تاند- د امنیتي ځواکونو سرچینې وايي چې تېره شپه د ننګرهار په ګوشته ولسوالي کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه.

داسي ښکاري چې پاکستان د افغانستان د هغه فشار په وړاندې چې د کابل له وروستۍ حمله وروسته یې پر پاکستان راوړی، د نړیوالو پام د افغانستان په چارو کې د آی آیس آی له لاسوهنې د دوو هیوادونو سرحدي لانجو ته واړوي.

د سرحدي ځواکونو یوې سرچینې نن /یکشنبه/ تاند ته وویل، نښته پاکستاني پوځیانو پر ګوشتې ولسوالي په توغندويي برید پیل کړه، او افغان ځواکونو پرې ځوابي ډزې وکړې.

سرچینې وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې تر نن سهار پوري دوام درلود.

د سرچینې په وینا په نښته کې یو افغان سرحدي پولیس سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. خو پاکستاني پوځیانو ته د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه لري.

وژل شوی سرتېری بلال نومېږي او د ننګرهار اوسېدونکی دی.

د یوه بل خبر له مخې د جګړې په ترڅ کې پاکستاني پوځیانو د افغان سرحدي پولیسو یوه پوسته نیولې ده.

دې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا هم وویل چې په جګړه کې د افغان سرحدي پولیسو ۲ سرتېري شهیدان شوي دي. خو افغان چارواکو تراوسه پوري په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې پاکستان نن ادعا کړې چې د افغانستان له لوري په مومند ایجنسۍ کې د پاکستان پر یوې پوستې د هاوان په ډزو دوه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي. (تفصیل)

دوه کاله پخوا (د۲۰۱۴) په همدغو شپو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو په ګوشته ولسوالي کې د پاکستاني پوځیانو یرغل په شا وتمباوه چې په لړ کې یې افغان سرتېری قاسم خان شهید شو.

One thought on “په ګوشته کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې”
  1. دغه شرمېدلي ګاونډي نه مو دې الله ج خلاص کړي، کله طالب په شا ټپوي، کله داعشش ته دانه ور اچوي، کله بیا به په خپله په ډېره سپين سترګۍ سره زموږ پر پاکه خاوره باندې تېری کوي.
    له دغه ګاونډي سره باید سرې کرښې مالومې شي، دښمني باید ورسره وپالل شي، الله دې دغه دښمنان تبا او برباد کړي.
    انشاالله چې همدغه پاکستان به يوه ورځ د نړۍ له نقشې څخه پاکېږي.

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *