خبریال زرداد شینواری – د نورستان د کامدیش په سرحدي ولسوالۍ کې پرون ټوله ورځ د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه وه.

د کامدیش ولسوال مولوي عبدالرحمن وايي چې د دې ولسوالۍ په ګوردیش سیمه کې تیره ورځ غرمه مهال طالبانو د سرحدی پولیسو په پوستو پراخ برید وکړ چی په پایله کې اته تنه سرحدی پولیس وژل شوي او اته تنه نور ژوبل دي.

 نوموړي داهم وویل  چی طالبان سرحدي پولیسو پوستو ته وراوښتي او پوستو ته یې اور ورته کړی چی ګڼ پولیس د اور په لمبو کې وژل شوي دي.

   د ده په وینا وروسته طالبانو د پولیسو ټولې وسلې له ځانه سره وړي دي.

ولسوال زیاتوي، د کامدیش په مرکز کې هم پرون یوه وسلواله نښته شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه وسلوال طالبان او یو سیمیز پولیس وژل شوي دي.

له بل لوري د نورستان د ولایتي شورا ریس ډاکتر شمس الدین  اصیلزی وايي چې د ګوردیش په پرونۍ نښته کې اته تنه سرحدي پولیس وژل شوي دیارلس نور ژوبل دي او شپږ تنه لا درکه شوي دي.

اصیلزي  په مرکزی دولت غږ وکړ چې د نورستان امنیتي ځواکونه دې په مجهزو وسلو سمبال کړي او همدارنګه دې له یادو ځواکونو سره د جنګ پرمهال هوايي مرستې وشي.

بل خوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد وايي چې د کامدیش په ګوردیش سیمه کې یې په سرحدي پولیسو پراخ برید کړی چې په پایله کې یې اتلس تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي. مجاهد په یاده پیښه کې د خپلو درې تنو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

14 thoughts on “په کامدیش کې طالبانو سرحدي پولیسو ته اور اچولی”
  1. طالب خو وحشی ځناور دی امریکایان چی دوه د طالبانو مړی وسوځول نو طالبانو دا د بشر قانون خلاف وګاڼه او طالبانو شکایتونه وکړل خو دوی دلته ژوندی سوځوی دا په اسلام کله خبر دی الله ج وایی چی سوځولو والا زه یم زما بندګان باید زما بل بنده ونه سوځوی خو دا جاهلان داسی کارونه کوی چی د نړی په هیڅ مذهب او قانون کښی نه وی.

    افغان دولت باید نور د افغان سرتیرو سره خیانت ونه کړی بی غوری باید ونه کړی دا ددوی په حق کښی لویه جفا ده دوی ته باید اسلحی هوایی کومک او ډیر پرسونل ورکړل شی.

  2. طالب خو وحشی ځناور دی امریکایان چی دوه د طالبانو مړی وسوځول نو طالبانو دا د بشر قانون خلاف وګاڼه او طالبانو شکایتونه وکړل خو دوی دلته ژوندی سوځوی دا په اسلام کله خبر دی الله ج وایی چی سوځولو والا زه یم زما بندګان باید زما بل بنده ونه سوځوی خو دا جاهلان داسی کارونه کوی چی د نړی په هیڅ مذهب او قانون کښی نه وی.
    افغان دولت باید نور د افغان سرتیرو سره خیانت ونه کړی بی غوری باید ونه کړی دا ددوی په حق کښی لویه جفا ده دوی ته باید اسلحی هوایی کومک او ډیر پرسونل ورکړل شی

  3. د خدای لعنت دي وي پر دغسي طالبانو چي نه اسلام پیژني نه انسانیت. په دوی کي چي څوک څومره وحشي وي هغومره عزت لري لکه د چنګیز لښکر. دا طبقه به انشاالله ډیر ژر خدای داسي وشرموي لکه ټوپکیان چي یه وشرمول.

  4. طالبان خوارج دي واجب إلاقتل دي
    دوي د وطن دشمنانان دي كله جي نور سه به لأس ورنشي نو بيا د خلكو ساروي غلا كوي او خبل بادار ته يي تحفه كوي

  5. Taliban=zanawer
    Da taliban nadi da zanawar haywanat di. Ka do Rishtaya zan ta musulmanan wai aw da islam doshmanan nawi no doy sanga khpal da kalimi wrona pa dasi beghairata aw wahshiyana toga khpal wrona wazni aw da nor hiwadono darwazi sati. Da os kho amrikayan aw nor hewadona ham la afghanistana wozi no ka doy rishtya da afghaney mor shodi shkali wi aw zan ta insan wayi no mirabani di wakri la kphalo afghanano wrono Sara di yaw jay shi aw afghanistan di la de wahshatnaka halat na wazghori aw kpala halala rozi di zan ta pa kpal watan kshi paida kri aw da pakistanyano gholami di nora baskri. Zma dir sha poyad di che amrikayano yaw so talibano ta wor achawalai wo aw talibano pa doy dir klak ghbargon washod aw wayali che da yaw ghari bashari kar da che amrikayano karai, os kho dasi kar talibano kphala pa kpala laas wakr no os islam aw bashardosti sashwa?????

  6. پر طالب وحشي باندې باندې باید رحم ونشي هغه طالبان چې له حکومت سره بندیان دي باید ټول اعدام کړل شي.

  7. ګرانو لوستونکو! دلته هماغه د پاکستان کومی مدرسی چی تړل شوی دی همغوی جنګ ته راغلی تاسو به په مخکنیو رپوټونو کی مو لوستی وی چی ګڼ شمیر پاکستانی چټل مردار او غول خواړه په نوم طالب چی د اسلام له نوم او ماهیت هم خبر نه دی او غولول شویدی جنګ ته تیاری نیسی نو ټول همدغه بی ناموسه ډله ده چی افغانان په آرامه نه پریږدی. هغه بلی ورځی ټول ننګرهاریان شاهدان دی چی یو پاکستانی دال خور چی ځان یی الوزول د ټولو مهماتو سره نیول شوی دی ټولو د سر په سترګو ولیدل چی حتی پښتوهم نه شو غږیدی او بیا پاکستان ګندستان چټلستان موردګاوستان وایی چی دا زمونږ کار نه دی، درنو لوستونکو زه په دی ښه پوهیږم لکه څنګه چی د انګریزانو او امریکاییانو څخه مونږ او ستاسو هر یو په تنګ یو نو د طالبی نظام او ګنده طالب څخه هم په تنګ یاست هیله کوم راشی ددی نجسو او چټلو خلکو پلوی مه کوی په خپل مظلوم ولس او په دی بیچاره هیواد مو زړه وسوزوی او نور د طالب په نوم مه غولیږی الحمدالله مونږ او تاسو ټول مسلمانان یو خو اوس پنجابی ځواک دلته د اسلام تر پردی لاندی خپل نور فعالیتونه کوی دغه تور کارغان مه پریږدی راشی سره یو شی او د دی کثیفو په نوم هر ځواک وځپی بس دی نور ډیر وکړیدو ډیر وځوریدو ډیر بچیان پلرونه میندی خویندی او بالآخره هر څه مو له لاسه ورکړه نور مه پریږدی چی دښمن په خپل پلانونو کی بریالی شی

  8. په قسم چي دا امریکا او انګریزپلان دی ترڅو اسلام دملایانوپه لاس بدنام کړي، تاسو ګورۍ داچي ( الله ج ) وايي چي زما دبنده سوځول زما کاردی نه زما دبنده نو ولي طالب کافر داسي کارونه کوي، آیا دوۍ دخدایی دعوه کړي ده که څرنګه، داطالبان دفرعون زامن شوو که څرنګه، خودوۍ ته ای ایس ای پلان ورکوي، او ای ایس ای ته یي سی ای اې ورکوي، طالبان چي خارجی ونیسي نو په کلونوکلونويي لکه دخپل پلارغوندي ساتلی وي خوچي افغان پولیس یا اردو ونیسي نو دوحشت په نهایي درجه ورسره ظلم کوي، دیو پولیس بلادي په ټوله طالب القتل طبقه ورګرزي، کرزي هم غواړي چي دافغانانووژنه دهمدغوبشرضدو وحشیانولاس ادامه ولري، دطالبانو غیرت ټولو ته معلوم ده په قسم چي اردوته یي دوژلو اجازه ورکړه که په ۲۴ ګړیوکي په ټول هیواد کي یو طالب القتل هم پیداسي ټول به ځیي هیرامنډیي ته دخپلي مور بی نظیري کورته به ځي ، زبیح الله مجاهد که مسلمان وای نو یوه افغان خوبه لیدلای وای ، دغه کس دزبیح الله مجاهد په نوم چي رسنیو ته راپورونه استوي پخپله دامریکاینوګوډاګی دی، مرګ پرطالب ، ملاعمر، پنجاب، اوټولوهغووحشیانوچي دافغانانووژنه یي ارمان ده

  9. کاش کې د ملی امنیت په راز کې اوس د شهید ډاکټر نجیب الله پشان ملت پاله انسان موجود وی چې دا د پاکستان ناجایزه اولاد یې دنیولو سره د سپي په مرګ وژل! ډیر پدر خطا او مادر خطا طبقه ده د طالبانو

  10. These are the Punjabi dogs, trained by Punjabis and feed by the Punjabis they are only loyal with Punjab and they will do what Punjab is saying nothing else

ځواب ورکول Ghulammohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *