تاند- وسله وال طالبان، چې پرون د کندوز ښار تقریباً ټولو برخو تصفیه شوي وو، نن بیا د ښار ځینو برخو ته ننوتل او دا شېبه په ښار کې سخته جګړه روانه ده.
راپورونه وايي چې د ښار په مرکزي برخو کې دواړه خواوې درنې او سپکې وسلې تبادله کوي او له پاسه هیلي کوپتر هم یو نیم ځای په نښه کوي.
سره له دې چې نن سهار طالبان د ښار په لوېدیځ کې د قهوه خانې له سیمې په شا وتمبول شول، ماسپښین مهال طالبانو پر دې سیمې پراخ برید وکړ چې په نتیجه کې یې نه یوازې دا سیمه ونیوله بلکې د ښار مرکزي سیمو ته یې ځان نژدې کړ.
پرون او نن سهار ډېر خلک له یوې اوونۍ جګړې وروسته کوڅو ته راووتل چې سوداوې واخلي خو د خلکو خوشالۍ ډېر دوام ونه کړ.
طالبانو د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ کندوز ښار ونیوه.
راپورونه وايي چې د ښار په ډېرو برخو کې د وژل شویو کسانو مړو بوی کړی او خلک له ډاره مړي نه شي خښولی.
پاکستان او ملگری یی نه غواڑی افغانستان کی ثبات ٹینگ اومونگ دفرمختگ هیلی ولرو .
پاکستان خو دافغانستان قسم خوړلی دښمن دی , خو زموږ مشرانو ته پکاردی چه ددښمن په خبرو باور ونکړی, او ددغسی دوه مخی ګاونډی سره دوه مخی سیاست وچلوی , دپاکستان خو هغه دسرادر محمد داودخان دجنګ اعلان ندی هیر شوی, پاکستان به هندوستان ته ددوستی لاس ورکړی خو افغانستان سره په ولاکه دوست شی دوستان دی داخبره یاد ساتی.