تاند- په زابل کې چارواکي وايي چې پنځه تنه په دغه ولایت کې هغه مهال ووژل شول چې په یوه کور کې بم وچاودېده.

د زابل د ولایتي شورا ريیس عطا جان نن /دوشنبه/ وویل، د دې چاودنې په قربانیانو کې، چې تېره شپه په شینکي ولسوالۍ کې وشوه، دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

له بلې خوا په کندوز ولایت کې وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل دي.

د کندوز والي عمر صافي رسنیو ته وویل چې د جګړې سیمې ته کومکي ځواک استول شوی دی.

د والي په وینا په دې نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي خو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه لري.

په راپورونو کې نه دي ویل شوي چې نښته د کندوز په کومه سیمه کې روانه ده. خو د کندوز ارچي او چاردره نسبت نورو ولسوالیو ته زیاتې نارامې دي. د ارچي ولسوالۍ اکثره کلي د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو په لاس کې دي.

ارچي له امام صاحب سره یوځای د کندوز هغه ولسوالي دي چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال اکثره وخت د طالبانو د مخالفانو په کنترول کې وې. ارچي او امام صاحب تاجکستان ته د مخدرو موادو د قاچاق ترانزیتي لار ګڼل کېږي.

2 thoughts on “په کندوز کې نښته روانه ده او په زابل کې چاودنې ۵ تنه ووژل”
  1. ژبه په ولس پوری تعلق لری او پوهان به خپل نظریات او علمی څیړنی کوی ولس به د دوی له نظریاتو او علمی څیړنو هغه برخه را خپلوی کوم چی دوی ته آسانه ، د پوهیدو او منلو وړ وی. د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ټولی هڅی او زحمتونه خپل ځای لری او د ښاغلی محمد معصوم هوتک زیار او زحمت خپل ځای لری . پښتانه پر تاسو دواړو ویاړی او دواړو ته د اوږد ، مثمر او ویاړ عمر دعا کوی . مونږ پر تاسو او نورو خدمتګاره عالمانو او پوهانو ویاړو . تضاد او اختلاف د پرمختګ وسیله ده .

ځواب ورکول رفیع نظری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *