ته وا افراطیت زموږ په خټه کې اخښل شوی، په هر څه کې افراط کوو. هره ایډیالوژي او ارزښت ښه وي، خو چې تر موږ پورې را ورسېږي په توره بلا واوړي.
زموږ د غیر معقول افراط مثالونه په نوره دنیا کې ډېر کم لیدل کېږي، په ارزښتونو او عقیدو کې د افراط همدا جګړې دي چې روانې دي او خلاصېده نه لري.
په کندهار کې د طالب او حکومتي، بارکزي او پوپلزي، ښاري او صحرايي د جګړو تر څنګ یوې نوې جګړې زور اخیستی.
دا جګړه د سلف او خلف د پېروانو تر منځ ده، چې یو ډېر خطرناک پړاو ته داخیلېدونکې ده.
په دې سیمه کې سلګونه کاله کېږي خلګ د اسلام هغه رایج انداز ته په کلکه معتقد دي، چې د دوی له کلتوري ارزښتونه سره تر ډېره سر لګوي.
په داسې یو حالت او کیفیت کې د خلګو لپاره د اسلام د یوې نوې تګلارې خبره حیرانوونکې او د نه منلو وړ ښکاري.
سلف والو خپل نوی فکر چې دوی یې اصلي اسلام بولي، د مهاجرت په وخت کې په ګاونډي پاکستان کې خپل کړ او د بېکرۍ د کلچو او کیکونو تر څنګ یې دا هم کندهار ته را وارد کړ.
د دوی ټارګېټ تر ډېره هغه ځوانان دي چې لږ تر لږه په یو څه پوهېږي او د فیسبوک د اکاونټ جوړولو علمیت لري.
اخلاف بیا د چا ټارګېټولو ته اړتیا نه لري، ځکه په لکهاوو داسې ځوانان ورسره شته، چې وچ کلک مسلمانان دي، طالبان دي، حافظان دي، د زیارت پلویان دي او د پیر مرچ اغا مریدان دي.
د دواړو ډلو سره د ټاپو او الفاظو کمی نشته، همدا څو ورځې وړاندې د دستاربندۍ په یوه لویه غونډه کې د ښار لویو ملایانو سلګونو نویو طالبانو ته د فضیلت د بګړیو ورتړلو پر مهال، واهبیان ښه وټکول، سپک یې کړل او حتی په محمد بن عبدالوهاب پسې یې د ګمراه لقب ور وتوغاوه.
په همدې غونډه کې د اسلامي امارت د زمان یو ترنم وال چې د وخت فرهاد دریا و، په خپل خواږه غږ کې واهبیان وغندل راوغندل.
د ځینو شاعرانو هم کله کله د صبر پیاله نسکوره شي او د وهابیانو په غندنه کې یو نیم غزل ارشاد کړي.
د اسلافو ټیکانې بیا د مسجدونو او مدرسو پر ځای د کیکو او کلچو بېکرۍ دي، د دوی سرلاري فیسبوکي او کالجي ځوانان ددې نوې فکر تر څنګ په یو نیم کیکو او کلچو هم نازوي.
دوی په خپلو خبرو کې مشخص څوک نه یادوي، خو دوی سره د مشرک ټاپې پرېمانه پرتې دي.
زیارت ته تګ، تعویذ اچول، او خیرات… مطلق شرک دی. حتی دا مې لا هم واورېدل چې ډېری یې په خپلو میندو او پلرونو پسې وايي چې بیچاره ګان مشرکان تر دنیا تېر شول.
ددې نظریې پلویان په څېره هم یو څه ماډرن ښکاري، ږیرې یې نشته، د پروپوزل لیکلو طریقې ورځي او د جابس افغانستان له لارې د یوسایډي یو نیم پوزیشن ته اپلای هم کولای شي.
دوی (څلرویشت* اوه) ساعته فیسبوک ته ناست وي، له هرې خبرې سره قران او حدیث یادوي او په سیمه کې پر مروجو عنعناتو او ارزښتونو چلیپا راکشوي، له هرې خبرې سره وايي چې بل چا ته ضرورت نشته، پخپله باید قران او حدیث ته مراجعه وشي.
په همدې خبره کې اخلاف په غوسه کېږي او دا د امام ابوحنیفه (رض) تر څنګ څلورو نورو امامانو ته په سپکاوي اخلي او د سترګو په رپ کې پر دوی د کفر ټاپه وهي.
د کفر د ټاپو دا لړۍ په جامع جوماتونو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د علماوو او ملایانو ځانګړو ویناوو ته هم رسیدلې ده.
یو پر بل تورونه لګوي او خپل مقتدیانو په خپلو حریفانو پسې له لمانځه کولو راګرځوي.
په هیواد کې د روانو حالاتو او یو څو سیاسي تبصرو وروسته د هر مجلس دوهمه موضوع همدا ده، پلانکی وهابي دی کافر دی، پلانی مشرک دی.
حکومت او خلک دواړه باید ددې ستونزې د اوارې لپاره یو څه وکړي او د دې خطرناکې کور په کور، دوکان په دوکان جګړې مخه دې ونیسي، هسې نه چې دا ستونزه د وینو تویولو یو بل چپټر پرانېزي.
دولت باید خپلې اړوندې ادارې، حج او اوقاف، علماوو شورا، اطلاعات و فرهنګ او امنیتي ارګانونه په دې مکلف کړي چې په لومړي قدم کې د هغو کسانو مخه ونیسي چې د خپل ټولنیز موقف او سټېج څخه په سوی استفاده د ولس په منځ کې تفرقې اچوې او د هېواد په دې حساسو حالاتو کې د خلکو تر منځ د نفاق کرښې کاږي.
د همدې اړوندو ادارو مسوولیت دی چې په مسجدونو، مدرسو، غونډو، رسنیو او نورو کې د ویناوو او بحثونو څارنه وکړي او پرېنږدي چې ځوانان د ځینو خاصو کړیو د شخصي عقدو او غریضو قرباني شي.
مه پرېږدئ چې زموږ پر دین مین ولس د افراطیت د یو نوي ډول قرباني شي، په موږ کې د اسلام رایج ډول زموږ، هېواد او سیمې لپاره په خیر دی، د اسلام ایډیالوژیکي، وارداتي او پردی ډول دلته د هضمېدو وړ نه دی او راتګ یې زموږ په ټولنه کې یوازې او یوازې د ۹۲ یمو کلونو پایلې لري.
له محور ورځپاڼې په منننې.
د دوی عادي کس ته انګریزان او عرب ۴۰۰۰۰ افغانی دمیاشتي ورکول کیږی تاسی څه فکر کوی چی داسی کسان داسلام او وطن په غم کی دی؟
د دنبا په نورو اسلامي ملکونو کې هم وهابیان شته. وهابیت یوه دینی مفکوره ده او پیروان یې حق لري چې تبلیغ یې کړي خو زموږ او تاسې ستونزه دا ده چې د فکر په تنوع، په دموکراتیکو ارزښتونو، به فکري پلورالیزم او د نورو د افکارو په زغملو باور نه لرو. موږ که کمونیست شو، که نشنلست شو، که ملایان شو، که اخوانیان شو، که حتی د دموکراسي چېغې ووهو، خو په مجموع کې اکثره وخت متاسفانه وچ فکری یو او له خپلې لارې پرته د نورو لارو پیروان راته د وژلو، سپکولو، وهلو او ځورولو لایق ښکاري.مونږ یوه کلتوري انقلاب ته ضرورت لرو.
تلکاني صاحب لیکنه کي به مو د کندهار د سلفیانو د فکر، مفکرینو، تاریخ او نورو اوبجکتیف مسائلو ذکر کړی وای. ستاسو لیکنه فقط احساسات پاروي، سلفیان اوس یو څو ډلګګۍ او افراد ندي بلکه پراخ حضور لري، باید د ښو افکارو څخه یې استفاده وکړو او له بدو یې پرهېز شو
ګرانو: که څه هم زما عمر، علم او د پوهي کجه دومره نده چي په داسي مسایلو باندي څه ولیکم ولي حقیقت ته غاړه ایښودل پر هر مسلمان ورور باندي فرض ده چي هم الله ح درڅخه راضي شي او هم په ټولنه کي و نورو مسلمانو وړونو اوخویندو ته د یوه ښه مسلمان په توګه معریفي شي. داخو ټولو ته معلومه ده چي د هر چا په خوله کی د کندهاري وړونو د ښه مسلمانانو، ښه مجاهدینو، مړنیو، پر وطن مین، په د اسلام برابر او داسي نورو الفاظو سره ویاړل کیږي ولي د عمل په ډګر کي بیا همدوي دي چي نه په قران باندي خبردي او تش په نامه مسلمانان دي ، دومره مرک ژوبله چي په دي ولایاتو کي همدا اوس جریان لري د نړي په هیڅ یوه هیواد کي یی مثال نشو مندلاي، ورور خپل د ورور پر مرک افتخار کوي، نارواوي تر حده زیاتي دي، او په لواطت کي خو مو ریګارد جوړکړي دي او ددنیا په هر ګوډ کي چي د کندهاري نوم واخلي نو شته خلک داسي فکر کوي چي د ا د لوط قوم دي او حتا دیوه مثال په ورکړي سره نورناست وګړو ته روښانه کوي. نسوار ، چرس، تریاک، هیرویین خو مو ځوانان دومره مست کړي دي چي په هر کور کي ددو څخه یو پري اخته دي، درواغ، چال بازي او بي سوادي مو هم د نړي په کچه مثل نلري. سک واني، کرک جنګي مو د ویاړ څلي دي. داده اوس هم موږ ویاړو چي کندهاریان ډیر غیرت مند قوم دي او خپل کډو سر پري ماتوو، اخیر ولي، ولي د ځان او د اینده نسل سره ظلم کوو. زما په اند په دي ملایانوخو هیڅ ونه سول، نيي قران کریم در زده کړ او نه يي حدیث او که چیري ستاسي څخه د یو مسلمان په حیث داپوښتنه وکړم چي ایا زموږ شته وګړي څو یمه يي د لمانځه په معني پوهیږي نو بیا به دي جواب داوي چي په سلو کي صفر یو هم نه پوهیږي نو ځکه دااړینه ده چي د یوه مسلمان څخه د قران ترجمه واوري،زده يي کړي او عمل پري وکړي. داسي ملایانو خو زموږ دواړي را خطا کړي دي چي نه خپله پوهیږي او نه دا پوهه لري چي نوروته يي ورزده کړي. نو زما په اند دداسي خلکو ملاتړ وکړي چي تاسو ته قراني لاري درښوي ، ددوي احترام وکړي او داداسو ناوړو ټکو څخه ځان وساتي چي ایمان پري خرابیږي. او خداي مګړه نه به مو دا دنیا وي او نه به هم هغه دنیا ښه وي. فکر وکړي که چیري څوک درته قران ښايي ورسه پلټنه وکړه، مطالعه وکړي خپل ځان او نور مسلمانان د اور څخه وساتي..
که چیرې مونږ یواځې انسانان و اوسو،هیڅ دین هم ونه لرو او یوه وړه یا لویه ټولنه جوړه کړو نو ښه انسان به کوم وي؟
– مور او پلار مو زمونږ د روزنې او پالنې لپاره کافي خواړه راکړي، په اوړي کې یخ او ژمي کې تاوده اوسو
– په ماشوم توب کې پورته واکسینونه راکړي تر څو راتلونکې کې ناروغ نه شو
– مور او پلار مو خپل مینځ کې مینه ولري، او د مونږ مخ کې جنګونه ونه کړي
– چې لوی شو ښونځی ته مو ولیږي
– له ښونڅی وروسته یو کسب، کمال را زده کړي، یا پوهنتون راباندی ووایې
پدې توګه به زه په ټولنه کې د نورو د اوږو بار نه شم، له ځان سره مرسته له نورو سره مرسته ده.
– غلا به نه کوم، ځکه خپله اړتیا به مې له خپله کسبه پوره وي
– غیبت به نه کوم ځکه وقت او ضرورت به نه ورته لرم
– تهمت به نه تړم
– د خپل ښځي، د پلار او مور، د همسایه ، خپلوانو سره به نیک اخلاق کوم ، نه به یې ځورم او مرسته به ورسره کوم.
– مالیه به خپل دولت ته ورکوم
ګوره بې له دین څخه مو پدې توګه ۹۰٪ اسلام عملي کړ!
ښه او ورسره مسلمان هم شوم :
– خپلو بچو ته په ماشوم توب کې الفباء سپاره، وروسته قرآن کریم تلاوت
– د لمانځه کولو ، روژې، ذکات، حج اهمیت او ښودنه
آیا ۹۸٪ مسلمان شوک که نه؟
دغه پاتې ۲٪:
تعویذ، خیرات، ذکر کول، په کوم اسلامي تنظیم پورې تړل کیدل، وهابي کیدل، اخوانی کیدل، طالب کیدل، تبلیغي کیدل، جماع اصلاح واله کیدل، پیر او شیخ کیدل، د پیر مرید کیدل، د حکمتیار ، سیاف، رباني، ملاعمر… څخه دفاع کول، وهابي کیدل یا دفاع کول…دي.
جنت خو رسول الله ص په خپلو عملونو هم نه شي ګټل چې د الله پاک رضاء ورسره نه شي، نو ایا همدغه ۹۸٪ اسلام عملي کول کافي نه دي؟
دا چې د اروپا، ترکیی، امریکا، مالیزیا اکثریت مسلمانان دغه ۹۸٪ ته نیږې دي، ځکه لږ جرمونه کوي، لږ ګناه کوي، د بل حق نه خوري، له بل سره مرسته کوي .
د افغانستان او پاکستان ، ځینو عربي هیوادو مسلمانان په دغه ۲٪ اسلام پورې نیښتي ځکه خو یو بل د شیعه، سني، اخوند، ملا، اخواني…په نامه سره وژني، بدناموي، تهمت لګوي…هم يې ځانونه غرک کړل هم عام اولس.