تاند- د افغانستان حکومت نن/ یکشنبه/ اعلان وکړ چې د کمونستي رژیم په لومړیو کلونو کې د زرګونو وژل شویو کسانو د یاد په مناسبت فاتحه اخلي او د دې دردوونکې قتل عام په خاطر بیرغ نیم ځوړه کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا اقدام وروسته له دې کوي چې د هالنډ لویې څارنوالۍ د خلق د دیموکراتیک حمهوریت د واکمني د لومړیو دوو کلونو (۱۳۵۷ او۱۳۵۸) د پنځو زرو قربانیانو لیست خپور کړ.

د خلق د دیموکراتیک جمهوریت په دوره کې د دې څو چنده زیات خلک وژل شوي دي. د نور محمد تره کي د واکمنۍ له پای ته رسولو وروسته حفیظ الله امین د اکسا له لوري د ۱۲ زره وژل شویو کسانو لیست خپور کړی و. وروسته د وژنو سلسلې ډېر کلونه نور هم دوام وکړ.

د کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر د هالنډ د لویې څارنوالۍ له لوري د قربانیانو د پنځه زره کسیز لیست له خپرولو وروسته د هیواد له جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره ځانګړې مشورتي غونډه جوړه کړه.

د هالنډي څارنوال له خوا د دغه پنځه زره کسیز لیست له خپرېدو وروسته د لکونو افغانانو په کورونو کې غم او ویر یو وار بیا تازه شو.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي: د لیست له خپرېدو وروسته پرېکړه وشوه چې له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره غونډه جوړه شي.

په غونډه کې فیصله وشوه چې د کابل په پلچرخي کې د قربانیانو د درنښت او د هغوی په یاد دې د دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي او د دوو ورځو په مخه دې دعا او فاتحه واخیستل شي.

د خلق دیموکراتیک جمهوریت په لسګونو زره کسان د اخواني، اشرار، افغان ملتي، ماوایست، ملک، خان او خمیني په نوم ووژل او د ډېرو له نومونو سره په لیست کې دا لقبونه د هغوی د جرم په توګه یاد شوي دي.

د پام وړ دا ده چې د اعدام شویو کسانو په لیست کې یو هندو هم لیدل کېږي چې جرم یې اخوانی ښودل شوی دی.

د چارو د ډېرو کارپوهانو په نظر د خلق د دیموکراتیک جمهوریت د بې تجربې او د افغانستان له واقعیتونو د بې خبره چارواکو افراطي سیاستونو په افغانستان کې د ګاونډیانو مداخلې ته لار پرانسته چې له کبله یې تراوسه پوري افغانستان ناکرار او بې ثباته دی.

دا ځای کلیک کړئ چې لیست ووینئ

15 thoughts on “په کمونستي رژیم کې د وژل شویو په یاد ملي ویر اعلان شو”
  1. ‎محمدالله کمال‎
    زلمی ولد محمدحسن، محصل زراعت، مسکونه وردک، اخوانی .

    انا لله و انا الیه راجعون ـ زلمی، زموږ خپلوان و، یو ورور یې معلم صاحب حکمران نومېږي، کله چې د زلمي، مشهور په زلمک مړی او ژوندی ورک شو، حکمران ورپسې لیونی شو، یوه ورځ په ولسوالی ورغلی و او کمونیستانو ته یې بد رد ویلي وو، بس هماغه وو چې دی یې هم د انقلاب ضد په عناصرو کې شمېرلی و او بندي کړی و، له ولسوالۍ نه یې په بله ورځ د کابل پل چرخي زندان ته رسولی و، محمد حسن کاکا دې خدای وبښي، یو غم څه وو چې په سپینه ږیره بل ور د غاړې شو، بل چرخي زندان ته ور پسې ورغی او خدای خبر چې په څه خواریو او زاریو یې ایله انفلاقیان په دې باوری کړل چې لیونی حکمران به بیا د انقلاب ضد خبرې نه کوي او په کور کې به یې تړي، معلم صاحب حکمران یې چې کور ته را ووست، بیا یې ولچک او زولانه کړ، څه موده وروسته یې په کور کې مور ته زاری کړې وې، چې زه رک روغ یم، ولې مو تړلی یم، د مور زړه دی نو، سړی یې خلاص کړ، څه سر به مو خوږوم، حکمران ووت، او بیا تری تم شو، حسن کاکا ټول افغانستان ورپسې چاڼ کړ، خو هېڅ درک یې ونه لګېدو، کله چې خوست د مجاهدینو له خوا فتحه شو، حکمران هلته د جلب شوو حکومتي عسکرو په جم کې ونیول شو، زموږ د سیمي کوم مجاهد پیژندلی و، بس له هماغه ځایه را پیدا شو، اوس هم ژوندی دی، خو حسن کاکا د خپلو اولادونو غم په پټه خوله تېر کړ، الله تعالی دې یې د ټول تکلیف اجرونه ورکړي!

  2. سلام!
    دغه ليست د حفيظ الله امين په ۹۹ورځو حکومت کي په کورنيو چارو وزارت کي اعلان سو، او څو ورځي په دغه وزارت کي پر ديوال نصب وو.
    په هغه وخت (شل مياشتو)کي د خلق ډيموکراتيک ګوند غړي هم ډير قتل سول ،او بيا د امين سره هم ډير افغانان د روسانو لخوا قتل عام سول،امکان لري هغه ليستونه هم يو وخت را ښکاره سي؟
    د روسانو يرغل او د ببرک کارمل په راتګ سره په افغانستان کي د نړۍ دوه قدرتونه ښکر په ښکر سول چي د جبهې ې په دواړو خواو کي افغانان قربانيدل ،لکه اوس چي د امريکا او متحيدينو(کورني او بهرني) په يرغل کي هره ورځ دجګړي په دواړه خواو کي په لسهاوو پښتانه د مځکي زړه ته سپارل کيږي،محبسونه په ډکيږيي،کورونه يې لوټيږي…
    د شر او فساد په وخت کي او تر هغه نه مخکي په لکو( انفرادي او ډليز ډول ) افغانان په ډير فجيع ډول سره وژل سويدي،دطاليبانو او شمالي ټلوالي په جګړو کي او ورسته په قلعهء جنګي او ليلې دښت کي د افغانانو وژنه او ربړونه … دا ټول وحشتونه د افغانانو غميزه ده ،هيله ده چي د ټولو پټو او ښکاره وژنو او ربړونو داستانونه او هويت ليستونه دتاريخ پاڼو ته رسوا سي ،تر څو راتلونکی نسل داسي اشتباهات تکرار نکړي چي پخپله خپل ځان ته بلا سي،خپل تاريخ او جغرافيه وسوځي لکه د۱۳۵۷څخه چي تر اوسه ځان ته بلا يو!!!
    د افغانستان د غميزي قربانيان دي الله وبخښي،جنتونه دې نصيب سي.
    تل دي وي خپلواک او سمسور افغانستان.
    تل دي وي ملي وحدت.

    صابر ارمان

  3. الله ج دي دوى وبخشي د بيگناه كسانو وژل او هغه هم پدي شكل عظيمه گناه ده دا توله مني چي كمونيستي رژيم دداسي كرني مرتكب دى، آيا د هغو وژونو چي تر دوى وروسته په بي رحمي سره په زياته اندازه د غلاو ، چور ، بي ناموسيو خرابيو او ……..نور جرايم چي وسول بايد حًه وسي آيا صرف د يوي ورحًي خو حًه چي د يوي دقيقي لپاره ملي بيرغ نيم حًورند سو؟

  4. It is time for Khalgiss and Purchamiss to tell us why they they did; useless garbages destroyed the whole nation for power and money…

  5. زما شهید لالکه لیدلی مې نه یې، خو زړه مې ډېر درپسې خوږیږي
    محمد یوسف ولد محمد ایوب مسکونه جغتو وردګ کمک به اشرار. دا زما تره دی او هغه وخت زه نه وم زیږیدلی چې دی ورک شوی وو. د هغه ورکه هم په دې ډول وه چې په غزني کې یې د اوړو دکان درلود او خپله غریبې یې کوله. او زموږ ژوند هم ډېر ښه نه وو هماغسې لاس او پښه مو چلیدل. او دکان ته خو هر څوک راځې نو اوړه به یې ترې اخیستې وي. په دې سبا دی له خپل دکان څخه وړل کیږي. دلیل یې هم دا چې تا په مجاهدینو (اشرارو) اوړه خرڅ کړي. زموږ کورنۍ د لسو ورځو په موده کې د غزني په محبث کې وینې. هغه جامې او پوښتنه یې کوي، خو پس له ۱۰ ورځو د زندان چارواکې ورته وایی چې هغه نشته کابل ته یې وړی. پلار او کورنۍ مې یې په کابل کې لټوي او په ټولو ځایونو کې یې پوښتنه کوي، خو د محمد یوسف هیڅ درک نه وو. له دې پېښې ۳۴ کاله تیر شوی، او ټیک ۸ کاله ورسته زه دې نړۍ ته راغلی یم. .زما هغه وختونه ډېر ځوروي چې محمدیونس، حضرت یوسف، د دوی خور، چې زما د کاکا واړه یتمان او زما ځوانه کونډه کاکا ناوي چې موږ ټول خاله ورته وایو او زموږ ټوله کورنۍ څوموره کړاونه او انتظار تیر کړ. په ژوند کې څومره سختۍ پرې ورغلې. او په خپله زما مور او پلار یې تراوسه یادوي چې لالک ډېر زړه سواندی سړی وو. په ټول کور یې ډېر فکر کولو. زما پلار وایې هغه زما ښی مټ وو. هغه ساعت یې چې له عربو څخه راوړی تر اوسه یې ساتلي، که څه هم زما پلار تر ډېره شی نه ساتي. نو کله مې چې دا علان واورید، نو انټرنېټ ته راغلم ماویل ته ودریږه چې زه یې وګورم. نو ډېر خلک زموږ غوندې غم تازه شوی وو او په پیسبوک کې خلکو او زما ملګرو خپل نظریات پرې ورکړي وو او ما هم خپل احساسات د غندنی او کورنۍ ته د صبر او دوی ته د شهادت دعا وکړه. او بیامې له خپلو ملګرو وغوښتل چې که دغه لیست څرنګه پیدا کړم، خو د اسد وحیدې په نامه یوه ملګري هغه لینک پوست کړ. ماه هغه لیست ډونلوډ کړ او په لوستلو مې یې پیل وکړ. لیست خورا اوږد وو، ما هم له سره شروع کړ، خو چې تر ۱۶ صفحی ورسیدم نو ډېر ستړی شوم او پدې وخت کې مې ملګري غږ راباندې وکړ چې ډوډوۍ تیاره ده. ډوډۍ مې په بیړه بیړه وخوړله او بیرته ورته راغلم، دا وار مې د اخر له خوا یعني ۱۹ صفحې نه مخ په پورته پیل کړ. کله چې ۱۷ لسمې صفحه مې خلاصوله یو لس دو لس نفره به پاتې وو چې د محمد یوسف ولد محمد ایوب د وردک جغتو کمک به اشرار مې ولیدل. باور وکړی په دې وخت تر سترګو دباران په شان په اوښکې راغلي او زړه مې هم داسې ډېر ډک او نیولی غوندې شو. یو په یو مې تاریخ ته وکتل چې۱۳۵۸/ ۶/۱۳ وو او هغه شپه را په یاد شوه چې دا کوم زړه وو چې په داسې بی مسلکه تحقیق سره یو دکاندار، دهقان، چوکیدار، محصل، متعلیم او یا هغه څوک چې له سپین بیراغ سره چې الله اکبر پرې نویشته وو د مرګ حکم کوي. ایا دا فکر د نه کوو چې هغه به کور لري ماشومان به لري، هیلې به لري. زه حیران شوی یم او خپل الله پاک څخه ډیر خوشحاله یم چې داسي یو زړه د نه دی راکړی او دا دعا کوم چې الله پاک ته خو مې ظالم مه کوي. ځکه د سویو زړونو ازار ډېر بد وي.
    . په پای کې تاسو ټولو څخه غواړم چې دغو شهیدانو لاس پورته کړی

  6. زما په نظردايوښه کاردي چي وشي ،هغوي به الله تعالي بښلي وي ځکه هغوي دسپيڅلي لاري شهيدان دي .خوزه کمونستانوته دالله تعالي څخه ابدي جهنم ځکه غواړم چي زمونزملک ته دابدبختي همدوي راوړي اوزمونزګران افغانستان ئي دي حالت ته راورسوه ،که دوي دنورودخوشحاليدولپاره په سردارداودخان باندي کودتاه نه وي کړي اوس به موولي دومره ماشومان بي پلاره اودومره ميندي به موولي کونډيدي اوټول افغانان به ولي دبدبختي په ټغرکيناستل، الله تعالي دي دوي نيست اونابودکړي

  7. یاره ریښتیا چې دا کمونستان ډېر وحشي خلک وو، تاسو لستونه وګورﺉ، چې څومره مظلوم خلک یې په شهادت رسولي مثلا : د سماوارچي شاګرد، د خیاط شاګرد، لیونی، د مالګه پلورونکي شاګرد، خدای دې جزا ورکړي.

  8. په دعه لست کی زما د پلار نوم په ۱۶۵۷ نمبر دی .زما پلار د طب پوهنځی ۵ صنف محصل وو نوره هیڅ ګناه نه وه صرف مسلمان وو. زمونږ ارزو داده چی دغه کسان چی پدی جرم کی شریک دی دولت یی باید محاکمه کری.الله دی دل ټول کمونستان هلاک او ذلیل کری. وسلام

  9. salamona aw neki heli za da 5000 shahedano par marg da 2 wrazo matam newalo tarafdar yam
    kho ghowarom chi lowastonki dalta nazar warkri chi da 1979 bia tar wosa par shahedano bayad so wrazi matam wanewalshi manana stasi nazar ??????

  10. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ظفر ته بايد ياده شي، چې «روز معشر بز از لنګ خود و ګوسفند از لنګ خود آوېزان مېشوند»، نو اوس هم خلقيان به خپل ځواب وايي، پرچميان به خپل ځواب وايي او دا جمعيتايان، بنچرمينان، نظاريان او دعوتيان به خپل ځواب وايي. د افغانستان تاريخي جنايتونه، خيانتونه او رزالتونه به هر يو په خپل وخت سره روښانېږي او هر څوک به خپل ځواب ملت ته ورکوي! که اړتيا شي، نو ټول کال به د پاکو شهيدانو په ياد بيرغ نيم ځوړند وي!
    د حقيفت د لټې په تمه
    معه سلاموکم الاهلول مسلمين
    ملا ميوند آخوند

  11. mohtaram mula maewand akhond ta salamona aw neki heli– zma hadaf dadae chi hagha afghanan chi da pashtano da hakimyat pa wakht ki wajal shiwi pri matam newal kizi aw hagha chi da 1979 ra pada khowa shahedan shiwi sok hi wali na yadawi aya da da intekhabatu pa darshal ki da pashtanu da badnamawolo da para milli aw binelmilali dasesa nabali –pa dranawi -staso nazar????

  12. اسلام اعليکم و رحمت لله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي ظفر خان د ځواب په برخه کې بايد یاده شي، چې د پښتون ولس او بيا د افغان ولس هويت په کًل کې داسې سپک نه دی، چې بهرنيو او يا داخلي دسيسه جوړونکو د چلول قرباني شي، مګر د ولس ستونزه دا ده، چې تل يې په خپلو لوستو افغانان اعتبار کړی دی او ځکه د خپل اعتبار قرباني شوي دي، لکه په سردار داود يې چې اعتبار وکړ او هغه له يو شمېر پرچميانو سره کودتا وکړه او د روسانوتيري ته يې سره غالينه هواره کړه او بيا دغه نورو سرو او لشمکو هغه څه وکړل، چې تاسو به هم د سر په سترګو ليدلي وي! که پښتو ګټې نو ژبې ته دې کار وکړه او که افغان ګټې نو ملت ته دې کار وکړه! په رڼه ډاګ چې د پښتو کتاب نه وي او نه يې مسلکي کدرونه وي، نو دې ته وايي هسې په هوا کې د پټاکيو وېشتل!
    ولې نن د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ د شهيدانو يادون کېږي، نو علت يې دا دی، چې دغه لیست بيا خپور شو، ځکه د امين د کام (کشتارګته امين مر…) له وېرې خلک هغه مهال حتی د ليستونو ليدلو ته له وېرې ورنه غلل، نو ځکه دغه معما تر پرونه همداسې پټه پاتې وه او نن بيا خلکو دې ته تياري وښودله، چې د خپلو عزيزانو يادون وکړي او فاتحې يې واخلي! ځکه نو د اوس لپاره له دغه پېره پيل شوه!
    دوې اونۍ مخکې د شهيدان اونۍ وه او تېره اونۍ د سولې د شهيدانو په نامه تېره شوه، موږ ځکه دملتيا غږ پورته نه کړ، چې نه د شهيدانو اتل منو او نه هم د سولې د شهيدانو سردار منو! ځکه د دواړو څېرو تر شا د افغان ولس د ويڼو سيندونه بهېدل، نو ځکه موږ پټه خوله له دغه غباره تېر شوی! خو اوس خبره د هغو پاکو شهيدانو ده، چې نه يې په لاس کې وسله وه او نه هم د مقاومت وسه، نو دغه بې وزلي په ډېره نامېړانه وژل شوي دي او د څو کونه پېخو د خوشالولو لپاره موږ نه شو کولی د ملت حق پرځای نه کړو!!
    موږ بايد هڅه و نه کړو، چې له هرې پېښې سياسي ډنډوره جوړ کړو، هره پېښه د خپلو موخو په ګټو وکارو او د پښتو د سترنج دانه ميدان ته را مخکې کړو! که پښتو پلوه افغانان غواړي، چې د ملت زعامت تر لاسه کړي او ريښتينې افغانی رسالت ته کار وکړي، نو مهرباني دې وکړي، وخت دې په سفسټو نه تېروي، لاسونه دې سره ورکړي، تفاق دې وکړي او خپله ژبه دې علمي کړي، چې لږ تر لږه له پاړسي سره سياله شي، پرته له هغې هسې تر بوسو لاندې د اوبو تېرول دي او ښه ويل شوی، چې د نېمو شپو وړخ تل اوبو وړی دی!
    معه سلاموکم الاهلول مباحثون
    ملا ميوند آخوند

  13. د افغانستان حکومت داکار ستایم او بی ګناه شهیدانو روح ته د زړه لکومی دعاکوم او کورنیو ته یی د زړه صبر له خدای غواړم په دی خپه شوم چې ددی بیچارګانو دزړه زخمونه یی یو ځل بیا تازه کړل خو په دی خوشحاله شوم چې ددوی انتظار پای ته ورسید حد اقل د ورک شوو عزیزانو درک معلوم شو .
    خو او سنی حکومت په ډیره بشرمی په خپلو کړونو پرده اچوی د کابل د ۱۰۰ زره بی ګناه انسانو د قتل عام په خاطر دی هم د فاتحه اعلان وکړی او د افغانستان بیرق دی نیم ځوړند کړی ،د دشتی لیلی د وحشیانه قتل عام په خاطر دی هم د فاتحی اعلان وکړی او په همدی توګه دی د قلعه جنګې د وحشیانه قتل عام په خاطر هم د فاتحی اعلان وکړی ولی داکار نه کوی ؟ ولی په ۹۰ لسیزه کې چې د کابل بی ګناه انسانان وژل کیدل هغه د فاتحی وړ نه دی دوی په دی خاطر دا کار نه کوی ځکه چې دوی وژلی او بیشرمه انسانان لا اوس هم ور پسی شله دی او په خپله ګناه اعتراف نه کوی په خپله چې ۱۰۰ زرو څخه زیان انسانان بی ګناه ووژل ،تجاوزی پری وکړ ،کورونه یی ورته لوټ کړل او ټول کابل او وطن په وینو ولړل هغه هیڅ خو که بل چا بیا ۵۰۰۰ زره وژلی هغه سره حساب کېږی زه وایم بلکول دی ورسره وشی خو دا بیغیرتان چې د ملت په وینو ناست په قدرت دی له دوسره دی هم وشی .

ځواب ورکول نجیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *