تاند- د کابل د جنوب په علاوالدین څلورلاره کې یوې چاودنې ۴ تنه ووژل او ۲۴ نور ټپیان کړل.
په دې چاودنه کې، چې د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر په وینا د ځانمرګي برید په نتیجه کې وشوه، د بهرنیو ځواکونو کاروان په نښه شوی و خو مرګ ژوبله یې عامو افغانانو ته واړوله.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی بیا وویل چې دا برید د موټر بم په وسیله وشو.
شاهدان وايي چې د چاودنې په وخت له سیمې د بهرنیو پوځیانو کاروان تېرېده.
د کابل امنیه قومندان او شاهدان وايي چې بهرنیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خو د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو امر وویل چې چاودنې د بهرنیو پوځیانو نقلیه وسیلو ته زیان اړولی دی.
پرون هم په کابل کې دوې چاودنې وشوې چې یو تن یې وواژه او ۷ نور یې ژوبل کړل.
د شهیدانو او زخمیانو دکورنیو سره غمشریکي :
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
دا چې نن په یوه برید کې چې دکابل په جنوب ، دعلاوالدین په څلور لاره کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان تر سره شوې ، ملکي وګړو ته زیان رسیدلي د خواشیني سبب دې . حزب اسلامي افغانستان د ټولو ملکي زیانمن شوو وګړو ، دشهیدانو دخپلوانو او دزخمیانو دکورنیو سره پوره همدردي لري ، اوشهیدانو ته د الله تعالي ددرباره دجنت الفردوس غوښتنه کوي او زخمیانو ته یی د ژر روغیدو ارزو او هیله .
الله تعالي دي ټولو زیانمن شوو کورنیو ته د زړه صبر او بهترین نعم البدل ورپه برخه کړي . او زمونږ هیواد وال دې داسلامي نظام تر سیوري لاندې په سولې او امن و نازوي .
حزب اسلامي افغانستان د ټولو زیانمن شوو کورنیو سره خپل ځان په دغه غم کې شریک ګڼي او خپلو مجاهدينو ته توصيه كوی چي خپل صفوف لازيات متحد او منظم كړئ، هغه كسان په خپلو ليكو كي پرېنږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، له داسي وسله والو عملياتو ډډه وكړئ چي په هغه كي عام ولس، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان صدمه گوري.
افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه به زموږ له گران هېواد وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. »
د هیواد د ازادۍ او استقلال په هیله او
په هیواد کې د عادلانه اسلامي نظام دقیام په امید.
قریب الرحمن سعید
د اګست لسمه ، ۲۰۱۴ کال