تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د وسله والو طالبانو یو جګپوړی قومندان، چې د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې ویشتل شوی و، د جمعې په ورځ په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.
د طالبانو قومندان او د کوټې شورا د جلب و جذب مسوول نورالله هوتک د پنجشنبې په ماسپښین د نامعلومو وسله والو په ډزو د بلوچستان په مرکز کوټه کې ووژل شو.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه قومندان ورته وویل چې د هوتک مړی افغانستان ته ولېږل شو.
تراوسه پوري د نوموړي د وژلو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور پر اساس طالبانو د افغانستان ملي امنیت د نوموړي په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
د ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو یوه قومندان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل:«موږ باوري یوو چې په دې پېښه کې د افغانستان د حکومت او د هغه د استخباراتي ایجنټانو لاس دی، دوی تر دې مخکې هم ورته بریدونه کړي دي.»
په زابل کې قومي مشرانو هم تایید کړه چې د طالبانو مشر نور الله هوتک، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم مهم قومندان و، وژل شوی دی.
افغان چارواکو ویلي چې هوتک د طالبانو فعال قومندان او د کوټې شورا غړی و خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
نور الله هوتک سږ کال درېم جګپوړی طالب قومندان دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.
دوې میاشتې پخوا (د نومبر لسمه) د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې ووژل شو.
د نومبر په یوویشتمه د حقاني شبکې یو بل مشر مولوي احمد جان په هنګو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
دی ته وایی د غلامی او ذلالت انتها. ټول عمر یی مور(خاوره) په پنجابیانو خرڅوله اوس چی مردار یی کړ نو د بادار په خاوره کی ورته ځای هم نه وه. غم مه کوه چا چی ددی مور سره خیانت کړی دی مور ورته خپله غیږ کی د مرګ نه روسته هم ځای نه دی ورکړی. ستا دا مردار خاک به هم څوک له سوټو ډکوی که خیر وی