تاند- د کندهار ولایت په معروف ولسوالي کې د خوږیاڼي کلي اوسېدونکي وايي چې پرون /جمعه/ په دغه کلي کې پر یوه واده د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې ۴ تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.
شاهدان وايي، چې په دې برید کې ۳ ښځې او یو ماشوم وژل شوي او د ناوې په ګډون تر ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.
د دوی په وینا د ناوې پښه ژوبله شوې ده.
د ناوې کورنۍ وايي، پرون ماسپښین مهال ورا له یوه کلي بل ته روانه وه چې یوې څرخکې پرې حمله وکړه.
دوی وايي چې د حملې د ځای په شاوخوا کې نه د دولت وسله وال مخالفان موجود ول او نه کومه نښته پېښه شوې وه.
خو د کندهار د پولیسو ویندوی ضیا دراني ادعا کوي چې ملکیانو ته د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په نتیجه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دراني دا هم ویلي چې تراوسه څرګنده نه ده چې دا کسان د چا په ډزو مړه او ژوبل شوي دي.
Mr Durani is out of mind,people say they were bombed by Helicopter and he says the people were shot in crossfires.