یو افغان ډاکتر نصیرفګار وايي چې په افغانستان کې او ښايي نړۍ کې تر ټولو د اوږده عمر خاوند ناروغي یې تشخیص کړې ده.

د کونړ دغه اوسېدونکي، چې حاجي صاحب اکرم خان نومېږي او ۱۳۷ کاله عمر لري، د لومړي ځل لپاره ناروغ شوی دی.

د ډاکتر نصیر په وینا، د حاجي صاحب اکرم خان ناروغي، چې د میرویس خان زوی دی، له معایناتو وروسته ( Head injury, thrombocytopenia , LBB and Anemia) تشخیص شوه.

د حاجي صاحب، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالی اوسیدونکی دی، په سینه کې یو اوږد تاریخ پروت او د عجیبه فطرت خاوند دی.

دی دوه ودونه او ۱۵ اولادونه لري، خو د لمسیانو، کړوسیانو، کودیو او پردیو شمیر ترې ورک دی.

د ده د یوه زوی په وینا له یادو وارثینو سره یې د اولادونو شمېر شاخوا ۲۵۰ وګړو ته رسیږي.

حاجي صاحب په ۷۵ کلنۍ کې تذکره جوړه کړې ده.

ده د ځوانۍ په وخت کې کروندګري کوله، ښه ځواني يې لرله، قوي او غښتلی سړی و، د هسکې ونې او د غټو او اوږدو بریتونو خاوند و. بریتونه يې دومره اوږده ول چې آن د غوږونو شاته يې تاوول.

له ډېرو پخوا وختونو څخه تراوسه پوري له مستو او شودو سره مینه لري.

دی وايي چې د اعلحضرت ظاهرشاه بابا په وخت کې د قوم د ملک توب ویاړ لري، ښه نوم يې پریښی دی، د کونړ او نورستان ترمنځ سړک ده جوړ کړی، او تل خپلوبچیانو ته له وطن سره د مینې او د خلکو د خدمت نصیحتونه کوي او وايي کوم کور چې دسترخوان او ‌ډو‌‌ډ‌ۍ (مېلمانه) نه لري، کور نه دی او د وګړو ژوند يې ژوند نه دی.

د حاجي صاحب د کورنۍ غړي وايي چې دوه کاله کیږي چې لږ کمزوری شوی دی او ښايي په عمر کې یې لومړی ځل وي چې د کمزورتیا احساس کوي خو اوس هم تشناب ته یوازي ځي، ډوډۍ پخپله خوري، لمونځ او اودس کوي.

ډاکتر نصیر وايي:«ما هم کله چې نارغ له نژدې څخه معاینه کړ، ځینې درمل مي ورسره پیدا کړل چې thrombocytopenia منځته راولي(چې ښايي دا يې لامل وي)، ګراف کې يې LBB ، سر کې یې ټپ، لږ څه کمخوني لري او غوږونو یې لږ دروندوالی پیدا کړی دی. زه فکر کوم چې ښايي د افغانستان په کچه تر ټولو د زیات عمر لرونکی سړی وي چې تر اوسه هم په ۱۳۷ کنلۍ کې سمې خبرې کوي، ښه خوراک کوي، قدم اخلی،عقل یې سالم دی او ځوابونو ته سم ځواب ورکوي!»

7 thoughts on “په کونړ ولایت کې ۱۳۷ کلن سړی په لومړي ځل ناروغ شو”
  1. Asalam Alaikum Awal taso muhtaramo ta aw bia Haghali Haji sahib Akram ta ALLAH de shafa war kari mrizi da marg sabab na dai balki marg da pak ALLAH pa las ki da Haji Sahib ta za der ziat hairan shom ALLAH de ho aw ezat wala khalko ta hamdasi aogd omer war kari hagha da rehtia da waye se da niko akhlaqo aw niki aqide pa waja omer ziatigi ALLAH pak de shafa warkri aw ALLAH pak de zamong gran watan ki itifaq rawali Ameen suma Ameen note Haghali Dr sahib ta 1 khabera ter khpal hada war sara koshish waka dera ziata mannana hamdasi aogd zwand laronkai shi .. Basharmal Karimi la europe sakha

  2. تر اوسه ثبت شوی شواهد ښیی چه په نړی کی چا تر ۱۱۹ کالو زیات عمر نده کړی.‌ که چیری دا سړی ادعا کوی چه دی ۱۳۷ کاله دی دا خبر باید دده د ادعا پر بنسټ خپور شی او دا هم ورسره اضافه شی چه دد ی خبر صحت تر اوسه تخنیکی مراجعو نده تایید کړی.‌

  3. وایی: واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم

    الله دی حاجی صیب ته روغ صحت ورکړی او هیله ده چی ورته دتل لپاره دلمونځ،کلیمی او ذکر یادونه وکړی خدای دی په عمر کی ورته برکت واچوی.

ځواب ورکول واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *