تاند- نامعلومو وسله والو کسانو په کندهار کې دوه ماین پاکان وویشتل.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک رسنیو ته وویل، ماین پاکان د حاجي عزیز الله کمپ له ماینونو پاکاوه چې د دولت وسله والو مخالفانو پرط ډزې وکړې.

د خپلواک په وینا ماین پاکانو، چې سخت ژوبل شوي ول، وروسته ساه ورکړه.

حمله کوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي خو امنیتي ځواکونه یې د موندلو هڅه کوي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تردې مخکې په ځلونو وسله والو طالبانو پر ماین پاکانو حملې کړي، یرغمل کړي او وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *