تاند- افغان چارواکي او وسله وال طالبان وايي چې د ناټو هوايي ځواک په کونړ کې د ماشومانو او ښځو په شمول پنځلس تنه ملکیان وژلي دي.

خو ناټو ادعا کوي چې لس تنه وسله وال مخالفان یې وژلي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خېل وویل، د ناټو ځواکونو پرون ماښام ناوخته پر یوه پیک اپ موټر وروسته له دې برید وکړ چې درې عرب او درې افغان وسله وال سخت دریځي پکې سپاره شول.

سید خېل وویل، ځیني راپورونه وايي چې دا برید بې پېلوټه الوتکې کړی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په ګنډېر سیمه کې د ملکیانو د سپرلۍ پر ډاتسن موټر د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۶ ملکیان وژل شوي دي.

د مجاهد په وینا په وژل شویو کسانو کې پنځه ښځې، ۷ ماشومان او څلور نارینه دي.

خو په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو ویندویې لومړی بریدمنې ان ماري انیسیلي وویل:« دا ډېره دقیقه حمله وه چې په نتیجه کې یې لس دښمنان ووژل شول او موږ د ملکیانو د وژل کېدو په اړه هیڅ راپور نه لرو.»

په کونړ ولایت کې تر دې مخکې هم څو ځلي د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکیان، په تېره بیا ماشومان، وژل شوي او د افغانستان د حکومت او ناټو ځواکونو ترمنځ یې ناندرۍ پراولي دي.

One thought on “په کونړ کې د ناټو په هوايي برید کې ۱۵ ملکیان وژل شوي”
  1. پروانہ لری داخوزموژشاغلی تر۲۰۱۸پوری دامریکایانوموجدیت غواڑی ۱۵ملکیان سہ ۱۵زرہ دی دہ دی بلاواخی

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *