خيرالافغان د ځوانانو خيريه بنسټ یو شمیر بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه خیبر پښتونخوا کوهاټ کې له یو شمیر بې وزله افغان کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته وشوه دغه خوراکي توکیو مرسته خيرالافغان د ځوانانو خيريه بنسټ لخوا وشوه خيرالافغان د ځوانانو خيريه بنسټ ځوانانو په ملي سوداګرو او شتمنو خلکو غږ کوي، چې په یاده برخه کې له کډوالو سره په ګډه له اړمنو کورنیو مرسته وکړي دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وژونکې ناروغۍ د خورید د مخنیوي په خاطر ټول ورځني کارونه د احتیاط په ډول په ټپه ولاړ دي، چې له امله یې ګڼ شمېر بې وزله کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي خيرالافغان د ځوانانو خيريه بنسټ مشر ډاکټر غرت الله شینواری وایې د دوی دا مرستې به دوام ولري او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې هم په دې ولایت کې د غریبو او بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي نوموړي زیاته کړه چې له یو شمیر خلکو څخه یی څخه مننه وکړه چې پدی سخت وخت کې یی بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه.

One thought on “په کواټ کې له بېوزلو افغانانو سره مرسته”

ځواب ورکول amanullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *