ارشیف

تاند- د وسله والو طالبانو له لوري د وژنو د لړۍ په دوام کې نن د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول.

د پکتیا د امنیتي چارواکو په وینا دا مرګ ژوبلې نن ماښام د یوې چاودنې په نتیجه کې وشوې.

د پکتیا امنیه قومندان جنرال زلمي اوریاخېل وویل چې چاودنه د ګردېز په یوه له ګڼې ګوڼې ډک مارکیټ کې وشوه.

د اوریاخېل په وینا داسي ښکاري چې د مارکیټ تر څنګ چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول.

ده تایید کړه چې څلور تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. اوریا خېل وژل شوي او ټپیان ملکیان وبلل.

د ګردېز روغتون ډاکترانو هم وویل چې ۴ مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د روغتون رييس ډاکتر حیا ګل پکتین وویل چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

راپورونه وايي چې د ځینو ټپیانو لاسونه او یا پښې غوڅې شوي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو تراوسه د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو هم چارواکي او هم خلک دا چاودنه د طالبانو کار بولي. طالبان عموماً د هغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه اخلي چې زیات ملکیان پکې ووژل یا ټپیان شي.

وسله والو طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې وژونکو بریدونو ته زور ورکړی دی. پرون یې د کندهار مرستیال والي او لیکوال عبدالقدیم پټیال ترور کړ.

One thought on “په ګردېز کې چاودنې لږترلږه ۴ تنه وژلي او ۲۳ نور ژوبل کړي”
  1. دا وحشیان د الله پاک په قهر اخته کړی. دا څه حال دی چی د وحشیانو راخیستی دی، هر ورځ، ځانمرګی، ترور او وحشیت. دا د سرهانسانان ندی دا ټول د پنجاپ مذدوران د افغانستان د ولس دشمنان دی، طالب یی څه شی وی ، د دی نوم بلا د تاسو وحشیانو ته در وګرڅی، لعنت شه پر تاسو وحشیانو.

  2. حرفوی انسان وژونکو ته به نن شپه ښه خوب ورشی . ځکه دوی ډیر انسانان وژلی دی. اما د قیامت ورځ یی هیره ده . کوم کسان چی بیګناه انسانان وژنی او هغوی له الهی نعمت نه محروموی دوی به هم د قیامت په ورځ په اسفل السافلین کی ځای ولری.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *