کله چې عواطف تحريک شي، نو احساسات وزيږي او يو ښايستوکی کيف را برسېره شي، پو هان وايې انسان په يوه شاو روز کې بدلون کوي يانې پرون يې چې شخصيت څنګه و نن هغسې ندی، هغه څوک چې ليکل کوي او يا شعرونه وايي نو په شخصيت او احساساتو کې يې تر نورو ژر او ژور بدلون زيات ليدل کيږي، کله چې شاعر احساساتي وي معنا دا چې په زړه او دوماغ کې يې کومه خبره شته چې غواړي ظهور وکړي، همدغه حالت ته تخليقي حالت وايي. که شاعر پدې شېبه کې بې غوري وکړي ممکن يو ښه شعر يا تخليق له لاسه ورکړي، خو د هغه شاعرانو شعرونه چې د يادو کيفياتو زېږنده وي نو بهتره او عالي وي.

ما د مير احمد ياد د شعرونو ټولګه کېفيات ولوسته او د زياتو هنري تابلوګانو شهکارونه او ښکلې تخيلي صحنې مې پکې ننداره کړې، [خو هغه خبره مې هېره نه وه چې وايي ګل بې داغه نه وي خو دلته خبره د يوه خواږه لټون ده ] ما تر اوسه له ياد سره مخامخ دوه خبرې هم ندي کړې خو د ده له کتابونو سره غږېدلی يم .

(کيفيات) چې نوم يې زما ډېر خوښ دی شعري مجموعه ده او ۲۳۹ مخونه لري، تاسې راځئ د کيفياتو په منظرو او آبادو کروندو کې چکر ووهو او وګورو چې ياد د چا يادونو ته د شعرونو طلسم ورکړی او د شعر په کروندو يې د چا د مينه کرلې چې داسې له هرې پاڼې يې د خوشبوګانو او عطرونو وږم حس کيږي .

په کيفياتو کې د سړي سترګې له ټولو مخکې پدې جمله لګيږي( د خوشبو په نوم ! ياد ) خو شبو هغه کليمه ده چې په کيفياتو کې تر بلې هرې کليمې زياته تکرار شوې ده، خو دا معلومه نده چې دا خوشبو ده څوک ؟ خير چې هر څوک وي، وي دې ، موږ به يې په کيفياتو کې لټون وکړو ګوندې ويې مومو، که مو پيدا نکړه نو يوښايستوکی لټون خو به مو کړی وي .

ياد وايي :

ګلاب وجود وي او خوشبو پسې رژيږي ولې ؟

دلته اروا نه بغير ژوند د چـــــــا تېږيږي ولې ؟

استدالال د ياد په شعرونو کې زيات دی په همدې پاس بيت کې يې راوړي چې ګلاب خوشبويي له لاسه ورکړي نو رژيږي ، انسان ولې داسې ندی او بې روحه ژوندی پاتې دی؟ دلته د ده موخه يو مجازي معنا ده او له روح مراد بل څه دي چې هغه مثلا د انسان اخلاقي ارزښت او نور دي …په هر صورت خبره مو په خوشبو پيل کړې، خوشبو د ياد دغزلونو روح دی که يې ترې وباسو ممکن کيفيات لکه ګلابونه ورژيږي، خوشبو ده چې د ياد کيفيات يي عطرين کړي .

يو بل ځای خوشبو ګيلمنه ده دا غواړي چې ظهور وکړي مګر ناهيلې معلومېږي :

خوشبو د ښار کوڅو کې ګرځي خو چا و نه ليده

خـــــوشبو به خود وايي چې زه ولې غبار نشوم

خوشبو ژوند هم غواړي او له مرګه هم وريږي، دا د هغه کسانو په څېر نده چې لا تر اوسه هم نه د ځان په ارزښت پو دي نه د نورو او يا وخت ورسره زيات دی ، د فرهاد دريا هغه سندره خو به مو اورېد وي چې وايي : … زه حيران يم چې نفرت ته وزګاريږي خلک څنګه … تاسې راشئ چې د خوشبو د زړه خبره هم واورو، چې له چانه مضطربه ده !

خوشبو پټيږي، د ګلاب وجود يې و څيرلو

خوشبو وريږي چې سپرلی د ښار کوڅو کې ګرځي

سپرلی د خوشبوګانو پنځګر دی غواړي چې عطرونه وپاشي مګر خوشبوګانې لکه ځورېدلي ماشومان ترې ډاريږي، ماشومان هم د هر ظلم او ګواښ لپاره تر ټولو ښه پناځای مور او د مور غېږه بولي، دغسې ياد وايي: چې خوشبوګانې هم د ګلابونو په پاڼو کې غلې کيږي چې سپرلي يي و نه ګواښي.

ياد ياران په ياد لري، (نذر ياران) شعر يې ځينو يارانو ته ليکلی او د يارانو نومونه يې پکې ذکر کړي دي خو په همدې شعر کې يې د خوشبو نوم هم ندی هېر کړی، ياد وايي :

خوشبو د هغه تللي مازديګر نتيجه داده

خوشبو چې ستا په روح بلې لمبې دي او ماښام دی

خوشبو نږدې په هر غزل کې يو ځل راغلی نوم دی، په ځينو غزلونو کې خو آن د غزل ټول وزن په خوشبو خوږ دی لکه پدې غزل کې :

په ملا يې مات کړمه او بيا مې جوړول غواړي

دا خـــــــوشبو څه کـوي او څه ثابتول غواړي

وايي ايره به لمـــدو سترګو ته شيندل غواړي

دا خــــوشبو څه کـــوي او څه ثابتول غواړي

د دې غز مقطع ده :

وايي په لپه کــې اور راکړي او بيا ګل غواړي

دا خـــــوشبـو څه کوي او څه ثابتول غواړي

پدې غزل کې يو نوی بل کمال هم شته ، هغه دا چې دويمه نيم بيتي پکې رديف دی او هماهنګه برخه يا قافيي په اولو نيم بيتيو کې دي چې ما تر اوسه داسې غزل د بل چا نه وو لوستی. را ځي د کيفياتو په پای کې هم په خوشبو پسې وګر ځو او د غزلونو تر ورشوګانو وړاندې د آزادو شعرونو پر ځمکو يې هم لټون وکړو ، په کيفياتو کې د غزلونو تر څنګ نظمونه او ښکلي آزاد شعرونه هم راغلي موږ به د خوشبو بحث په يوه ښکلي آزاد شعر پای ته ورسوو او ښايي چې ياد په پای کې يوې پايلې ته رسېدلی راځئ تاسې يې هم په خوشبو شعر کې وروستی دريځ او يادګار ولولئ.

خوشبو

ـــــــــــ

خوبس

همدومره درته وايمه چې

ګلاب

له خپل وجوده مه بېلوه

ګنې په ځان پسې به

ځان وبايلې

===================

پای

۱۳۹۳-۱۲- ۱۰

One thought on “په کيفياتو کې د خوشبو ياد / محب الله آرمل”
  1. محب الله آرمل د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر او لیکوال دی زه یې وخت ناوخت لیکنې په تاند کې لولم او خپله ادبي تنده پرې ماتوم دالیکنه کې هم ښکلې ده ما د کیفیات کتاب تر اوسه نه دی لوستی مګر دې لیکنې دومره خوند راکړ چې حتمي به د تاند او ژمن لیکوال میر احمد یاد کیفیات پیدا کوم او د فکر خوشپو ته مې خوشبویي رسوم

ځواب ورکول عارف حقمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *