و

خبرپاڼه

مسلسله شمېره: ١٧٥

نېټه : ١٣٩٣-١-١٦

کندهار، افغانستان- په کندهار کي د انتخاباتو ناظرينو د دې پروسې له شفافيت او تنظيم څخه خوښي څرګنده کړه.

په غونډه کي چي نن ماښام مهال د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي جوړه سوې وه، کندهار والي، امنيه قومندان او د ٢٠٥ اتل قل اردو د لومړۍ لوا قومندان ګډون کړى و.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، کله چي يې خپله رايه کاروله، د ارغنداؤ ولسوالۍ د يوه انتخاباتي مرکز له ناظرينو سره د خبرو پر مهال هغوى د انتخاباتو له شفافيت او تنظيم څخه پوره رضايت څرګند کړ. کندهار والي وويل، د کندهار په ټولو انتخاباتي مراکزو کي د کانديدانو ناظرين موجود ول، هغوى دا پروسه په کامله توګه وڅارله.

ويسا زياته کړه: “ټولو کندريانو ته مبارکي وايم چې دا پروسه په ډېر برياليتوب سرته ورسېده. له ټول کندهاري ولس څخه مننه چې په دې پروسه کې يې خپل افغانيت او اخلاص څرګند کړ. دغه راز له ټولو امنيتي ارګانونو څخه ډېره مننه چي خپله وړتيا، افغانيت او اخلاص يې ونه درېغاوه.”

کندهار والي وويل، د ارغنداؤ ولسوالۍ په لويه او کوچنۍ مناره کي يې شپږ راکټونه کشف او شنډ کړي دي. دغه راز د ډيورنډ کرښې له پوري غاړي څخه پر امنيتي پوستو بريدونه سوي، خو سرحدي پوليسو په پوره مېړانه د هېواد دفاع کړې ده. والي زياته کړه، د مقاومت په پايله کي يې د دښمن شپږ کسان وژلي، يو تن اسير کړى او يو بل تن يې ټپي کړى دى، چي د دې تر څنګ يې په ځينو نورو ولسواليو کي هم ماينونه کشف او ځينو نورو بيا انفجار کړى دى.

ښاغلي ويسا د خبرو په دوام وويل، د ورځي په اوږدو کي په ځينو انتخاباتي مراکزو کي د رايو پاڼي خلاصي سوې، خو تر لږ ځنډ وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري هغو مراکزو ته نوري د رايو پاڼي ورسېدې او پروسه بيا پيل سوه.

د کندهار امنيه قومندان پاسوال عبدالرازق وويل، تر انتخاباتو مخکي د پاکستان حکومت اعلان کړى و، چي په دې پروسه کې به د افغان حکومت مرسته کوي، خو نن تاسي وليدل چي د ډيورنډ له پوري غاړي څخه د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه کېدل.

هغه زياته کړه، نن ټوله ورځ د ډيورڼد له پوري غاړي څخه دښمن هڅه کوله چي د انتخاباتو پروسه له خنډ سره مخ کړي، خو دوى يې مخنيوى کړى دى.

د ٢٠٥ اتل قل اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال تيمورشاه خان غوري د کندهار ټول ولس ته د دې ورځي مبارکي وويله او زياته يې کړه، په کندهار کي د انتخاباتو پروسه په ډېر موافقانه ډول سرته ورسېده. نوموړي وويل، دښمن ډېره هڅه وکړه چي په دې پروسه کي خنډونه رامنځته کړي، خو دوى پخپل ټول توان د دښمن د هر ډول بريدونو مخنيوى وکړ.

———————————-

دا د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه ده. تاند ته ځیني رارسېدلي راپورونه وايي چې د کندهار ځینو چارواکو خلک مجبوره کړي چې خلک زلمي رسول ته رایه ورکړيږ دا راپورونه په مستقل ډول تایید شوي نه دي.

0 thoughts on “په کندهار کي د انتخاباتو ناظرينو انتخاباتي پروسې د شفافيت ډاډ څرګند کړ”
  1. تاسو به مستقل ډول څه ته ایاست خو داسی ویډیوګان شته چی په کندهار کی پولیس او څو نور کسان مسلسل صندوقونه ډکوی ،عبدالرزق هسی فوف باده وی ،غواړی د خلکو پام پر بله واوړی وی .خلکو تکلیف کړی او دوی مفت را خوشی دی صندوقونه ډکوی ،دا باید ملی جرم وګڼل شی او مجرمین یی په سزا ورسول شی

ځواب ورکول افضل خان فطرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *