د ایزدیار د زوی د جنازې د مراسمو صحنه

وروستی خبر: د عامې روغتیا وزارت وویل چې د کابل د خیرخانې مېنې په درو انتحاري حملو کې د ۷ تنو وژل کېدا او د ۱۱۹ ټپي کېدا تاییدوي.

تاند – په کابل ښار کې په تازه چاودنو کې ۱۸ کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.‌

د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی د تدفین په مراسمو کې چاودنې شوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۸ کسان په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.‌

دغه چاودنې د ماسپښین په  شاوخوا ۳:۳۰ بجو وشوې.‌

 ویل کیږي چې په دغو مراسمو کې اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ولسمشر پخواني فوق العاده استازي احمدضیا مسعود هم برخه لرله.‌

د مرګ ژوبلو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی بیا وايي چې روغتونونو ته د ۴ تنو مړي او دغه راز تر ۸۷ زیات ټپیان رسول شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس بیا د کورنیو چارو وزارت د ویندوی په قول ویلي چې ۶ تنه وژل شوي او تر ۷۰ ډېر نور ژوبل دي.

ویل شوي چې په ټپیانو کې د کابل پوهنتون ريیس حمید فاروقي، د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار او جنرال جرات شامل دي.

په کابل ښار کې د جمعې د ورځې لاریون چې ویل کیږي د یو شمېر مدني فعالانو له خوا پیل شوی وو او د چارشنبې د ورځې د سترې چاودنې غندنه یې کوله،‌ هغه وخت په تاوتریخوالي واوښت چې د کنګرې په نامه د یوې ډلې مشر لطف پدرام او د ولسمشر پخواني فوق العاده استازي لاریون وتښتاوه او د خپلو سیاسي ګټو لپاره استفاده یې ترې پیل کړه.‌

په یاد لاریون کې د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی سالم ایزدیار په شمول ۵ کسان ووژل شول.

3 thoughts on “د کابل ۳ انتحاري حملو ۷ تنه وژلي ، ۱۱۹ ژوبل کړي”
  1. in this conflict foreign agents are partners;
    FOR EXAMPLE MIRWAIS YASEENEE INVITE TO DEMONSTRETION,
    WHAT YOU THINK 1000% YASEENIE IS REPRESENTATIVE OF PAKISTAN/
    YESTERDAY LATIF PEDRAM VISITED PAKISTAN EMBOSSEY,
    AHMADZIAA MASWOOD YESTERDAY VISITED RUSSIA EMBOSSEY,
    I BELIVE 100 %ZIA MASWOOD GET DIRECTION FROM RUSSIA EMBASSEY,
    I HOPE TO AFGHNS BECOME SMART AND THINK POSITIVE,
    WE ALL ARE HUMAN AND AFGHANS,WE NEED TO BE UNITED AND
    STOP ENEY BETWEEN SELF.
    I WISH TO PEACE TO AFGHANISTAN

  2. دا کار ډیر غیر انسانی او وحشیانه دی او سخت محکوم دی، خو اشرارو ته په کی پیغمام او یادونه شته: ناولیو بیغیرتو اشرارو! تاسو په ۹۰ لسیزه کی په همدی کابل کی په ملکی خلکو دومره پردی مرمی او راکټونه واورول چی خلکو خپلی جنازی پریښودی او د سپیو خوراک شوی او نن یوه ورځ چی په تاسو راغله نو چیغی مو اسمان ته پورته کیږی او خدایزده سبا به بیا په دی هم سوداګری کوی او ورځی به نوموی

  3. چاودری رښتیا وایی ، میرامشاه خو په پنجاب کې نده هغه زمونږ د ګران هېواد یوه برخه ده نو د داسې جنایتکارانو له منځه وړل د افغانستان ملی پوځ او زمونږ د متحدینو دنده ده .

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *