اباسین جګړ-
د یوې کروشیايي میرمنې مړی ۴۲ کاله وروسته د هغې په کور کې په داسې حال کې میندل شوی چې هغه تلویزیون ته ناسته او د چایو پیاله یې مخې ته ایښې ده.
پولیسو د هغې د کور ور هغه مهال پرانیست چې کلیوالو ادعا وکړه، دا کور له ۱۹۷۰ لسیزې را په دې خوا تش دی. خو کله چې ورننوتل نو که ګوري چې د مړې میرمن کالبوس په چوکۍ کې د ناستې په حال کې دی، د چایو ګیلاس یې څنګ ته او تلویزیون یې مخته اېښودل شوی.
ظاهراً دا ښځه، چې (Hedviga Golik) نومېږي، په طبیعي مرګ مړه شوې خو ګاونډیانو یې فکر کاوه چې بل ځای ته به کډه شوې وي.
دا مالومه نده چې میرمن د مړینې پر مهال څو کلنه وه. خو د ګاونډیانو پر وینا دا میرمن د ورستي ځل لپاره په ۱۹۶۶ کال د هغوی له خوا لیدل شوې وه.
Toll darogh di , sook bill werkavi , tv hum na kharabigy 42 kala ,