د امریکا کانګریس

تاند- د امریکا د کانګریس غړی، سناتور لیندسي ګراهام، چې له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې د امریکا د رول ملاتړی بلل کېږي، وايي، که د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د بګرام له محبسه ۶۵ بندیان خوشي کړي له افغانستان سره به د امریکا د ټولو انکشافي مرستو د بندېدا غوښتنه وکړي.

سناتور ګراهام، چې د امریکا په مشرانو جرګه کې د جنوبي کارولینا سناتور دی او په جمهوریتپال ګوند پوري تړلی دی، همداراز وویل:«ولسمشر کرزي اساساً د خپلې خوښې د قانون واکمني پیل کړې ده، پکار ده چې له افغانستان سره د اپریل د میاشتې د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو او د نوي ولسمشر تر واک ته رسېدو پوري د امریکا مرستې وځنډول شي.»

ده دا خبرې د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې وکړې. په غونډه کې د دواړو ګوندونو استازو پر هغه څه نهیلي وښوده چې سناتور ګراهام د کرزي امریکا ضد سلوک وباله.

ګراهام وویل، کرزی ممکن په راتلونکو دوو ورځو کې په پروان کې له توقیف ځایه بندیان خوشي کړي حال دا چې امریکايي او ناټو قومندانان وايي، د دغو کسانو په اړه کافي اسناد او شواهد لري چې دوی خطرناک دي.

د پنتاګون ویندوی ډګروال سټیف وارین د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:«موږ باور لرو چې دا بندیان باید، د هغو جنایتونو په خاطر چې دوی کړي دي، محاکمه شي. زموږ په ذهن کې د دغو کسانو په خطرناک والي کې هیڅ راز شک نه ګرځي.»

ده همداراز وویل چې د دغو بندیانو خلاصون به په افغانستان کې د قانون حاکمیت ته یوګوزار وي.

کرزی له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو هم ډډه کوي.

تر دې مخکې د امریکا پوځ وویل چې نور هڅه نه کوي چې کرزی دې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي. د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا به د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته انتظار وکړي او له راتلونکي ولسمشر سره به د دې موافقې لاسلیکولو ته صبر وکړي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رييس جېمز کلېپر د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې فکر کوي کرزی به هیڅکله هم له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي او د دې کمېټې رييس کرل لیفین وړاندیز وکړ چې د اپریل انتخاباتو او د کرزي ځان نیوونکي ته دې انتظار وایستل شي.

One thought on “په کانګریس کې د افغانستان کلک ملاتړي له افغانستان سره د مرستو د بندولو وړاندیز وکړ”
  1. د امریکا سناتوران دې په افغان ولسمشر تورونه مه لګوي د امریکا په ولسمشر دې تور ولګوي چې ولی دافغان ولسمشر غوښتنې نه مني

    که د امریکا سناتوران د لندسې ګراهم غوندې وي نو بیا امریکا ته شرم دی که نه وي باید ښاغلي ګراهم ته ووايي چې ستا څرګنونې امریکایانو لپاره ډیر د شرم ځای دی

    د امریکا مرستې د افغانانو په وینه تمامیږي او افغانان داسې مرستې نه غواړي

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *