تاند- د پاکستان د پوځ جنګي هیلي کوپترو نن سهار پنځه بجې د کونړ ولایت ځیني سیمې بمباري کړې چې په نتیجه کې یې په لسګونو ملکیان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د هوايي برید تر څنګ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري بې شمېره توغندي هم ولګېدل چې له کبله یې د عامو خلکو کورونه نړېدلي او په لسګونو کسان وژل شوي دي. تراوسه پوري د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند.

دا بمباري وروسته له دې کېږي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه وغوښتل چې له خپلې خاورې پر افغانستان د توغندويي بریدونو مخه ونیسي او ښاغلي شریف هم د اقدام کولو ژمنه ورکړه.

د کونړ ولایت چارواکو تایید کړه چې پر دانګام د پاکستاني هیلي کوپترو له خوا بمباري شوې خو ویې نه ویل چې له کبله یې چا ته څومره مرګ ژوبله اوښتې او کنه. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

په همدې منځ کې د پاکستان د پوځ چارواکو وویل چې د دوی ځواکونو د هیلي کوپترو په ملاتړ د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې لږترلږه ۱۴ تنه وژلي دي.

د دوی په وینا دا کسان نن سهار وختي پاکستان ته اوښتي ول او د پوځ پر یوې پوستې یې برید کړی و.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دې نښته کې لږترلږه یو پوځي وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي.

د کونړ ولایت پر دانګام او نورو ولسوالیو د پاکستان د پوځ له توغندويي بریدونو وروسته، چې له تېرو نژدې ۳ کلونو راهیسي دوام لري، دا لومړی ځل دی چې د دغه هیواد هوايي ځواک د افغانستان هوايي قلمرو ته داخلېږي او بریدونه کوي.

0 thoughts on “پر کونړ د پاکستان په هوايي برید کې په لسګونو ملکیان وژل شوي”
  1. اولسي جركه او مشرانو جركه د بيسو او نورو مادي موضوعاتو دلا سته را و ر لو به خاطر نن يو وزير سبا بل وزير را غواري بيخا يه بو شتني او در ويزنيري ور خخه كوي صرف دخبلو شخصي كتو به خاطر ناحق خبل او دنورو وخت ضائع كوي.
    دا وليس جركي او مشرانو جركي أساسي او إيماني او وطني وظيفه نن شروع شوي او شروع كيزي به هيخ صورت سره بايد بته خله بإتي نه شي دا عملي او حياتي مو ضوع ده دلته وكيل صاحبا نو تر منخ تبعيضي دشمني ختميزي به يوه أواز أوبه يوه خله دملي دفاع وزير ، أودّ داخله جارو او دملي أمنيت مسولين إحضار د باكستاني بي ستركو دشمن د هواي اوزميني حملو بو شتنه بايد وشي د دي حلمي به ارتباط د دفاع ي قوا وعكس العمل خه وو د منفي جواب لرلو به ارتباط خلع مقام ،تنزيل رتبه او به عوض ي نور اشخاص معرفي شي ددي دباره جنكي او مسلكي بياوري منصوبينو ته ضرورت دي جه دوطن د نجات به ارتباط دسر قرباني وركول بكاردي نه دابو حنيفة اونورو ….. ملكي اركانو خخه تنظيمي اونورو اريكو به ارتباط راغلي اشخاص هغو بريزدي جه خبلي د جور ، او جباول او دفسق او فساد خخه راغلي سر مايء أودّ غلا او جباول شوي خمكي او جايدادونه جه د دوي به قبضه كي دي وساتي وطن دباره وطن فرستان به كار دي نه جباول كر
    زه خه وكرم او جاته وزارم به وطن مي تور كوني بنجابيان حملي كوي زه ددغي ورخي د دفاع دباره تربيه شوي وم او نن ورخ ديو بي غيرته بي همته إنسان غوندي دكوتي به كنج كي به بردي خاوره كي أوسيزم اوشبي او ورخي سبا كو م او وطن فروشان مو قع نه را كوي جه دخبل سر به قرباني دكران وطن أفغانستان خخه مردانه وار دفاع وكرم .
    تول وطن وال دي خما زغ وأوري بيا دي قضاؤت وكري

  2. دا دي درته ليكم تبصره! تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره نو صحي شو؟ مونك خو واره بيدا شولو زاره شولو خو افغانان اتفاق نشول دا تول زمونك غلطي دي

  3. OK! I write Comments Comments Comments Comments Comments Comments Comments Comments comments, Enough? So really we r tired from comments day and night, since boyhood we become old, unfortunately Afghanis no unity! all every thing that is happening it is our fault only we r wrong.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *