تاند (کوېټه) – د بلوچستان په مرکز کوېټه کې یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو په یوه کاروان برید کړی چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کیږي چې پېښه د کچرو په سیمه کې شوې ده او د طالبانو یوه ګروپ د پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

د بلوچستان د حکومت ویاند انور کاکړ نړیوالو خبري اژانسونو ته ویلي چې حمله د یوه ځانمرګي شخص له خوا شوې او د امنیتي ځواکونو او د سرحدي قول اردو د پوځیانو کاروان یې په نښه کړی دی. په ياده پېښه کې د سرک پر غاړه موجود يو شمېر ملکي خلک هم ټپيان شوي دي.

انور کاکړ ویلي چې ځانمرګی په یوه بایسکل باندې سپور وو او دا چې په پېښه کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کیلوګرامه پورې چاودونکي مواد کارول شوي دي.

ډېری امنیتي کارپوهان باور لري چې د پاکستان پوځ او د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) د ترهګرو په روزنه او پالنه کې پراخ لاس لري خو په وروستیو کالونو کې یو شمېر ترهګر یا د هغوی له ولکې څخه وتلي چې بېرته پخپله پاکستاني امنیتي ځواکونه په نښه کوي او یو شمېر پېښې دوی پخپله په دستوري ډول اداره کوي.

4 thoughts on “په پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید، ۱۰ مړه ګڼ ټپیان”
  1. Salam aw sha sehat tolo watanwalo ta!
    Dumra me zra pe yakh sho che sa wowayem , kho sha da che da de shaitan zamn murdar shwal che la Allah na pa dozakh ke jay worta ghwarm aw Allah de begona musolmanan che pa de hamla ke shahidan sawi janat e ferdaus pa barkha kri

  2. حمله کوونکی ته دی الله ج جنتونه ور کړی او په ژوند کی ددی ډول کسانو ته د الله څخه کامیابی غواړو چی د پاکستان په پوځ حملی کوی ژوندی دی وی دا ډول خلک.

  3. یا الله شکر. الله پاک د فدایی حمله کوونکی فردوس جنت ته بوزی. د پاکستانی پوج وژل په اسلام او نصرانیت او بل هر دین کی روا او جایز دی.
    طالبانو ته وایو چی نور ددی کافر پاکستانی پوج غلامی پریژدی.

  4. دا خو ډېر ستر کار شوی
    الله پاک دې د استشهادي حمله کوونکی ته اجر ورکړی
    واقعا دا جهاد دی خکه د پاکستان نظام د انګریز دی او انګریزان کافران دی
    مګر زموږ په طالبانو چې د همدې کافر نظام لپاره خپل وطن ورانوی

    شرم وکړئ طالبانو
    !!!!!

ځواب ورکول Ruh ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *