دیپلوم انجینیر اجمل شمس غونډې ته د وینا پر مهال

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې دانجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوندلخوا د ډاکټر اشرف غني احمد زي په ملاتړ غونډه

 دروان ۱۳۹۳ لمریز کال دحمل په ۶ مه د چارشنبې په ورځ  د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د کنړ په نورګل ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوه . د  ډاکټر اشرف غني  په ملاتړ د دې ګوند لخوا زیاتې غونډې جوړې شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري .

دیپلوم انجینیر اجمل شمس  غونډې ته د وینا پر مهال
دیپلوم انجینیر اجمل شمس غونډې ته د وینا پر مهال

په یاده غونډه کې د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشرتابه او غړو سربیره د کونړ ولایت په سلګونو قومي مشرانو ، ځوانانو ، د مدني او فرهنګي ټولنو استازو او په ګڼ شمیر کې نورو عامو وګړو ګډون درلود . غونډه د قران مجید د مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه . د غونډې د اناونسرۍ چارې د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ولسوالۍ شورا غړي غلام سخي جبه وال پر مخ یوړې .

1د نورګل ولسوالۍ د شورا منشي معلم عبدالولي د غونډې ګډون والو ته ښه راغلاست وییلو او د غونډې په  اهدافو یې رڼا واچوله .  وروسته د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر دیپلوم انجینیر اجمل شمس  د ګوند په پنځوس کلنې مبارزې لنډې خبرې وکړې .  ښاغلي شمس وویل چې افغانستان د خپل تاریخ په یو حساس پړاو کې قرار لري او راتلونکې ټاکنې د هیواد د سرنوشت لپاره ټاکونکی نقش لري . ده زیاته کړيه چې د هیواد راتلونکی د ډیرو ننګونو او ستونزو نه  ډک دی او افغانان د راتلونکي مشرتابه په ټاکلو کې باید د زیات دقت نه کار واخلي تر څو سوله ، امنیت ، ثبات او نیکمرغي مو په برخه شي .

 1انجینیر اجمل شمس وویل چې ټول نوماندان د احترام وړ دي  خو ډاکټر اشرف غني احمد زی تر ټولو غوره دی ځکه چې د ده په وجود کې موږ د افغانستان نجات وینو . ده د ډاکټر اشرف غني په شخصیت ، اهلیت ، کفایت او ملې خدماتو لنډه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې یواځې ډاکټر اشرف غني احمد زی په پوره معني ملي او نړیوال مشروعیت لري او هیواد د روان بحران نه ویستی شي . انجینیر شمس د ډاکټر اشرف غني احمد زي کتاب « د عادلانه نظام لار » په باره کې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او وې ویل چې پدې کتاب کې د افغانستان د ټولو ستونزو د حل لپاره عملي طرحې او پلانونه موجود دي . ده د کنړ په ټولو اوسیدونکو غږ وکړ چې په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې یواځې او یواځې ډاکټر اشرف غني ته خپله ارزښتناکه رایه ورکړي .

1دیپلوم انجینیر اجمل شمس غونډې ته د وینا پر مهال  د ډاکټر اشرف غني کتاب د عادلانه نظام لار په اړه معلومات ورکوي

ورورسته د ګوند منشي وصلي خان ملاخیل د ډاکټر اشرف غني احمدزي په  شخصیت او علمیت خبرې وکړې او وې ویل چې دی تر ټولو غوره نوماند دی . د ګوند د کنړ ولایت منشي او د کونړ خاص ولسوالۍ پخواني ولسوال ښاغلي اسرائیل غیرت د ډاکټر اشرف غني احمد زي دملي برنامې اساسي ټکي  د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل . غونډه د مولوي نور احمد لخوا د قران مجید د مبارکو آیتونو په لوستلو پای ته ورسیده .

دیپلوم انجینیر اجمل شمس  غونډې ته د وینا پر مهال

دیپلوم انجینیر اجمل شمس غونډې ته د وینا پر مهال

    وصلي خان ملاخیل غونډې ته د وینا پر مهال

0 thoughts on “په کونړ کې د اشرف غني په ننګه د افغان ملت غونډه”
  1. د افغان ملت ګوند دغه برخه چې مشري یې انجینیر شمس کوي هلې ځلې یې د قدر وړ دي .

ځواب ورکول Hewad shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *