ کیلو چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي ول.

د ملي امنیت ریاست همداراز وايي چې دا موټر یې د کابل په پنځمه ښاري ناحیه کې کشف کړ.

د دغه ریاست د راپور پر اساس دا تویوتا موټر حقاني شبکې له میدان وردک ولایت څخه کابل ته راوړی و چې د ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې پرې حمله وکړي.

په خبرپاڼه کې د انتحاري حملې د دقیق هدف په اړه څه نه دي ویل شوي.

په وروستیو ورځو کې په کابل کې څو انتحاري بریدونه وشول خو تر ټولو خونړی یې د مې په یو دېرشمه په زنبق څلور لارې کې د یوه ټانکر په وسیله وشو چې ۱۵۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي ول.

ویل شوي چې د دې چاودنې په نتیجه کې ۱۵۰ افغانان شهیدان شوي او تر ۳ سوه ډېر نور ژوبل دي.

One thought on “په کابل کې د یوې موټر بمي انتحاري حملې مخه ونیول شوه”

ځواب ورکول Sami ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *