تاند- نن په کاناډا کې په یوه ښوونځي کې ډزې شوي چې ۴ کسان په کې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.‌ دغه پېښه د ساسکاچیوان ایالت په لا لوچي سیمه کې شوې ده.‌

ویل کیږي چې ډزې یوه کس کړي دي خو پخپله ژوندی دی او پولیسو نیولی دی.‌

د کاناډا لومړی وزير جسټين تروډي چې په سویس کې یوه نړیوال کانفرانس ته تللی دی له پېښې څخه لږ وروسته یوه خبري کانفرانس ته خبرې کړي دي او خبریالان یې په خپل هېواد کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په هکله خبر کړي دي.‌

بي بي سي وایي چې دغه ښوونځی په داسې یوه لیرې پرته سیمه کې پروت دی چې خواوشا درې زره استوګن لري او تقریبا هر کس بل کس پېژني چې په دې توګه اسانه ده چې د ښکېل کس پل پسې واخیستل شي.‌

د لالوچي ښاروال کیوین جانویر ویلي دي چې په قربانیانو کې د ماري په نامه یوه ۲۳ کلنه معلمه هم شامله ده.‌ هغه زیاته کړې ده چې قاتل لومړی په خپل کور کې دوه خپلوان ماشومان وژلي بیا ښوونځي ته تللی او هلته یې په نورو خلکو ډزې کړي دي.‌

د پېښې له امله د سیمې خلکو سخت ټکان خوړلی او ترهېدلي دي ځکه کاناډا یو ارام هېواد دی او د وژنو پېښې په کې ډېرې لږې کېږي.

2 thoughts on “په کاناډا کې په یوه ښوونځي کې ډزې، ۴ مړه، ګڼ ژوبل”
  1. کاناډا ډېر ښه او آرام ملک دئ ،هرسړئ په خپل دين ولاړخو نورو اديانو او ژبوته به درناوئ ضرور ولري ، بې شمیره جوماتونه په هره څنډه کې شته او پنځه وخته په جماعت لمونځ پکې ادا کيږي ، هره پیښه سیاسي تړاو نلري ، کيدای شي يو روحي ناروغ داسې واقعه منځ ته راوړي چې اول د خپلوانو اوبیاد نورو دقتل سبب شي

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *