د نړۍ هر هیواد لږترلږه یو ملي کتابتون لري چې پکې کلتوري، هنري، تاریخي، تخنیکي او داسې نور کتابونه او د مربوطه هیواد ځینې لیکل شوي معلومات ايښودل کیږي. د عامه کتابتونونو په خلاف، ملي کتابتونونه ډیر کم عامو خلکو ته اجازه ورکوي چې مطالعه پکې وکړي او یا ترې کتابونه پور کړي. د نړۍ تر ټوله ستر ملي کتابتون د انګلستان په پایتخت لندن ښار کې دی چې ۱۷۰ ملیونه کتابونه او څیړنیز مواد پکې موجود دي. دوهم ستر کتابتون په متحده ایالاتو کې دی چې د کانګرس کتابتون په نامه یادیږي او ۱۶۰ ملیونه کتابونه پکې اېښودل شوي.

افغان حکومت هم په وروستیو کې تصمیم نیولی چې یو ملي کتابتون په کابل کې جوړ او پرانیزي. د دې کتابتون جوړل سل کاله وړاندې پلان شوی خو لا تر اوسه جوړ شوی نه وو.

له کابل ټایمز سره په خبرو کې د عامه کتابتون ریس، ښاغلي حمیدالله شهراني وویل، “کله چې زه په دې پوست وګومارل شوم، د یوه ملي کتابتون د نشتوالي احساس مې وکړ. نو ځکه خو مو تصمیم ونیوه چې په هر قیمت وي باید جوړ یې کړو.”

ښاغلي شهراني زیاته کړه، “له ډیرو هڅو وروسته په دې وتوانیدلم چې د هیواد مشري ته قناعت ورکړم څو دا پروژه راسره ومني او په یوه مناسب ځای کې یې بنسټ کیږدو. په لومړیو کې مو غوښتل چې د کابل پوهنتون تر څنګ په ۱۷ هکتاره ځمکه کې یې جوړ کړو، خو په دې ونه توانیدو چې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو ته قناعت ورکړو.  وروسته مو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ملي رادیو تلویزیون په ۱۶ جریبه ځمکه کې، چې د یکه توت سیمه کې موقعیت لري، د دغه کتابتون د جوړولو پرېکړه وکړه. دا پروژه د وزیرانو شورا له خوا هم تصویب شوې. ”

په دې پروژه باندې به ۵۳ ملیونه امریکایي ډالره لګښت راشي چې ډیرو نړیوالو مرستندویو اورګانونو هم د مرستې وعده کړې. په دې کتابتون کې څلور نیم ملیونه کتابونه ساتل کیږي. د کتابتونونو د زده کړو یو انسټیټوټ به هم له دې پروژې سره یو ځای جوړ شي. د دې کتابتون تعمیر به یو غټ تالار چې په یوه وخت کې به ۲۵۰۰ کسان پکې ځایږي هم ولري. د دې تالار تر څنګ به ۲۵ نور کوچني تالارونه هم وي. څیړونکي، د پوهنتون استادان، محصلین، او عام خلک کولای شي چې له دې کتابتون څخه په خپلو څیړنو او مطالعو کې ګټه واخلي.

که چیرې دا پروژه پیل شي، نو د لنډ مهال لپاره پکې زرګونه او په دوامداره توګه به پکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

One thought on “په کابل کې ملي کتابتون جوړیږي/ اصف حبیبي”
  1. څومره د خوښۍ خبر دئ چې سل کاله پخواېې ضرورت احساس شوئ وو خو د وخت حاکمانو ورته پاملرنه نه وه کړې او نـن ېې د بنياد ایښودلو وړانديز شویدئ ، پرمخ تللي خلک د وسله تون په ځای کتابتون خوښوي ، دوطن په خدمت کې يو ویشت کاله مسلکي کتابدار ووم ، تل به مي ویل کاشکې يو ملي کتابتون مو درلودای ، خوشاله شوم چې دا ارمان مې تر سره کيږي ، هیله لرم چې د ملک څخه بهر پوهان اود قلم خاوندان خپل اثار اود کتابونو هغه شمیرچې پوهیږي په پردي ملکونو کې له منځه ځي باید د ګران هیواد ملي کتابتون ته ورکړي

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *