تاند- د پاکستان په کراچۍ کې د یوه پښتون، چې په بې رحمانه ډول وژل شوی، د مړي له موندل کېدو وروسته د هغوی خپلوانو او یو شمېر کراچۍ مېشتو پښتنو مظاهره وکړه.

د موسي خان خان مړی، چې تېره اوونۍ له خپل ورور عیسي خان سره د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و، د جمعې په ورځ وموندل شو.

په کراچۍ کې له کلونو راهیسې پښتانه په دې ډول وژل کېږي خو پښتانه خپل غږ نه پورته کوي مګر نن /جمعه/ یو شمېر پښتنو وروسته له دې په کراچۍ کې مظاهره وکړه چې په اسلام اباد کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو سوله ییز اعتراض ظاهراً نتیجه ورکړه.

د ۳۴ کلن موسي خان مړی د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ سوپرهايي وې ته نژدې وموندل شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د موسي خان پر بدن د شکنجې نښې له ورایه ښکاري.

د ده جنازه د سوپرهايي وې د سیمې په خلجي ګوټ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ده پلار پولیسو ته وویل، موسي او ورور یې عیسي خان درې ورځې وړاندې په ګداپ ټاون کې د څو تنو له لوري له خپل کوره بېول شول.

د عیسي خان او موسي خان پلار د خپلو زامنو د بې درکه کېدو په اړه پولیسو ته شکایت ونه کړ، ځکه چې د کراچۍ پولیسو د پښتنو ضد عناصرو سره لاس یو دی. ده د پولیسو پر ځای محکمې ته شکایت وکړ خو د موسي خان مړی مخکې تر دې وموندل شو چې محکمه اقدام وکړي.

د موسي خان د جنازې له خاورې ته سپارلو وروسته د ده خپلوانو او د عقلخېل قبیلې غړیو مظاهره وکړه او د موسي خان د وژل کېدو او د نوموړي د بې درکه ورور په اړه د عدالت او تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې په ۲۴ ساعتونو کې ونه منل شوې، دوی به په اعتراض او مظاهرې د سوپرهايي وې لاره بنده کړي.

په کراچۍ کې د نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پښتانه د هغو وژنو په وړاندې اعتراض کولو ته مجبوره شوي چې له کلونو راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په کراچۍ کې روانې دي.

نقیب الله مسید هم په کراچۍ کې د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی و.

One thought on “په کراچۍ کې د پښتنو د قتلونو خلاف مظاهره”
  1. پښتنو که را پورته نه شي او په خپلو کې سره يوالی او اتفاق ونه کړي نو همداسې به يو يو رانه ورک شي او بيدريغه به قتليږو

ځواب ورکول Baba jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *